ګل احمد هاتف
نصرالله غزنوي صاحب لیکلي وه چي مفسرینو کرامو اخلاق په دری ډوله ویشلي:
❶ خلق حسن:
هغه دي چي دچا د بدو خبرو ځواب هماغسي ﴿خو دشرعي حدودو په پام کي نیولو سره ﴾ورکړل شي.
❷ خلق کریم:
هغه دي چي د چا د بدو په بدل کي صبر وشي او هیڅ ځواب ور نکړل شي .
❸ خلق عظیم:
هغه دي چي د چا دبدو ځواب په نیکي سره ورکړل شي. او ځینو علماوو بیا دا د رسول الله صل الله علیه وسلم ځانګړتیا بللي ده، ځکه خو هم الله تعالی رسول الله ته خطاب کړی او فرمایلي یي دي چي: وانک لعلی خلق عظیم.