تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  March 28, 2016
  0

 د اسلام لنډه پېژندنه

لیکونکی: علي الله - متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اسلام پراخ دین دی، لوی اهداف لري، د کامل شکل خاوند دی او ژوندی تاریخ لري. دا دین ته قران غوندي لوی کتاب، حضرت محمد ﷺ غوندي محبوب پیغمبر رالیږل سوی دی او د تیرو څوارلس سوه کلنو را پدي خوا مخلصو پیروانو د الله ﷻ په مرسته ددې دین دفاع، خپراوی او ابلاغ کړی دی.
 
دا به ډیره جالبه وي چي موږ اسلام په یوه یا دوو کرښو کي در وپیژنو، حال داچي علماء کرامو د دین پر فرعي او کوچني مسائلو لسګونه ټوکه کتابونه لیکلي دي. نو ځکه به دا سخته وي چي دومره لوی نعمت په خپلو څو خبرو کي را لنډ کړو.
اسلام عربي کلیمه ده چي د تسلیمیدو په معنی ده، یعني په حقیقي ډول ځان و رب العزت ﷻ ته ځان تسلیمول، د الله ﷻ لخوا را استول سوي انیاوو باندي ایمان درلودل او د هغوی و پیغام ته لبیک ویل دي.
 
د الله ﷻ په وړاندي یوازینۍ دین اسلام دی او له کومه وخته چي بني ادم د ځمکي پر مخ ژوند شروع کړی له هغه راهیسي د اسلام دین ژوندی دی. اسلام د سعادت لار ده نو ځکه چاچي مخ ځني اړولی هغه تباه سوی دی.
 
قران کریم؛ هغه کتاب چي د هدایت څراغ، د تاریکیو رڼا، د اسرارو روښنایي، د حق خپرونکی، د باطلو غندونکی، د اقتصادي نظام بشپړ نصاب، د ساینس مخکښ څیړونکی، د عبرت د کیسو بیانونکی، د اخلاقو مجموعه، زموږ باور او د الله ﷻ مبارک، ریښتنی، تل پاتی، کامل، شامل، جامع او زموږ زړونو ته نږدي کلام دی، چي د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده او پر سردار عالم ﷺ باندي نازل سوی دی.
 
امین، ریښتنی، د ښه نسب څښتن، د نیکو اخلاقو رهنما، د تاریکیو سهار، د قران مبلیغ، د ټولني په درد خوږ، د کایناتو سردار او زموږ محبوب نبي حضرت محمد ﷺ د اسلام وروستی پیغمبر دی. د ژوندانه د کړو وړو، فصیحو ویناوو او اخلاقو څخه یې د مشکو بوی را ولاړیږي، د هري ورځي ستونزي په حل کیږي او ناپایه او نایابه مینه ځني زده کیږي.
 
کچیري مسلمانان د قران پیغام، ښوونه، اوامر او د حبیب الله رسول الله ﷺ وینا، ارشادات او د ژوندانه ټولي چاري په خپل ژوند کي جاري او عملي کړي نو لیري نه ده چي ور پیښي ټولي ستونزي به یي حل سوي وي او د یو کامیابه، بریمن، خوشحاله او مینه ناک ژوند خاوندان به وي. داچي نن پر موږ اقتصادي ستونزي، نړیواله بدمخي ډیموکراسي، تور سیاست، بد اخلاقي او هره ناخواله د باران په څیر را اوریدلي همدا علت دی چي موږ د اسلام له چارچوبه ور ها خوا د نورو په نظامو کي ژوند کوو. 
 
د خپلو خبرو په شروع کي مو وویل چي اسلام پراخ دین دی لکن دلته مو په څو ټکو کي ستاسي په وړاندي ځکه کښیښود چي په لنډ عبارت خو لوی مفهوم زموږ او زموږ د کوچنیو ماشومانو په ذهن کي په اسانۍ سره نقش سي. 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته