لیکوال: احسان الربي (انفال) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کله چي تياره خوره سي نو انسان هم نابنا غوندي سي او هر څه يې له سترګو څخه پنا سي ، خپل منزل ته د رسېدو په لاره کي له ډېرو ګړنګونو سره مخ او د مختلفو کړاوونو سره پاتيږي نو په دې حالت کي هر انسان د يو مشال په لټه وي ترڅو د هغه څخه کار واخلي او دا تورتم په رڼا بدل کړي ، خپل د ګټي څيز تر لاسه او خپل منزل ته بې له ستونزي ورسېږي.
نو همدارنګه الله جل جلاله و خپلو بندګانو ته دهغې تروږمۍ د روښانه کولو لپاره چي د جهالت زېږنده ده او انسانان نه سي کولاى ، چي په دې تياره کي د حق او باطل فرق وکړي ښه ته ښه او بد ته بد ووايي ، حلال ته حلال او حرام ته حرام ووايي ،الله جل جلاله خپل استازي ته د فرقان په نوم يو څراغ رالېږلى دئ ، تر څو انسانان ددې څراغ د رڼا څخه ګټه واخلي؛ حلال ته حلال او حرام ته حرام ووايي، حق قايم او باطل لغوه کړي پدې پوه سي ، چي د څه لپاره پيدا او د څه لپاره ژوند کوم .
خو افسوس ، چي ډېرو خلګو دا څراغ اخيستى خو سترګي يې پټي کړي دي.
د تعليم الاسلام مجلې څخه
www.taleemulislam.net