په حيوانانو کي ذِي نَاب مردار دي ، په مرغانو کي ذِي مِخْلَب مردار دي .
ذِي نَاب هغو درنده حيوانانو ته وايي کوم چي په داړو نور حيوانان څيري ، لکه زمرى ، پړانګ او ليوه .
ذِي مِخْلَب بيا هغو مرغانو ته وايي چي په منګولو نور مرغان او حيوانان څيري لکه باز او شاهين .
د درنده حيوانانو څخه پرته نور د ټولو حيوانانو غوښه حلاله ده ، البته کورني خره که څه هم درنده نه دي خو غوښه يې حرامه ده ، غاتره هم د کورني خره حکم لري او غوښه يې مرداره ده .
د آس غوښه د ابوحنيفه رحمه الله په آند مکروه ده البته د ابويوسف ، امام محمد او امام شافعي رحمه الله په آند د آس غوښه حلاله ده ، ځکه آس د ذي ناب يعني درنده حيوانانو څخه نه دى .
حشرات او خزندې ټولي مرداري دي ، ځکه د خبايثو د جملې څخه دي او د ژوندي حيوان د تن څخه پرې سوى اندام هم مردار دى .
زموږ د امامانو په آند د اوبو په حيوانانو کي يوازي ماهيان حلال دي ، په ماهيانو کي فرق نسته هر ډول او هر رنګ ماهى چي وي غوښه يې حلاله ده د نورو مذاهبو د امامانو په آند د ماهيانو څخه علاوه د اوبو ځيني نور حيوانان هم حلال دي .
ملخ هم حلال دي ، ماهيان او ملخان ذبح نه غواړي بلکي بېله حلالولو څخه خوړل کيږي .
که څوک اوښه ، غوا ، بزه يا ميږه حلاله کړي او په نس کي يې اولاد وي ، که اولاد يې ژوندى د نس څخه راوايستل سي هغه بايد حلال کړل سي ، که اولاد يې په نس کي مړ وو نو د هغه غوښه بيا نه خوړل کيږي .
د امام مالک رحمه الله او امام شافعي رحمه الله په آند د مور په حلالولو يې د نس مړ اولاد هم حلال ګڼل کيږي ، خو که اولاد يې ژوندى وو نو بيا يې بېله حلالولو څخه غوښه نه خوړل کيږي .
د ذبح آله
په هر تېره شي چي وينه بهيوي ذبح جواز لري ، د ډبري په تېره تيږه ، د نل په تېره ټوټه چي غاړه په پرې کېدلاى سي لا هم ذبح جايز ده .
په غاښو او نوکانو ذبح نه صحيح کيږي يعني که څوک د حيوان غاړه پخپلو غاښو وچيچي يا يې غاړه په خپلو منګولو پرې کړي پدې سره حيوان مرداريږي .
----------------------------
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
مخکنۍ ليکنه: