تازه سرليکونه
د (تابعین او تبع تابعین) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوسلیمان داراني او ملفوظات یې
  تعلیم الاسلام
  January 3, 2017
  0

 لیکنه: مولوي عبد السلام "حسيني" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د ابو سليمان داراني  رحمة الله علیه  اصلي نوم عبد الرحمن بن احمد بن عطيّه العبسي دی، تبع تابعي او لوی محدث دی، د لوړي مرتبې اولياء الله څخه بلل کيږي، په محدثينو کي دده مقام ډېر لوړ دی. امام ابو داؤد  رحمة الله علیه  او امام ابن ماجه  رحمة الله علیه  دده شاګردان دي، په شام کي پيدا سوی دی او بيا د يو څه وخت له پاره عراق ته تللی دی، وروسته بيرته شام ته تللی دی او د وفات تر وخته په شام کي اوسېده، اکثره وخت به په ذکر او فکر مصروف وو. ددعوت او ارشاد سلسله به ئې هم جاري ساتله.
 
امام ابو نعيم اصفهاني رحمة الله علیه په (۲۶) صفحو کي دده مبارک رحمة الله علیه  تذکره کړې ده او په دغو (۲۶) صفحو کي ئې دده رحمة الله علیه  ډېر ملفوظات رانقل کړي دي. د هغو څخه يو څه دلته يادوو:
 
۱- دنيا د خپل تښتيدونکي تر شا ځغلي، که چيري هغې دا تښتيدونکی ونيوی، نو زخمي کوي يې او بيا يې پريږدي؛ خو که چيري د دنيا طلبوونکي دنيا ونيوله، نو هغه دا خپل طلبونکی وژني.
 
 ۲- د وسوسو او خوبونو ډېر والی د کمزوري انسان څخه کيـږي، که په دې انسان کي مکمل اخلاص پيدا سي، نو دده وسوسې او خوبونه به دواړه ختم سي، بيا به ئې د خپل ځان په باره کي ويل، چي بعضي وختونه پر ما باندي څو کاله تېر سي يو خوب هم ونه وينم.
 
۳- که ستاسو څخه يو نفلي عبادت فوت سي؛ نو د هغه هم قضاء راوړئ، ځکه ددې څخه اميد دی، چي په آينده کي به ستا څخه همدا نفلي عبادت هم نه فوت کيـږي.
 
۴- بعضي وختونه پر ما د قرآن کريم د يوه آيت د مضمون پر غور باندي پنځه شپې تيري سي، که زه په خپله پر هغه باندي سوچ پرې نه ږدم، نو نور قرآن کريم نه سم ويلای. 
 
۵- دده شاګرد يو وار ځني وپوښتل، چي ماته په بني اسرائيلو باندي شک راځي، چي د دوی عمرونه ډېر اوږده وه او دونه عبادت به ئې کاوه، چي پوستونه به ئې ورباندي د زړو غړکو په مثل وراسته سوه! حضرت داراني  رحمة الله علیه  ورته وويل: 
 
په الله قسم! الله تعالی زموږ څخه دا نه غواړي، چي زموږ پوستونه دي زموږ پر هډونو وچ سي، الله تعالي زموږ څخه دښه نيت (اخلاص) پرته هيڅ نه غواړي،که زموږ يو کس لس ورځي ښه نيت پيدا کړي، نوهغه ته به هغه درجه حاصله سي، چي د بني اسرائيلو يو سړي ته به په ټول عمر حاصلېدله، عبادت دانه دی، چي ته دواړي پښې سره يو ځای کړه، پر لمانځه ودرېـږه او دوهم کس دي ستا له پاره ډوډۍ جوړوي يا پيدا کوي، بلکي اول د خپلي ډوډۍ انتظام وکړه، بيا عبادت وکړه .
 
د امام داراني  رحمة الله علیه  قبر په شام کي د دمشق په لوېدیځ کي د (داريا) په کلي کي واقع دی، دغه ځای د انبياء کرامو علیهم السلام صحابه وو رضی الله عنهم علماوو او اولياوو رحمة الله علیهم مرکز دی.
 
 له دې سيمي ډېر جليل القدر ه اشخاص پيداسوي دي. د امام داراني رحمة الله علیه د قبر تر څنګ د هغه اهل او يو شاګرد احمد بن ابي الحواري رحمة الله علیه هم مدفون دی، احمد بن ابي الحواري رحمة الله علیه دده هغه خاص شاګرد دی، چي د خپل استاذ بې شمېره ملفوظات به ئې ذکر کول.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته