لیکوال : نثار احمد صمد
دا صحیح ده چي ته په یو پاک ، ښایسته ، مشهور او ګران بیه روغتون کي زیږېدلی یې ، خو زه په یو غریب کور کي ؛ مګر دواړه ژوندي یو !
ته په ناز او نعمت لوی سوی یې ، خو زه په خوارۍ او دربدرۍ ؛ لاکن دواړه مخته ځو !
ته پر نرمه او پسته نالۍ (کوربچه) او بستره باندي څملې او بیدیږې ، خو زه پر بوریا او وچه مځکه څملم ؛ لاکن دواړه خپل خوب پوره کوو !
ته تر ټولو ښه شربت او جوس څښې ، خو زه یوازي غیر صحي اوبه څښم ؛ لاکن دواړه خپله تنده ماتوو !
ته سرې کړي غوښي او کبابونه خورې ، خو زه وچه ډوډۍ حتی سبوس خورم ؛ لاکن دواړه لوږه ماتوو !
ته بهترین وارداتي لباس یا دریشي اغوندې ، خو زه څیري او شوړېدلي کالي اغوندم هغه هم د بل خیرات ؛ لاکن دواړه خپل بدنونه پټوو !
ته په لوکس یا نوي ماډل موټر کي چکرونه وهې ، خو زه له مجبوریته د خلکو څخه په ډک بس کي ځم ؛ لاکن دواړه خپل منزل ته رسیږو !
ته ډول ډول کمپیوټرونه ، موبایلونه او ټلویزیونونه کاروې ، خو زه د زاړه او پخواني کمپیوټر څخه کار اخلم ؛ لاکن دواړه تحریرونه او عکسونه ګورو !
نو چي داسي ده ، ولي به پر خپل رب انتقاد کوم او ولي به ورته وایم چي ده له کومه کړې ده ؟ په حلاله یې ګټلې ده که په حرامه ؟ نو ولي به غم کوم ؟ ولي به بې صبري کوم ؟
زه ښه پوهیږم چي زما الله راسره مل دی . شکر یې ادا کوم ، خوښي ظاهروم او پر مخ ځم .
د همدې ایمان او یقین پر اساس رب العزت زما ستونزي حلوي او ما نازوي ، خیر دی چي زما او ستا د مځکي او آسمان فرق دی ، مګر دا فرق صرف ظاهري او مؤقتي دی .
که ته اوس ګټمن یې زه به وروسته ګټمن یم ! نو زما او ستا اصلي یا اساسي توپیر دا دی چي زما حساب کتاب به لږ وي خو ته به د ډیرو ( روا او ناروا ) حساب ورکوې !
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ، ناچاپه )