تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اقتصاد د علم ارزښت او ګټي
  تعلیم الاسلام
  January 20, 2021
  0
رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا چي د انسان لپاره په ژوند کي د اقتصاد علم ډیر ارزښت لري  او د انسان ژوند او پر مختګ د اقتصاد پوري تړلی دی پدې وجه انسانانو ته د اقتصاد علم ضروري دی . 
 
تجارانو ته: تجارانوته د اقتصاد علم ځکه ضروري دی چي د مشکلاتو حل یې د اقتصاد علم ته ضرورت لري .
 
عوامو ته: عامو خلګو ته ددې علم ځکه ضروري دی چي کله عام خلګ په اقتصاد پوه وي نو د حکومت په اقتصادي پالیسیو باندي تنقید کوي او د اقتصاد په عملي کولو کی له حکومت سره کومک کوي او د پلان سره سم خپل ژوند ته دوام ورکوي . 
 
مزدورانو ته: مزدورانو ته  ځکه ضروري دی چي هغوی ته باید څرګنده شي چي دوی څنګه خپل حقوق وغواړي . 
 
چارواکو ته: حکومت او مشرانو ته ځکه ضروري دی چي اکثره وخت د یو هیواد اخلاقي او سیاسي خرابي د یو نظام خرابي ده که چیرته دولت د یو څو مشخصو نفرو په لاس کی وي او عام خلګ ترینه محروم وي نو پدې وخت کي د عامو خلګو په اخلاقو کي ژور تغیر پیدا کیږي چي پدې سره جرایم نمو (وده ) کوي او سیاسي ګډوډي هم زیاتیږي او د خلګو او حکومت ترمنځ نفرت او کرکه پیداکیږي . 
 
د اقتصاد د مطالعې فایدې 
 
د اقتصاد علم باندي د ځان پوهولو او د هغې د مطالعې څخه موږ ته دوه ډوله فائدې لاسته راځي:
 
لومړی علمي فائده : ذهن ورسره نشو نمو کوي د اقتصاد مطالعه کوونکي د ژوند ورځنۍ پیښي مطالعه کوي ضروري حقائق ور څخه را ټولوي او وروسته د ترتیب څخه مهم نتائج لاسته راوړي چي پدې سره د پلټني شوق راپیداکیږي او پر مختګ کوي . 
 
دویم عملي فائده : 
 
۱ د اقتصادي ستونزي حل : د وسایلو کموالي او د خواهشاتو ډیروالي ته اقتصادي ستونزه وايي نو دغه اقتصادي ستونزه بې د اقتصاد د علم او مطالعې څخه نشي حل کیدای . 
 
دا مسایل پدې ډول دي : د تولید کموالي ، زراعتي نیستي ، قیمتي ، بیکاري ، بهرني تجارت تر څو ددې مشکلاتو اسباب او علتونه معلوم نشي د هغې حل کول امکان نلري او دا پرته د اقتصاد څخه  نشي کیدای . 
 
۲ د غریبۍ ورکول : هغه وروسته پاتي هیوادونه چي سرمایه نلري او په غریبۍ کي ژوند تیروي نو ددې حالت څخه د وتلو لپاره باید په ‌ډیر مقدار سرمایه برابره شي او د هغې په وسیله کار خانې او نورې پروژې جوړي شي تر څو د یوه پلوه تولید زیات شي او له بله پلوه خلکو ته کار پیداشي نو دا کار د اقتصاد د علم په وسیله تر یوې اندازې پوري حل کیدای شي . 
 
۳ د دولت په ویش کي تعادل او برابري : په سرمایه دارو دولتونو کي په مالي شیانو باندي صرف څو کسانو خیټه اچولې وي او نور خلګ د دوی تر اثر لاندي ورځ په ورځ غریب کیږي او مالدار نور هم مالداره کیږي نو اسلامي اقتصاد نظام ددې تفاوت د لیري کولو لپاره ډیر عملي قدمونه پورته کړي له د سود حراموالي ، د احتکار منع کول ، د ذکات فرضیت ، د میراث ویش او داسي نور.... 
 
۴ د مال په ذخیره کولو او مصرف کولو کي اعتدال او میانه روي:
 
د اسلامي اقتصاد څخه ټول ملت ته دا خبره څرګندیږي چي په ژوند کي ډیر مال ذخیره نه کړئ او له بخل څخه ځان وساتئ او مه  ډیر اسراف کوئ چي وروسته بیا خپل ضرورتونه هم نشي پوره کولی . 
 
۵ د اقتصادي وسایل پوره په کار اچول : دا چي اقتصادي وسایل کم دي او د خلګو ضرورتونه ډیر زیات دي نو ددې لپاره چي زیاته ګټه ترې واخیستل شي چي دا کار هم بې د اقتصاد د علم څخه شوني ندی. 
 
ماخذ : د اسلام مالي نظام  
 
اړوند لیکني: اقتصاد
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته