لیکنه: عبدالله
که د اسلام د ظهور زمانه مطالعه سي، نو په هغه وخت کي په عمومي ډول درې قسمه کفار موجود وو، چي يهود، نصارا او مشرکين وو. ددوی مذهبي مشرانو او واکمنو اسلام پر حق باله؛ خو د اسلام په منلو کي يې د خپلو شخصي منافعو ضررونه حسول؛ ځکه د هر قوم او اولس مشرانو او اشرافو د خپلو اولسونو ويني زبېښلې د هغو مادي او معنوي زېرمي يې خپل مشروع حق باله او هر راز استفاده يې ورڅخه کولای سوای، د قوم مذهبي او اجتماعي مشر ته هر څه روا وه خو د کښتي طبقې خلګو ته روا شیان هم نا روا وه.
اسلام دغه کار حرام باله، د کفري نړۍ مشرانو خپلي ګټي په خطر کي وبللې، نو د خپلو کړنو د توجيه لپاره اړ وه، چي د اسلام د تخريب لپاره پلمې ولټوي تر څو د دوی تر لاس لاندي کسان اسلام ونه مني او د دوی ګټي متضرري نسي، نو د اسلام تکذیب يې کاوه او دغه سلسله تر ننه پوري جاري ده.
نن هم د کفري نړۍ مشران کوښښونه کوي، چي د اسلام په وړاندي دسيسې جوړي کړي تر څو عوام يې، چي د خپلو شته امکاناتو سره- سره د خپل ژوند څخه ډېر په تنګ راغلي دي، -په هر شواروز کي په سلګونو ځانوژني يې پوره ښکارندويي کوي- چي حقيقت درک نکړي او په اسلام مشرف نسي؛ ځکه په هغه صورت کي بيا د دوی استعمار او استثمار ضرر ویني.
که حقيقت ته متوجه سو نو د دوی دغه شومه پاليسي د مسلمانانو په شمول د دوی ملتونو ته هم په ضرر ده او تل د دوی د مشرانو د شومو اهدافو قربانيان د دوی اولسونه دي؛ خو مشران يې هر وخت هڅه کوي، چي خپل اولسونه وغولوي او خپل اهداف عملي کړي. مسلمانان؛ ځکه د کفری نړۍ له مشرانو ګيله نکوي، چي د دښمن څخه د دوستۍ توقع لرل کم عقلي ده. مسلمانان دي د کفری نړۍ دسیسو ته ويښ واوسي او هڅه دی وکړي، چي د دوی د شومو اهدافو ښکار نسي.
کفري نړۍ د هر زمان او مکان لپاره بېلي دسيسې لري او دغه دسيسې يې د جمهوري رياست په سطحه جوړېږي او د عملي کولو لپاره يې مادي او بشري قوې اماده کېږي.
-----------------------------
سرچينه تعليم الاسلام ويب پاڼه