تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فیل په تحقیق کي اختلاف
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2016
  0

 ژباړه: نوید احمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
وايي: د یوه هیواد خلګو فیل تر اوسه نه وو لیدلی، نو ئې فیل د هندوستان څخه دغه هیواد ته راوړی او په یوه توره خونه کي ئې وتړی، چي په سترګو نه لیدل کېدی. خونه هم تاریکه وه، فیل هم تور رنګه وو او د لیدونکوهم ورباندي هجوم وو، خلګو چي په سترګو شی نه لیدی؛ نو هر یوه به په لاس فیل مسح کوی او قیاس به يې کاوه، چي دا فلانکی شی دی!
 
هر شخص ته چي به د فیل هره برخه په لاس ورغله، هغه به د خپل عقل څخه پر هغه دلیل او قیاس کاوه، د کوم شخص په لاس، چي د فیل غوږ ورغلی هغه ویل: دا خو یوه لویه پنکه را معلومیږي، د چا لاس چي د فیل پر شا وو، هغه ویل: دا خو د یوه تخت په ډول دی او د چا لاس، چي د فیل پر پښه وو، هغه ویل یا! تاسو خطاوتلي یاست دا خو د ستون په شان دی. د چا لاس، چي پر شونډک وو هغه ویل: دا زما د تحقیق له مخي… دی!
 
لنډه دا، چي ټول د عقل خاوندان په لوی اختلاف مبتلا سول.
 
مولانا رومي رحمه الله فرمايي، د دوی سره که چیري یوه شمع یعني رڼا وای؛ نو په دې رڼا سره به ټول ددې اختلاف څخه خوندي سوي وای.
(در کفِ هر کس اګر شمع بدی- اختلاف از ګفت شان بیرون شدی)
 
فایده: نن سبا د  ټولو انسانانو په منځ کي اختلاف دی، لکه: د الله تعالی د پاک ذات، د رسالت او د انساني ژوند د مقصد او د حشر او نشر په اړه د دهریانو او نورو کافرانو اختلاف. په دې تاریکه نړۍ کي، چي کوم څوک د الهي وحي د نور څخه ځان مستغني بولي او د دنیا او آخرت د سترو او  رنګینو اړیکو د پوهېدلو کوښښ کوي، د خالق او مخلوق د تعلقاتو او د حقوقو او حدودو تعین صرف په خپل عقل سره کوي، یا د غیر صاحب وحي په عقل سره استمداد کوي؛ نو ددې ټولو مثال دغسي دی، لکه: په پورته قصه کي چي ذکر سو چي یو لا هم حقیقت ته ونه رسېدی.
 
یو ړوند او نابینا که خپله پر لاره ځي او که د بل نابینا په توسط پر لاره ځي، په دواړو صورتونو کي به هلاک او محرومه وي. دا لارویان او رهبر د ړوندوالي په وجه که هر څومره اکثریت هم وي، د هغو مجموعه آخر نابینايي وي؛ نو د شیانو د حقایقو لپاره د صحیح تحقیق لپاره یوازي عقل کافي نه دی، رڼا ته هم ضرورت سته؛ ځکه په پورته قصه کي ټول عاقلان وه، صرف روښنايي نه وه. 
 
نو مسلمانانو ته پکار ده، چي په اخروي امورو او د انساني ژوند د مقصد په ټاکلو کي هیڅکله د " ساینس پوهانو او فیلسوفانو" تقلید ونه کړي ځکه د هغوی سره رڼا (وحي) نسته! که نه د خپل ځان په شان به د کارخانې ماشین در څخه جوړ کړي؛ یعني تاسو ته به هم دا درس درکوي، چي د ژوند هدف د خوراک، څښاک او اخراج پرته  بل څه نه دی. رڼا صرف الهي وحي ده، چي صرف د سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره حاصلیږي، رڼا هم هغه د (۱۴۰۰) کالو مخکي رڼا ده چي د غار حرا څخه راوتلې ده.
(معارف مثنوی، شرح مثنوی)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته