تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د موسیقي د آلاتو حرمت
 
  January 14, 2016
  0
لیکنه: مولوي اختر محمد"جهيد"

 
 

په اسلام کي د ساز او سروز د شیانو خرڅول حرام دي: 
 

 په اسلامي قانون کي د ایوه عامه او مضبوطه قاعده ده، هغه څه چي په اسلام کي منصوصاً حرام وي، د هغو خرڅول او رانیول او ورڅخه ګټه اخيستل هم حرام دي. د همدغي ټولنیزي قاعدې په اساس د ساز او سرود ټول وسائل حرام دي؛ ځکه ساز او سرود د اسلام له روح سره د دوو علتونو پر اساس ټکر کوي:

 

 

لومړی: ساز او سرود اسلامي ټولنه د الله جل جلاله له ذکر او عبادت څخه غافله کوي.

 

 
دوهم: د اسلامي ټولني وګړي له هر ډول علمي، ثقافتي او اقتصادي پر مختګ څخه شا ته کوي.

 

 
د همدغو فاسدو علتونو په نظر کي نیولو سره الله جل جلاله د ساز او سرود  په هکله فرمایلي دي:

 

 
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ. (سورة لقمان ۶- آیت).

 

  ژباړه: او له خلکو څخه ځیني هغه څوک دي، چي له حق څخه اړوونکي او عبثي خبري د دې لپاره  رانيسي، چي په ناپوهۍ سره خلک د الله جل جلاله له لاري څخه واړوي او د الله تعالی ایاتونه په ټوکو او مسخرو سره ونیسي؛ دغو کسانو لره سپکوونکی عذاب دی.

 

  نبي عليه السلام د ساز او سرود د سامان آلاتو په هکله فرمایلي دي:

 

 

عن أبي أمامة، عن النبي صلی الله عليه وسلم قال: "لا يحل بيع المغنيات ولا شراؤهن، وأكل أثمانهن حرام، وفيهن أنزل الله عز وجل عَلَيّ:

 

 
{ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ } (تفسیر ابن کثیر ج۳ ص۴۴۲).

 

 
ژباړه : له ابو امامه څخه او هغه له نبي کریم عليه السلام څخه روایت کړی دی، چي فرمایلي يې دي: د ساز کوونکو، سندرو ویونکو او نڅاګرو ښځو خرڅول او رانیول روا نه دي او د دې لاري څخه د ګټل سوو پیسو خوړل حرام دي او په همدې اړه الله جل جلاله پورتنی ایت پر ما نازل کړی دی. 

 

  دغه راز په یو بل حدیث شريف کي راغلي دي:

 

 
عن ابي هريرة رضی الله عنه أن رسول الله صلی الله عليه وسلم نهی عن ثمن الکلب و کسب المزمار. تفسیر سراج المنیر( ج ۲ ص ۱۸۱ ).

 

 
ژباړه : له ابو هریره څخه روایت دی، چي رسول الله  د سپي له قیمت اخیستلو او د ساز او سرود له زده کولو او کسب په توګه له استعمال څخه ممانعت کړی دی.

 

 
په دې هکله نور هم ډېر احادیث راغلي دي؛ چي هغه ټول د مخکني آیت تفسیر واقع کېږي.
 

د ټولو خلاصه او مطلب دا دی، چي ساز او سرود او د هغه کسب کول او له دغي لاري څخه د پیسو ګټل حرام دي او د ساز او سرود ټول سامان آلات لکه ډول او سورنا جوړول او د هغوی خرڅول او رانیول حرام دي. نه یوازي دا چي د ساز او سرود د سامان جوړول، اخیستل او خرڅول  د فرد لپاره حرام دي، بلکي د حکومت لپاره هم د دغو شیانو ترویج حرام دی.

 

 
د اسلامي حکومت واکمنان دا وظيفه لري، چي د ساز او سرود ټول مرکزونه ونړوي او پر ځای يې د اسلامي امت د بچیانو لپاره د اسلامي، اخلاقي، تهذيبي او تمدني زده کړي مرکزونه جوړ کړي او هغه معاش چي ډمانو یا سندر غاړو ته ورکوي او یا يې رقاصو او نڅاګرو ښځو ته ورکوي، د ښووني او روزني استاذانو ته ورکړي. 

 

 
سازنده ګانو او ډمانو ته د هغوی د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره یو داسي متبادل شغل او دنده ور وسپاري، چي له یوې خوا د هغوی د ژوند ستونزي اواري کړي اوله بلي خوا هغوی د اسلامي امت د ګمراه کولو له ستري ګناه څخه خلاصون پیدا کړي؛ پر خپلو تېرو ګناهونو پښېمانه سي او هم د پتمن ژوند او اسلامي شخصیت خاوندان سي.

 

 
 هغه سوداګر، چي تر اوسه يې د ساز او سرود په سامان آلاتو خپله پانګه بنده کړې وي، د هغه پر ځای دي د داسي حلالو شیانو په راکړه ورکړه کي خپله سرمایه ولګوي، چي هم ټولني ته ګټور وي او هم دی د هغه په تجارت سره الله جل جلاله او اسلامي قانون ته مجرم او مسئول نه وي؛ ځکه چي د ساز او سرود د سامان آلاتو اخیستل او خرڅول په اسلامي ټولنه کي د فسق او فساد خپرول دي.
 
 
------------------------------------------
 
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته