تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج د جنایاتو پېژندنه
 
  September 1, 2016
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حاجي او عمره کونکی که د احرام د بندیزونو څخه یو بندیز مات کړي یا د واجباتو څخه یو واجب پرېږدي او یا داسي یو عمل وکړي چي حج او عمره يې په فاسدیږي دا ټول جنایات بلل کیږي .


محرم که قصدا بېله عذره یو جنایت وکړي پدې سره هم ګناه کاره کیږي او هم يې جزاء یعني کفاره پر لازمیږي .

 محرم که په خطاء ، هیره یا په بیدو کي یو جنایت وکړي نو بیا یوازي جزاء پر لازمیږي البته په اخرت کي يې سزا نه ورکول کیږي .

دغه ډول محرم که د عذر لکبله د احرام بندیز مات کړي نو یوازي کفاره پر لازمیږي ګناه نه پر راځي .

په لنډ ډول داسي ویلای سوچي د جنایت لکبله په هر حالت کي جزاء یعني کفاره لازمیږي ، په کفاره کي قصدا او خطاء ، یاد او هیره ، پوه او ناپوه ، ویښ او بیده ، خوښي او زور ، معذور او بې عذره ټول برابر دي البته د آخرت سزا یعني ګناه پر ځینو راځي او پر ځینو بیا نه راځي لکه وړاندي چي وښودل سوه .

معذور
که څوک د عذر لکبله دا ډول جامې واغوندي چي په احرام کي يې نسي اغوستلای په دې جمله کي د عذر لکبله د مخ او سر پټول هم راځي ، یا د عذر لکبله سر وخريي پدې جمله کي د بدن د بل ځای د ورېښتانو خریل هم راځي ، یا د عذر لکبله نوکان غچي کړي نو کفاره پر لازمیږي ، معذور د درو شیانو په کولو کي اختیار لري : قرباني کول یا درې ورځي روژه نیول یا صدقه ورکول .

پر معذور چي صدقه لازمیږي د هغه مقدار درې پېماني غنم  یا شپږ پېماني وربشي یا خرما ده ، یعني د شپږو نفرو د سرسایې په اندازه صدقه پر لازمیږي ، په صدقه کي ددغو شیانو قیمت هم ورکول کېدلای سي .

که څوک ملخ ووژني ، یا یوه دوې یا درې شپوږي ووژني یا یو څو ورېښتان وشکوي یا يې وخریي ، یا د لږ ګړي د پاره ممنوعه جامې واغوندي دلته هم صدقه پرلازمیږي البته ددغي صدقې مقدار تر پیماني لا هم کم دی ، لږ خواړه یا بل شى چي خیرات کړي هم کفایت کوي ، یوه دانه خرما تر یوه ملخ لا هم غوره ده .

د صدقې مقدار
د پورتنيو دوو صورتونو څخه پرته   د بل هر جنایت لکبله چي صدقه لازمیږي د هغي صدقې مقدار نیمه پېمانه غنم یا یوه پېمانه وربشي یا خرما یا بل ډول خوراکه ده ، د یوې پېمانې وزن د درو کېلو او شپږو سوو ګرامو سره برابر دی.  

ددې وروسته چي مونږ هر ځای د یو جنایت په هکله ووایو چي صدقه لازمیږي د هغه صدقې اندازه د سرسایې په اندازه خیرات کول دي .              

د صدقې د پاره دا ضروري ده چي د یوه نفر د سرسایې تر اندازه به یوه مسکین ته کم نه ورکول کیږي که څوک نیمه پیمانه غنم و دوو مسکیانو ته ورکړي نو کومه صدقه چي پر لازمه سوې ده  د هغه څخه يې غاړي نه په خلاصیږي .

همدا ډول که تر یوې پېماني زيات یوه مسکین ته ورکړي هغه زائد يې نفلي شمېرل کیږي ،او بل داچي صدقه و مسکینانو ته ورکول کیږي . 

د دم پېژندنه

د دم څخه مراد قرباني ده ، د کوم جنایت لکبله چي دم لازمیږي د هغه څخه مراد پسه یا بزه یا د غوايي یا اوښ اوومه برخه قرباني کول دي ، په قرباني کي نر یا ماده هر یو صحیح کیږي ، البته دا قرباني به د حرم په حدودو کي دننه کیږي ، په حرم کي چي کومي قربانی کیږي هغه ته الهَدی وايي جمع يې هدایا ده ، هدي به کټ مټ هغه ډول حیوان وي کوم چي په اضحیه یعني د لوی اختر په قرباني کی صحیح کیږي .

هدایاوي دوه ډوله دي یو هغه هدایاوي دي چي په خپله خوښه يې څوک کوي او یا د شکر لکبله پر واجب سوې وي لکه د تمتع او قران قرباني دغه ډول هدایاوي د اضحیې په ډول دي یعني خپله قرباني کونکی يې هم ځني خوړلای سي او هم يې بډايانو ته ځني ورکولاى سي.

بل ډول يې هغه هدایاوي دي چي د جنایت یا نذر ایښولو لکبله پر یو چا لازمیږي نود هغه قربانى څخه بیا خپله قرباني کونکی او هم غني او بډاى خوراک نسي کولای .

جنایات

د میقات څخه بېله احرام تېرېدل

آفاقي که مکي حرم ته تلی نو تر میقات ځای به هغي خوا ته بېله د حج یا د عمرې د احرام څخه نه ورتیږي ، که تر میقات بېله احرامه تېر سي نودم پر لازمیږي  البته که بېرته خپل میقات یا بل میقات ته ولاړ سي او هلته احرام وتړي نو دم ځني ساقطیږي.

دغه ډول که د میقات څخه بېله احرامه تېر سي او تر میقات هغي خوا ته دننه احرام وتړي او بیا بېرته میقات ته راشي اود احرام د نوي کولو په نیت تلبیه ووايی نو دم ساقطیږي .

د حِل نفر که د حج یا عمرې احرام په حِل کي و نه تړى ، بېله احرامه حرم ته ولاړی که بېرته حِل ته راووتی په حِل کي يې احرام وتاړه دم ور څخه ساقطیږي ، او که په حرم کې احرام وتاړه او بیا حِل ته ووتی هلته يې احرام نوی کړی یعني د هغه مخکنى عمرې یا حج په نیت يې تلبیه  وویل بیا هم دم  ورڅخه ساقطیږي 


د کالیو اغوستل
د احرام یو بندیز دا وو چي نارینه به ګنډلي جامې لکه قمیص، پرتوګ، صدرۍ او داسي نور نه اغوندي او نه به سر او مخ پټوي که څوک پوره یوه ورځ یا پوره یوه شپه کالي واغوندي نو پر هغه باندي دم لازمیږي.

 د یادوني وړ ده چي دلته د شپې یا د ورځي په اندازه وخت یعني په معتدلو ورځو کي دولس ساعتونه معتبر دی.

که څوک تر یوې ورځي کمه مده کالي واغوندي یا تر یوې شپې څخه د لږ مدې لپاره کالي واغوندي پر هغه باندي صدقه لازمیږي یعني د سرسايې په اندازه غنم ، وربشي خرما او یا به يې قیمت خیراتوي یو نجومي ساعت لا هم په پورتني حکم کي راځي 

که څوک تر یوه ساعت کم یعني د لږ ګړي د پاره ګنډلي جامې واغوندي نو بیا به یو څه اندازه لکه یو مټ غنم یا یوه لپه وربشي خیراتوي .

د مخ او سر پټول

نارینه به په احرام کي مخ او سر هم نه پټ کوي او د ښځي احرام په مخ کي دی یعني ښځه به مخ نه پټوي ، د سر او مخ د پټولو حکم هم په پورتني ډول دی که نارینه ټوله سر یا مخ یا د سر یا مخ څلورمه برخه پوره یوه  ورځ پټ کړي دم پر لازمیږي او که تر ورځي کم وي بیا تر یوه نجومي ساعت لا هم که مخ او سر پټ کړي صدقه پر لازمیږي .

البته ابویوسف رحمه الله د مخ او سر په پټولو کي زیاتي بر خي ته اعتبار ورکوي یعني وایي که د مخ یا سر د نیمي برخي څخه لږ برخه پټه سي نو دده په آند جزاء نه پر لازمیږي .

دغه ډول د ښځي د مخ پټولو حکم هم دی او که ښځه یا نارینه مخ یا سر تر یوه نجومي ساعت څخه لا هم د لږ مدې لپاره پټ کړي نو بیا به معمولي شى خیراتوي .

د موزو په پښو کول
نارینه که د احرام په حالت کي موزې په پښو کړي حکم يې د جامو په شان دی يعني که د یوې ورځي یا د یوې شپې د مدې په اندازه يې په پښو کړي دم پر لازمیږي او که تر یوې ورځي یا تر یوې شپې يې کمه مده په پښو کړي صدقه پر لازمیږي او که تر یوه ساعت يې لا هم لږ مده په پښو کړي نو بیا به یو لږ اندازه خیرات ورکوي .

یوه مسئله چي د یادوني وړ ده هغه دا ده چي نن عصر د لیري وطنو څخه لا هم یو څوک کولای سي چي په څلورو او پنځو ساعتونو کي عمره اداء کړي نودغه ډول نفر که د احرام د پیل څخه بیا تر حلالیدو تر مهاله جامې اغوستي وي نو ایا دم پر لازمیږي؟ او که صدقه پر لازمیږي ؟

دلته که وخت ته وکتل سي نو تر یوې ورځي کمه مده راځي خو بل طرف ته چي وکتل سي د احرام د پیل څخه بیا تر حلالېدو تر مهاله يې د احرام بندیز پکښي مات سوی دی ، دا مسئله د ځینو ائمه وو څخه په متردد ډول رانقل سوې ده ځني وايي صدقه پر لازمیږي او ځني بیا وايی چي دم پر لازمیږي ځکه دلته که څه هم پوره ورځ نه ده تېره سوې خو د احرام د بندیز څخه د احرام په ټوله مده کي په بشپړ ډول ګټه اخیستل سوې ده نو ځکه  دم پر لا زمېږي.

عطر وهل
پر محرم باندي طِیب یعني عطر پر بدن یا جامو وهل که نر وي او که ښځه وي منع دي ، طیب هر هغه سي ته وايي چي ښه بوی ولري او د خوشبويي لپاره استعمالیږي ، نوکرزي هم د خوشبویو په جمله کي شمېرل کیږي ، البته که یو ځای خوشبویه وي او محرم هلته ورشي بوی يې پر بدن او جامو پرېوت  دا بیا کومه پروا نه کوي همدا ډول که محرم میوه یا بل خوشبويه شى یا عطر بوی کړي هم کوم شى نه پر لازم کیږي خو قصدا بویول يې کراهیت ورته لري ، محرم چي د عطرو او خوشبویو څخه منع دی د هغه دا معنا ده چي بر بدن او جامو به يې نه وهي .

که محرم ډېر عطر پر بدن یا جامو ووهي نودم پر لازمیږي او که لږ عطر په ځان ووهي نو صدقه پر لازمیږي خو داچي څونه اندازه لږ بلل کیږي او څونه اندازه ډېر بلل کیږي پدې اړوند د مشایخو بېل، بېل نظرونه دي ځني وايي که د بدن یو لوی اندام لکه سر ، مخ یا پنډۍ په بشپړ ډول په خوشبویو ووهي دا ډېر بلل کیږي نودم پر لازمیږي او که تر دې کم وي بیا لږ بلل کیږي صدقه پر لازمیږي ، خو ځیني بیا د همدا ډول اندامونو څلورمه برخه په عطرو وهل ډېر ګڼي نو دم پر لازموي او تر څلورمي څخه يې لږ برخه لږ ګڼي صدقه پر لازموي ، فقیه ابوجعفر الهندوانيW بیا و خوشبويي ته اعتبار ورکوي که دوني عطر او خوشبويي ووهي چي د خلکو په آند ډېره بلل کیږي نو پر هغه دم لازمیږي او که دونه عطر پر ځان ووهي چي خلک يې لږ ګڼي نو بیا وايي چي صدقه پر لازمیږي ، همدا وینا د نن زماني د عطرونو سره مناسبه ښکاري ځکه د نن زمانې عطرونه د څاڅکو په حساب پر بدن او جامو وهل کیږي او دا څو څاڅکي په ورځو ورځو او تر لیري واټن پوري ښه بوی خپروي .

رانجه استعمالول
محرم که د ضرورت لکبله په سترګو رانجه ووهي نوکومه پروا نه لري البته بېله ضرورت څخه سترګي تورول د زینت او ښکلا لکبله کراهیت لري .
البته په خوشبویه او معطرو رانجو سترګي تورول د محرم لپاره منع دي نو ځکه که محرم په خوشبویه رانجو یو یا دوه ځلي سترګي توري کړي صدقه پر لازمیږي او که ډېر ځلي په خوشبویه رانجو سترګي توري کړي نو بیا دم پر لازمیږي.

د خطمي او صابون استعمالول
خطمي یو ډول نبات دی چي سر او ږیره په پرېولل کیږي ، د ځینو منطقو خطمي په ځان کي ښه بوی هم لري ، که څوک سر او ږیره په خطمي پریولي نو د امام ابوحنیفة رحمه الله په آند پر هغه دم لازمیږي ځکه امام ابوحنیفة رحمه الله خطمي د خوشبویو په جمله کي شمېري ،

ابویوسف او محمد رحمهما الله بياخطمي په خوشبویو کي نه شمېري نو ځکه هغوی  وايي که محرم په خطمي سر او ږیره پریولي نو پر هغه باندي صدقه لازمیږي هغه هم ددې کبله چي خطمي شپوږي وژني ورښته نرموي .

اشنان هم یو ډول نبات دی، د صابون په شان کالي او بدن په پریولل کیږي که محرم سر او لاسونه په دا ډول اُشنان پریولي چي د هغه سره خوشبويي ګډه سوې وي نو دلته کتل کیږي که چا دی ولیدی او داسي خیال يې پر وکړ چي ده عطر او خوشبويي په ځان وهلې ده نو دم پر لازم کیږي ځکه د خوشبويي د غلبې لکبله د طیب حکم پیدا کوي ، که د چا د خوشبويي وهلو ګومان نه پر کېده بلکي اشنان يې بلل نو بیا صدقه پر لازمیږي .

په نن عصر کي د سر او ږیري لپاره شامپو استعمالیږي نو کومي شامپوګاني چي خوشبويي نه لري هغه پر ساده صابون او سدر باندي قیاسولای سو او کومي شامپوګاني چي خوشبويي په ځان کي لري هغه پر خطمي قیاسولای سو او همدا راز خوشبویه صابون پر هغه اُشنان قیاس کولای سو چي خوشبويی ورسره ګډه سوې وي ، د اشنان سره چي خوشبويی ګډه سوې وي حکم يې دا وو که چا د عطرو ګومان پر کاوه نو دم پر لازم کیږي او که چا د عطرو او خوشبويي د وهلو ګومان نه پر کاوه نو صدقه پر لازمیږي . 

د احرام په حالت کي داسي شئ استعمالول چي هغه د بدن خیره له منځه وړي فقهاء يې جایز ګڼي البته چي خوشبویه نه وي نو ځکه که څوک په صابون ، سدر ، حرض یعني اشنان او یا بل دا ډول سي سر پریولي چي خوشبويي په ځان کي و نه لري او هم طیب یعني خوشبويي ورسره ګډه سوې نه وي نو هیڅ شى نه پر لازمیږي .

شوافع او حنابله د خشبویه صابون استعمال لا هم جائز ګڼي ځکه وايی د خوشبویه صابون په استعمالولو کي تطیب یعني خوشبویي مقصود نه ده بلکي اصلي مقصد د نظافت حاصلول دي.  

سر خریل
محرم د احرام لکبله د سر، ږیري او د بدن د نورو ځایونو د ورېښتانو د خریلو یا کوچني کولو څخه هم منع دی .
 
محرم که ټوله سر یا د سر څلورمه برخه وخریي یا يې ورېښتان کوچني کړي دم پر لازمیږي او که د څلورمي برخي څخه کم وي نو بیا صدقه پر لازمیږي ،  د ږیري هم همدا ډول حکم دی که ټوله ږیره یا يې څلورمه برخه وخري نو دم پر لازمیږي او که تر څلورمي برخي څخه کمه وي نو بیا صدقه پر لازمیږي .

محرم که ټول بریتونه وخريي یا يي کوچني کړي او یا يې څه برخه کوچني کړي نو صدقه پر لازمیږي .

محرم که یو یا دواړه بغلونه وخريي نودم پر لازمیږي او که تر یو بغل لا هم لږ برخه يې وخريي نو صدقه پر لازمیږي .

ښځه که د ټول سر یا د سر د څلورمي برخي څخه د ګوتي د بند په اندازه 

ورېښتان کوچني کړي نودم پر لازمیږي او که تر دې کم وي بیا صدقه پر لازمیږي.

د محرم د سر یا د بدن د بل هر ځای ورېښتان که په خپله ورژیږي نو هیڅ شى يې لکبله نه لازمیږي او که په ګرولو او لاس مښلو يې دوه درې ورېښتان ورژیدل بیا به د هر ورېښته لپاره یوه ګوله ډوډۍ یا یوه دانه خرما صدقه کوي .

د بل سر خریل
حاجيان چي څه مهال د لوى څلي د ويشتلو او قربانۍ څخه فارغه سي يعني د سر خريلو وخت يې راورسيږي دوى کولاى سي چي يو د بل سر وخريي ځکه په دا مهال کي سر خريل جنايت نه دى .

خو که محرم د سر خريلو د وخت څخه مخته د بل محرم سر وخریي پر حالق یعني سر خرونکي محرم باندي صدقه لازمیږي او کوم محرم چي د سر خريلو د وخت څخه مخته يې سر خریل سوی دی پر هغه باندي دم لازمیږي .

که محرم د حلال سر وخريي نو بیا به محرم لږ څه شئ لکه یو څو خرماوي خیراتوي .

نوکان غچي کول
که محرم د لاسو او پښو نوکان یوځايي غچي کړي او یا د یوه لاس یا د یوې پښې نوکان غچي کړي نودم پر لازمېږي .
 
که محرم د یوه لاس نوکان یو ځای غچي کړي ، د بل لاس نوکان بل ځای غچي کړي ، د یوې پښې نوکان بیا بل ځای غچي کړي د بلي پښې نوکان بیا بل ځای غچي کړي څلور دمونه پر لازمیږي.

او که محرم تر پنځو نوکانو څخه کم نوکان غچي کړي نو د هر نوک لکبله صدقه پر لازمیږي یعني که یو نوک غچي کړي د سرسايې په اندازه صدقه به ورکوي او که درې نوکان غچي کړي نو د درو سرسایو په اندازه صدقه به ورکوي .

پاملرنه : ددې وړاندي چي د کالیو د اغوستلو ، د عطرو د وهلو ، د سر خریلو او د نوکانو د غچي کولو لکبله دم لازم کېده دا په هغه صورت کي چي بېله عذره دا ډول وکړي خو که د عذر لکبله د دغو کارونو څخه یو کار  وکړي مثلا د تبي  ، سختي ګرمۍ یا یخنۍ څخه یا د سر د درد او نورو ناروغیو او ضرورتونو لکبله د مخکنیو بندیزونو څخه یو بندیز مات کړي نو بیا د درو شیانو په کولو کي محرم اختیار لري هغه داچي د معذور خوښه ده دم حلالوي او یا درې ورځي روژه نیسي او یا شپږو مسکینانو ته هر مسکین ته نیمه نیمه صاع غنم ورکوي .

که محرم د عذر لکبله دا ډول کار وکړي چي لکبله يې صدقه لازمیږي نوهلته بیا معذور اختیار لري چي نیمه پېمانه صدقه ورکوي او که يې پر ځای یوه روژه نیسي. 

که محرم د بل محرم یا حلال سر یا مخ ور پټ کړي یا کالي په واغوندي یا عطر په ووهي نوپر فاعل یعني کونکي يې شئ نه لازمیږي البته مفعول کوم کس چي کالي په اغوستل سوي دي که محرم وي نو پر هغه جزا راځي .

جماع کول
د احرام په حالت کي جماع کول د احرام تر ټولو د غټو جنایتونو څخه ده ، عمره کونکی که د عمرې د طواف څخه مخته جماع وکړي عمره يې فاسدېږي البته طواف او سعي به کوي ترڅو د احرام څخه ځان حلال کړي خود عمري قضابه راوړي .

حاجي که د عرفات د درېدو څخه مخته جماع وکړي نوحج يې فاسدېږي ، هم پسه پر لازمیږي او هم به بل کال د حج قضا راګرځوي ، البته د حج پاته مناسک به ور پسي اداء کوي ترڅو د حج د احرام څخه ځان په حلال کړي ، د پاته مناسکو په اداء کولو کي به د هر هغه څه څخه ځان ساتي چي صحیح حج کونکی ځان ځني ساتي .

که قارن د عمرې د طواف څخه د مخه جماع وکړي نوحج او عمره يې دواړه فاسد سول ، د عمرې او د حج مناسک به ورپسي اداء کوي خو د حج او عمرې قضاء او هم دوه پسونه پر لازمیږي .

قارن که د عمرې د اداینی څخه وروسته جماع وکړي نو بیا يې یوازي حج فاسد سو د حج قضاء به راګرځوي او هم به دوه پسونه حلالوي .
 
حاجي که د عرفات د درېدلو څخه وروسته دمخه تر طواف زیارت او سرخریلو جماع وکړي نوحج يې  صحیح دی ( حج يې نه فاسد یږي) خو بدنة یعني اوښ پر لازمیږي .

او که تر طواف زیارت څخه وروسته البته د سرترخریلو مخکي جماع وکړي نو بیا پسه پر لازمیږي .

د جماع پارونکي
محرم که جماع ته پارونکی عمل وکړي د بېلګي په ډول خپله ښځه په شهوت مچ کړي یا په شهوت لاس پر تېر کړي نوحج يې نه په فاسدیږي البته دم پر   لازمیږي . 

ښکار کول
محرم د ځمکني  ښکار   یعني وحشي مرغانو او حیوانانو د ښکار څخه منع دی  نه يې پخپله ښکار کولای سي ، او نه يې په ښکار کولو کي د بل چا سره مرسته یا لارښوونه ورته کولای سي .

صید یا ښکار وهر هغه مرغه ياحیوان ته وايي چي په طبیعت او خټه کي انسانانو ته تن نه ورکوي بلکي ځني تښتي دا ډول حیوانان او مرغان که څه هم اموخته شوي وي بیا هم د ښکار حکم لري.

کوم حیوانان چي د صید یعني ښکار په جمله کي راځي د هغو ښکار کول یا يې حلالول په مکي حرم کي د محرم او حلال دواړو د پاره منع دي . 
 
د ښکار حیوان یا مرغه چي غوښه يې خوړل کیږي که څوک په حرم کي حلال کړي  غوښه يې مرداریږي یعني د غوښو خوړل يې حرام ګرځي .
 
دغه ډول د ښکار حیوان یا مرغه چي غوښه يې خوړل کیږي که محرم په حرم یا د حرم څخه دباندي بل هر ځای حلال کړي هم مردار یږي یعني د غوښو خوړل ئي حرامیږي.

 ماهیان که څه هم د صید په جمله کي دي خو دا چي هغه بحري دي نو ځکه محرم ماهیان نیولای سي .

کورني حیوانان او مرغان چي په خټه کي د انسانانو سره اموخت لري لکه پسونه ، بزې ، غوايي ، اوښان ، چرګان او کورنۍ هیلۍ دا په ښکار کي نه راځي ، دا ډول حیوانان محرم د احرام په حالت کي حلالولای سي او همدا ډول په حرم کي هم ددغو حیوانانو او مرغانو حلالول و محرم او حلال دواړو ته جایز دي .

محرم که د ښکار حیوان یا مرغه ووژني د هغه چي تر وژني څخه مخته څونه ارزښت او قیمت وو پر وژونکي باندي يې هغونه ضمان او تاوان راځي ،
دغه ډول محرم که  د ښکار حیوان یا مرغه زخمي کړي نو د زخم لکبله چي يې په ارزښت کي څوني کمي راځي هغوني ضمان او تاوان يې پر محرم راځي . 

داچي د ښکار د مسئلې سره خلک ډېر نه مخ کیږي نو ځکه دا موضوع نوره نه اوږدو .

شپوږه او ملخ
 
ملخ هم د ځمکني ښکار په جمله کي راځي خو د یوه ملخ د وژني په کفاره کي یوه خرما لا هم ډېر شئ دی .

که محرم شپږه ووژني یا يې لمر ته وغورځوي نو یوه ټوټه ډوډۍ دي صدقه کړي که دوې شپوږي ووژني نو یو مټ قدر خوراکي توکي دي صدقه کړي او که د درو څخه زیاتي شپوږي ووژني نو بیا چي شمېر يې هر څونه وي نو نیمه صاع یعني پېمانه غنم دي صدقه کړي .

پنځه شیان
د مار ، لړم ، کارګه ، ګیږکي ، مونږک او لیوني سپي وژل هم په حرم کي جائز دي او هم يې و محرم ته وژل جائز دي ، همدا راز که د ښکار حیوان او درنده په حرم کي پر حلال یا محرم حمله کول یا د حرم څخه دباندي يې پر محرم باندي حمله کول نو وژل يې جائز دي او د وژلو لکبله يې ضمان او تاوان پر وژونکي نه راځي .

ماخذ: د حج ښه ملګری 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته