تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آسمان ته سرپورته کړه...
 
  February 24, 2016
  0

 

 آسمان ته سرپورته کړه او استغفار ووایه، الله تعالی په بلاکيف خندا سره عفوه کوي


رالېږونکی: محمد ذکریا

حضرت علي بن ربیعه رح وایي: زه حضرت علي رضي الله عنه خپل په ځان پسي شاته سپورکړم او د حره خواته یې بوتلم، بیايې آسمان ته سرپورته کړاو وې فرمایل: ای الله! زما ګناهونه معاف کړه، ځکه چي ستا څخه پرته بل څوک د ګناهونومعافوونکی نشته اوبیا زما خواته متوجه شو او مسکی شو.

ما وویل: ای امیرالمؤمنینه! اول تاله  د خپل رب جل جلاله څخه بخښنه و غوښتله او بیا زما خواته متوجه شوې او ودي خندل.

داڅه وجه ده؟

هغوی وفرمایل : رسول الله صلی الله عليه وسلم  یوه ورځ زه په خپل ځان پسي شاته سپور کړی وم او بیا يې د حره خواته بوتلی وم او بیا يې آسمان ته سر پورته کړی و، نوما ورته وويل: چي یا رسول الله ! اول تاله خپل رب څخه بخښنه وغوښتل او بيا زما خواته متوجه شوې او مسکی شوې، ددي څه وجه ده؟

نو وې فرمایل: زه ځکه مسکی شوم چي زما رب جل جلاله خپل بنده ته تعجب کوي او مسکی کیږي او وايي : دابنده خبرنه دی چي له ماڅخه پرته بل څوک ګناهونه نشي معافولای.
 
 
 [حیاة الصحابه۳/۳۵۰] پاشلي ملغلري. ص، ۲۷۸ اول ټوک
--------------------------------------------------------
 
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته