تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرمقاله: د خدمت ښه موقع !
  تعلیم الاسلام
  September 13, 2017
  1

 درنو او معززو لوستونکو!

 
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته و بعد!
 
د قرآني اصولو او نبوي ارشاداتو او د الله د رسول محمد  صلی الله علیه وسلم  د عملي تګلاري په رڼا کي اسلامي دعوت او تعلیم په کافي اندازه مخته بیول نه یوازي داچي په اسلامي ټولنو کي د اسلام د سپېڅلي دین بقا تضمینوي، اسلامي عقایدو، اعمالو او اخلاقو ته ترویج ورکوی، د باطلو معتقداتو، خبيثو عملونو او رذیله اخلاقو ټغر د اسلامي ټولني څخه ټولوي؛ بلکي په کفري نړۍ کي هم د اسلام مقدس دین ته اشاعت ورکوي او د ډیرو کافرانو لپاره د هدایت ذریعه ګرځي. 
 
د دعوت او تعلیم د څانګو څخه یوه هم د تعلیم الاسلام راډیو ده؛ د پورتنۍ دعوې لپاره د تعلیم الاسلام راډیو هغه اثرات هم د دلیل په ډول وړاندي کولای سو، کوم چي وطنوال یې په ښکاره ډول په خپلو کورونو یا هم کلي او وطن کي مشاهده کوي. 
 
دا چي د تعلیم الاسلام اداره د دعوت او تعلیم د پاره پرانستل سوې او یوه غیر انتفاعي اداره ده، یعني د دعوت او تعلیم په ډګر کي چي کوم خدمتونه انجاموي هغه د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره نه انجاموي، بلکي د دې بر عکس عواید یې؛ که تجارتي اعلانات یا هم د خلکو مالي مرستي دي د تعلیم او دعوت په چارو کي مصرفیږي، څومره چي یې عواید او افتخاري کارمندان زیاتیږي، د هاغه په پرتله به یې ان شاء الله د خدمت دایره هم ورځ تر بلي پراختیا مومي او که عواید یې الله مه کړه کمېدل، د کار دایره به یې هم د همدغو اقتصادي مشکلاتو لکبله تنګه او خدمات به یې ستونزمن کیږي.
 
مخکي هم اشاره ورته وسوه، چي د دعوت او تعلیم ادارې د عام ګټو تاسیساتو د نوملړ په سر کي ځای لري، ځکه اسلامي دعوت او تعلیم ته هره کورنۍ سخته اړتیا لري او هر وړ او مستعد کس د خپلي وړتیا او استعداد په اندازه پدې ډګر کي د خدمت کولو دروند مسؤلیت پر غاړه لري. کوم کسان چي په افتخاري ډول د دعوت او تعلیم په همدې ویاړلي عام ګټي خدمت کي د خپل استعداد څخه کار اخیستل غواړي، نو تعلیم الاسلام ادارې خپل ور د هغوی پر مخ پرانيستی دی.
 
تاسو کولای سی، چي د نورو همکارانو په شان د تعلیم الاسلام ادارې سره یو ځای سی، څو د خپلو شخصي کارونو او وظایفو تر څنګ په افتخاري ډول د همدې ادارې په چوکاټ کي دننه ټولني ته عام المنفعه خدمتونه انجام کړی. د ثواب او اخروي سعادت برسیره علمي استعدادونه او مسلکي مهارتونه هم په عملي کار لوړ او وده ورکړی.  
 
د انضمام طريقه: د تعلیم الاسلام اداري د همکارانو په صف کي انضمام او یو ځای کیدل ډېر اسان کار دی، ځکه دا اړینه نه ده، چي تاسو به یو کس په دې اداره کي پیژنی او یا به د ملاقات لپاره د لید مخکي موعد اخلی، بلکي هر وخت کولای سی ادارې ته تشریف راوړی، د اړوند څانګي مسؤل شخص ته خپل تعارف وکړی، هغوی به تاسو ته ستاسو د خدمت لپاره زمینه مساعده کړي، څو د همدې ادارې د لاري ټولني ته افتخاري خدمت وکړای سی.
 
د تعلیم الاسلام اداره نه یوازي دا چي د علمي او معلوماتي ږغیزو خپرونو او لیکنیزو مضامینو لپاره علماء کرامو، درنو پوهانو او لیکوالانو ته اړتیا لري، بلکي د ویاندویي، کمپيوټري بېلابېلو پروګرامونو، مسلکي کارونو او نورو مختلفو خدماتو لپاره مخلصو همکارانو او تکړه ځوانانو ته اړتیا لري، څو ټولني ته د دعوت او تعلیم په ډګر کي ارزښتناکه خدمات وړاندي کړي؛ خو په دې خدمت کي به موفقیت او بریالیتوب د هغه مستعد کس په برخه کیږي، چي ایماني جذبه یې دې خدمت ته هڅونکې، اخلاص یې مل او کار ته ژمن او متعهد وي.
 
په درنښت
تعلیم الاسلام راډيو اداره
ایمیل:[email protected]
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه
 
ټولي تبصرې (1)
احمد
September 15, 2017

الحمدلله ستاسو د دعوتي کارو په برکت سره زموږ د کورنۍ په افرادو کي د دین فکر پیدا سوی دی او ډیر اصلاحات راغلي دي، الله جل جلاله مو همیشه بریالي لره. ستاسو دا ښایسته اداره زموږ د افغانستان د خلګو د پاره افتخار او د دیني چارو معتمده مرجع ده.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته