تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رشوت یا بډي: پيژندنه او حکم
 
  September 26, 2016
  0
رشوت د اسلام له نظره
 
لیکنه: محمد حنیف فضلي / په مختصر ډول
 
 لکه چې پوهېږو يو د لويو بلا ګانو څخه چې له پخوا راهيسي  بشري ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده او زيات دوام لري د رشوت خوړلو موضوع ده چې د اجتماعي عدالت د پلي کېدو يو لوی خنډ ده او دا ددې سبب کېږي چې قوانين ددې په ځاى چې د کمزورو پړيو ګټې وساتې د ظالمانوپه نفع چې هغه يې  بايد محدود کړې واى کارول کېږي ځکه زور واکان او قوي خلک کولاى شې چې په خپل زور سره خپلې ګټې خوندي کړي  دا کمزورې خلک دي چې د هغوئ ګټې او حقوق بايد د قانون د تطبيق په واسطه وساتل شي . 

 ښکاره خبره ده که چېري  د رشوت دروازې خلاسې شې نو صحیح قوانين به معکوسي نتېجې ورکوي ځکه داسې خلک شته چي قوي دي او د رشوت ورکولو توان لري نو په نتېجه کې همدا رشوت د زور واکانو په لاس کې د ظلم او تېري د دوام او کمزورو په حقوقو د تېري يوه نوې وسيله وي . 

 نو همدا دليل دى چې په کومه ټولنه کې رشوت نفوذ وکړي د هغې ټولنې ښېرازي د منځه ځي او د هغوئ په ټولو حقوقي ، سياسي او ټولنيزو سازمانونو کې ظلم ، فساد ، تبعیض او بې عدالتې نفوذ کوي او د قانوني عدالت څخه به يواځې نوم پاتې وي.

نو څرنګه چې د رشوت لفظ يو پراخ لفظ ده او په زياتو شيانو دلالت کوي نو ښه به دا وي چې موږ لومړى رشوت وپيژنو او وروسته د هغه په نورو مواردو باندې لکه د هغه حکم ، متشکله عناصرو او داسي نورو بحث وکړو .

 د رشوت پيژندنه 
 
 د هغه ځايه  چې د رشوت په لفظ کې د پراخوالې له نظره اختلاف موجود  ده نو ضروري ده چې ددې کلمې معنى په لغوي او اصطلاحي ډول ښکاره شي .

 الف: د رشوت لغوي تعريف:
 
رشوت يو ه عربي کلمه ده چې د ( رشو) څخه اخستل شوې چې د (را) په فتح ، کسره او ضمه باندي تلفظ شوى چې د هغه جمع د (را) ضمه او کسره سره (رش ) يا ( ريش ) ده چې د مزد او پاري  په معنى ده. (۱)

 يا د رشوت د کلمې لغوي معنى  کود ( سره) او خاشاک ده . او خپله رشوت د ( رشو ) مصدر ده او د هغه شى په معنى ده چې د حق د ضايع کولو او د باطل د حق کولو لپاره يو چا ته ورکول کېږي  همدارنګه د رشوت څخه ګڼ شمېر تعريفونه شوي دي چې ټول تقريباً په کم او زيات توپير په يوه معنى دي  لکه ( رشوت عبارت د هغه شي څخه ده چې د يو ناحقه کار د جوړولو لپاره يو چاته ورکول کېږي ).

  يا ( رشوه) د (جُعل ) په معنى ده او هغه شي ته وايې چې د کار جوړوني لپاره ورکول کېږي او همدارنګه د اجوري په معنى ده يا ويلاى شو چې دا لفظ د (رشاء ) څخه اخستل شوي او (رشاء) د  (رسن) يعنى هغه پړي په معنى ده چې په هغه پوري بوکه تړي او د کوهي څخه دباندي اوبو راباسې . يا رشوه د ناحقه قضاوت لپاره د مال ور کول دي. (۲)

ب:-  د رشوت اصطلاحي تعريف:

طرحي د رشوت د تعريف په اړه وايې:
 
(الرشوة بالکسر ما یعطیه الشخص الحاکم و غیره لیحکم له او یحمله علی ما یرید وقیل ما تستعمل الا فیما یتوصل به الی ابطال حق وغشیه باطل).

يعنى د ( را) په کسره باندي رشوت هغه شى ده چې يو څوک يې حاکم يا يو بل چاته ددې لپاره ورکوي تر څو دده په نفع حکم وکړي يا دا چې کوم شى دى غواړي هغه يې اجرا کړي . 

رشوه کم استعمالېږي مګر په هغه حالاتو کې چې د هغه په واسطه حق باطل شي او باطل په جريان کې ولوېږې .

که وګورو په دې تعريف کې لاندي څلوور ټکي د بحث وړ دي:

١ -  د (ما) يعنى ( هغه شى) کلمه چې ده (الرشوه ) لپاره خبر ده عامه ده او د مالونو څخه علاوه نورو غيرمالي برخو ته هم شاملېږي يعنى د خلکو ويناوې او انساني کړنې هم په بر کې نېسې مثلاً که يو څوک بل چا ته  ډير لوړ سلام وکړي او يا ور سره په ډيره تواضع باندي رفتار وکړي يا د هغه شاته پاته شوي کارونه تر سره کړي  يا په معامله کې د هغه څخه کمې پيسې واخلي او هغه ته په امتيازاتو قايل شې ترڅو د هغه په نفع حکم وکړي دا ټول په رشوت کې داخلېږي.

اما که د (يعطيه ) کلمې ته وګورو ددې کلمې څخه داسې ښکاري چې د رشوت موضوع بايد هغه شى وي چې د سپارلو وړ وي او دا کلمه يو داسې قرينه ده چې د (ما) عامه معنى ورباندي محدوده شوه . او بل دا چې هغه څه چې د (ما) د لفظ څخه په ذهن کې را پيداکېږي هغه مالونه دي . او پرته د مالونو بل شى پکې ندي داخل. 

٢ – دا تعريف برسېره پردې چې حکم او قضاوت ته شامل ده د حکم او قضاوت نه پرته نورو مواردو ته هم شاملېږي ، مثلاً يو سړى وغواړي چې کار يې په اداره کې ژر تر سره شي يا خپل بندي د قانوني وخت څخه پرته په غير قانوني وخت کې وګوري او يا د هغه د زوى د زېږېدنې نېټه بدله کړي نو که ددې کارونو د اجرا کولو لپاره څه شى ورکړي نو دا په رشوت باندې صدق کوي ځکه چې په دې تعريف کې  د (الحاکم) څخه علاوه چې د قاضي د حکم بيانګر دى د (وغيره ) عبارت هم شته چې  ياد شوى ټکي له هغه څخه راوتلي دي .

٣ -  دريم ټکى چې له دې تعريف څخه معلومېږي هغه دا دى چې رشوت په هغه حالت کې صدق کوي چې يو شى ورکړي ترڅو قاضي د هغه په ګټه حکم وکړي يا د هغه په ګټه بل کار ترسره کړي ځکه چې د ((له)) او ((يحمله على ما يريد)) له قيد څخه هم څرګندېږي . ولې که په مطلق ډول  يو شى ورکړى او دا معلوم نه کړي چې دده په ګټه حکم وکړي او يا دده په ګټه بل کار ترسره کړي نو په دې باندې رشوت صدق نه کوي ځکه هغه  ((لام )) چې د (( يحکم)) نه مخکې راغلى دی د علت ((لام )) ده او د رشوت د ورکړي د علت ښکارندوى ده .

٤ -  څلو رم ټکى چې له دې تعريف څخه معلومېږي هغه دا دى چې په دې تعريف کې دې ته اشاره نه ده شوې چې حکم به د حق لپاره غوښتل شوى وي يا د باطل لپاره غوښتل شوى وي يعنې که په حق باندې حکم کوي يا په ناحقه ولې ددې حکم لپاره يو څه قاضي ته ورکړي رشوت ګڼل کېږي يعنې که يو سړى د خپل حق د لاسته راوړلو لپاره قاضي ته څه شى ورکړي هم رشوت ګڼل کېږي . 

اما که هغې جملې ته وګورو چې د تعريف په وروستيو کې راغلې داسې معلومېږي چې رشوت يواځې هغو مواردو ته شامل ده چې د حق د باطلولو او يا باطل ته د جريان ورکولو لپاره ورکړل شي او هغه دا چې (وقِل ما تستعمل الا فيما يتوصل به الي ابطال حق ، وغشيه باطل ) يعنى رشوت کم استعمالېږي مګر په هغه مواردو کې چې د هغه په واسطه حق باطل شي او باطل په جريان کې ولوېږي چې دا عبارت ددې  بيانونکى ده که يو څوک د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره څه شى چاته ورکړي هغه رشوت ندي.

په عزيز التفاسير کې هم داسې يادونه شوي ده چې بايد په ياد ولرو رشوت ورکوونکى په هغه وخت کې د لعنت لاندي راځې چې ددې لپاره رشوت ورکړي چې ناجائزه حکم تر لاسه کړي اما که د خپل حق د ژوندي کولو لپاره او يا د خپل ځان د ابرو او عزت ساتلو په غرض رشوت ورکړي نو بيا ګناه ګار ندی ځکه د خپلو حقوقو حفاظت فرض ده . هو رشوت اخستونکى په هر حال لعنتي ده. (۳)

ډاکتر ايرج ګلدوزيان په خپل کتاب حقوق جزايې اختصاصي کې  بيارشوت داسي تعريف کړى ده:
 
 رشوت عبارت ده له هغه پيسو ،مال ، اويادمال دتسلمې ياپيسو دورکړې  دسند څخه چي ددولت يادرى ګونو قواوو يامسلح قواوو ياښارواليو اوياپه هغه پورې تړلو شرکتونو اوسازومانونو ياعامه خدمتونو باندې دمامورشويو موسيساتو هرمستخديم دهغه کار دکولو  يانه کولو په منظور چي ديادشويو سازومانونو مربوط وي په مستقيم ياغيري مستقيم ډول قبول کړي  .پرته له دي چي يادشوى کار دده په دنده پورې اړه لري ياداچې دنوموړي سازومان په بل مامور پو رې اړوندوي که غوښتل شوى کاريې کړى وي يايې نه وي کړى هرڅومره چې دهغه ترسره کول دوظيفې او حقانيت مطابق وي اويا دهغه په ترسره کولوکې موثر شوى وي يانه بياهم رشوت تحقق پيداکوي. (۴)

ځينو نورو بيا رشوت دا ډول تعريف کړى.

رشوت د هغه جرم څخه عبارت ده چې موظف مامور د دندي په بهير کې د هغه مرتکب شې په داسې توګه چې د يوه کار د اجرا يا د هغه څخه د امتناع په بدل کې مال يا منفعت مطالبه يا قبول کړي .

څرنګه چې ليدل کېږي دغه پورته تعرېف ډير په رشوت اخستونکې تکيه کوي يعني يواځي د رشوت اخستل جرم ګڼي په داسې حال کې چې د رشوت ورکول  هم په خپل وار جرم ده او د هغه د مرتکب لپاره جزايې مسؤليت رامنځته کوي دغه تعريف د هغه د محدود والي له امله د منلو وړنده ځکه د ډيرو هېوادونو جزايې قوانينو نه يواځي د رشو ت ورکولو او رشوت اخستلو عمل جرم ګڼلى دی بلکه د رشوت واسطه هم په جرم کي شريک ګڼي نو ځکه رشوت له دې کبله چي د هغه ورکوونکى او اخستونکى دواړه مجرمين ګڼل کېږي نو بايد رشوت په لاندي ډول له دوه ليدلورو تعريف شي:

١_ رشوت د هغه د اخستونکى له ليدلورې: د مال يا منفعت مطالبې يا اخستلو ته وايي چې د هغه شخص لخوا چې د يوه کار د اجرا لپاره موظف شوى دى د بل شخص څخه د هغه کار د اجرا يا امتناع لپاره صورت نېسې .

٢_ د رشوت ورکوونکى له ليد لوري: رشوت د مال يا منفعت ورکړه يا د هغه د ورکړي وعده ده چې د يوه شخص له خوا بل شخص ته چې د يوه کار لپاره موظف دى د يوه کار د اجرا يا د هغه څخه امتناع ته د هڅولو لپاره ورکول کېږي.

نو د رشوت دغه دوګوني تعريف نظر نورو تعريفونو ته جامع ده.

دوهم مبحث : رشوت د اسلام د مبارک دين له نظره 

څرنګه چې پوهېږو د اسلام د مبارک دين منابع قرانکريم ،احاديث او اجتهادي مصادر دي نو موږ هم د رشوت جرم د هري منبع له نظره په لاندي ډول څيړو:

رشوت د قرانکريم له نظره 
په قرانکريم کې زيات داسې اياتونه موجود دي چې د رشوت د حرمت لپاره د هغه څخه استفاده کېږي چې د هغې جملې څخه يې ځيني په لاندې ډول ذکر کوو:

١_  الله جل جلاله په سورت بقره کي فرمائي :
 
وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ.   سوره بقره (١٨٨) ايت

    ژباړه : او تاسې په خپلو منځونو کې يو د بل مالونه په ناحقه مه خورئ او حاکمانو ته يې هم د بډو په توګه ددې په خاطر مه ورکوئ ترڅو ستاسې يوه ډلګۍ د خلکو مالونه په ظلم او تېري سره وخوري په داسې حال کې چې تاسې ښه ترا پوهېږئ هم .

 په دي ايت شريف کې په دوه ځايونو کې د رشوت په حرمت باندي استدلال کولاى شو لومړى دې ايت شريف ټول انسانان د حرامې او باطلې لارې د مالونو د خوړلو څخه منع کوې چې په دې کې رشوت هم شاملېږي ځکه چې رشوت هم د حرامو يو ډول ده اما د ( تدلوبها ) کلمه د مفسيرينو په وينا په رشوت باندې صراحت لري او انسان يې د رشوت په واسطه د بل د مال د خوړلو څخه حتى د رشوت ورکولو څخه منع کړى ده او د نهي غوښتنه هم حرمت دي.
 
همدارنګه په عزيزالتفاسير کې د (تدلو ) د کلمې په اړه داسې ليکل شوي دي چي د (تدلو) کلمه د (ادلاء ) څخه اخستل شوي ده چې اصلي حرفونه يې (د) ، (ل) او (و) دي يعنى (دُلُو) ده . نو د لغت په اعتبار سره يې معنى داسې کېږي چې د مالونو څخه بوکه مه جوړوئ چې قاضي ته يې ور غورزوئ او د هغه څخه ورباندې ناحقه فيصلې را واخلئ ، لکه چې يو څوک د يوي ژور څا د اوبو څخه استفاده نشي کولاى ترڅو چې بوکه ورځوړنده نکړي او اوبو ورباندي راپورته نه کړي . نو تاسې هم چې کله  پردي مال قانوناً نه شى خوړلاى او يا مو ورباندې زور نه رسېږي چې په غصب باندې يې واخلۍ  نو بيا ورته حيله مه جوړوئ چې د قاضي په فيصله يې خپل ځان ته راکش کړی.

دا په دوه صورتونوسره تحقق موندلاى شي:

الف : چې د خپلومالونو د يوڅه برخې څخه پړى جوړ کړئ او قاضي ته يې د رشوت په توګه وروړاندې کړئ ته به وايې چې د همدې پړي په سر پورې بوکه ده او د قاضي څخه په هغه کې د فيصلې اوبه راپورته کوئ. په دې صورت کې که څه هم فيصله اخيستونکي ته ورکړل شوى مال نه حلاليږي مګر په قاضي باندې د الله عزوجل له پلوه د لعنت باران ورېږي لکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايې چې (لعن الله الراشي والمرتشي في الحكم) د الله لعنت دې وي په فيصله کې په رشوت ورکوونکي او رشوت اخيستونکي.

ب : چې د هغه مال محاکمه چې د خوړلو نيت مو ورته کړى وي قاضي ته ور وړاندې کړې ترڅو ستاسو په ګټه فيصله وکړي ته به وايې چې حرام مال يو پړى دى او په قاضي باندې چې ورځوړندشو نو قاضي يې په سرپورې د فيصلې بوکه وتړله او تا خپل ځان ته راکش کړه. (۵)   

       په ابن کثير تفسيرکې ددې مبارک ايت په تفسيرکې داسې ليکل شوي دي:

 (علي ابن ابي طلحه له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت کړى چې هغه ويلي دي دا حکم د هغه چا په هکله دى چې پر هغه باندې د يو بل شخص حق او مال وي او د مال ځښتن په دې هکله کوم دليل او ګواه ونه لري پس کله چې د مال خاوند خپل مال ورڅخه وغواړي هغه انکار ور څخه وکړي او ده ته وايې چې تا ما ته بېخي څه راکړي نه دي او که دي راکړي هم وي د چا په مخ په کوم ثبوت او دليل؟ پس د دوى دواړو ترمينځ شخړه شي او دواړه حکومت ته لاړشي او بيا هلته دا منکر سړى حاکمانو ته ددې لپاره بډې ورکوي چې د حقدار دعوه باطله کړي په داسې حال کې چې دى ښه په دې پوهېږي چې دده په ما باندې حق شته ولې په ظالمانه ډول د هغه مال خوري او په برندو سترګو په دغه جنايت اقدام کوي. (۶)

٢-  دويم ايت د قرآن کريم چي د رشوت د حرمت د اثبات لپاره په هغه باندې استناد کولاى شو دا ايت شريف دي چې الله پاک فرمائي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (النساء: ۲۹)

ژباړه :  اي مومينانو ! خپل مالونه په خپلو منځونو کې په باطل ډول مه خورئ ، راکړه ورکړه دي د دواړو لورو  په خوښه سره وې او خپل ځانونه مه وژنئ په تحقيق سره الله (جل جلاله) په تاسو رحم لرونکى دی .

يعنى ځني د تاسو د ځينو نورو مالونه په باطل يعنى د هغې لارې چې شريعت نوي مباح کړې لکه سود، رشوت اوغصب مه خورئ .

٣- دريم ايت چې د رشوت د حرمت لپاره علماء ور باندي استناد کوي دا ايت شريف دي چې الله جل جلاله فرمائي:

سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ ...(المائده: ۴۲)

ژباړه : دروغو ته زيات غوږ نیسې او زيات حرام خوري.

په دي ايت کې د يهودو د علماؤ صفت بيان شوي ده چې د هغوئ د ځانګړتياوو څخه يوه هم د رشوت خوړل وه. يهودي علماؤو به د خلکوڅخه رشوت اخيست او د الله جل جلاله حکم به يې بدلاوه . په دي ايت شريف کې د رشوت څخه په ( سُحت ) باندي تعبير شوى ده.


ماخذونه:
 
  هغه شئ ته ويل کېږي دناحقه کار جوړوني لپاره يوچاته ورکول کېږي 
۱:  فضل الله،احسان،رشوت د لغت،قرآن،سنت او اسلامي فقه له نظره
۲: داکتر ايرج، گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي.
۳: مولوي سلطان، عزيز، عزيزالتفاسير.
۴: داکترايرج،گلدوزيان،حقوق جزاى اختصاصي
۵: مولوي سلطان،عزيز،عزيز التفاسير
۶: امام عمادالرين،ابن کثير،ابن کثيرتفسير، پښتو ژباړه،زاهدي احمدزى

شیطان رشوت نه اخلي
رشوت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته