تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د مسجد اعمال او مقاصد
  تعلیم الاسلام
  February 4, 2017
  0

 د. عبد المحسن بن محمد القاسم

ژباړه: جمشید حقیار
۲۴/ ۳/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اذان او جماعت فضیلت
 
او اذان د خلګو لپاره امان او ساتنه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم به پر یوه کلي د حملې کولو لپاره یو ځلي د هغوی اذان اورېدی، که به یې اذان واورېدی، نو حمله به یې نه کول، او که به یې اذان نه واورېدی، حمله به یې پر وکړه.
 
مومنان د لومړنیو صفونو د نیولو لپاره مسابقه سره کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (که چېري خلګ د اذان او لومړي صف په ثواب خبر وای، او بیا یې ځای نه وای موندلی، نو دوی به د اذان کولو او لومړي صف نیولولپاره په خپل مینځ کي قرعه کشي سره کړې وای) دا مسلم روایت کړی دی.
 
د فرضو د احترام په خاطر، کله چي جماعت ودرېږي، نو یوازي به فرضي لمونځ کېږي، او نور لمونځونه به پرېښودل کېږي.
 
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجدونو د جوړولو حکمت داسي بیان کړی دی: (دا مسجدونه د الله تعالی د ذکر، لمانځه او تلاوت لپاره دي) مسلم روایت کړی دی.
 
د لمانځه احیاء او ژوندي کول په ذکر او علم سره کېږي، الله تعالی فرمايي: (فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ) [النور: ۳۶] 
ژباړه: الله تعالی امر کړی، چي مسجدونه اوچت کړل سي، او په مسجدونو کي د هغه نوم یاد کړل سي.
 
(يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ (36) رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ) [النور: ۳۶، ۳۷]
 ژباړه: په دې مسجدونو کي سهار او ماښام داسي خلګ (د الله تعالی) پاکي او تسبیح وايي، چي تجارت او رانیول خرڅول یې د الله تعالی له ذکر، یاد، د لمانځه له درولو او د زکات له ورکولو نه غافله کوي، دوی له هغه ورځي وېرېږي، په کومه ورځ چي زړونه او سترګي (له سختي وېري او هول څخه)  لړزېږي.
 
الله تعالی د مسجدونو د جوړونکو د ایمان او هدایت شاهدي ورکړې ده، الله تعالی فرمایي: (إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَن يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ) [التوبة: ۱۸]
 
ژباړه: یقینا مسجدونه یوازي هغه څوک جوړوي، چي پر الله سبحانه وتعالی او د آخرت پر ورځي ایمان لري، لمونځ کوي، زکات ورکوي، او د الله تعالی پرته له هیڅ چا نه وېرېږي، او همدوی هدایت موندونکي دي.
 
ملائکي مسجدونو ته حاضرېږي، خطبو ته غوږ نیسي، او د علم پر مجلسونو راټولېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (کله چي یوه ډله خلګ د الله تعالی په یو کور کي را ټول سي، د الله تعالی کتاب لولي او په خپل مینځ کي هغه زده کوي، پر دوی به سکینه او آرامتیا را کښته سي، د الله تعالی رحمت به یې پټ کړي، ملائکي به پر را ټولي سي، او الله تعالی به یې له خپلو نژدې بندګانو سره یاد کړي.) دا حدیث مسلم روایت کړی دی.
 
په مساجدو کي علم او عبادت
 
په مسجدونو کي د علم زده کول د دنیا تر ګټو غوره عمل دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (کله چي ستاسي څخه یو څوک مسجد ته ولاړ سي، او د الله تعالی له کتاب څخه دوه آیته زده کړي، دا ورته تر دوو اوښانو غوره دي، که درې آیته زده کړي، تر درو اوښانو ورته غوره دي، که څلور آیته زده کړي، تر څلورو اوښانو ورته غوره دي، او همداسي د آیتونو زده کړه د آیتونو د شمېر په اندازه تر اوښانو غوره ده.) دا حدیث مسلم روایت کړی دی.
 
نبي صلی الله علیه وسلم به په مسجد کي خلګو ته علم او پوهه ور زده کول، نو داسي نسل یې جوړ او آماده کړ، چي نه پخوا تېر سوی و، او نه به وروسته راسي.
 
همدارنګه هغه مسلمانان هڅولي او تشویق کړي دي، چي د ذکر او علم په حلقو کي کښېني، هغه د درو کسانو په اړه وویل: (هغه لومړي شخص له الله تعالی څخه ځای وغوښت، الله تعالی ورته ځای ورکړ، دوهم شخص حیا وکړه، الله تعالی له هغه څخه حیا وکړه، او دریم یې بېرته روان سو، نو الله تعالی هم هغه پرېښود) متفق علیه.
 
په مسجدونو کي د انسان روح آرامېږي، په مسجدونو آواز نه پورته کېږي، جنګ او بېځایه خبري نه کېږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (تاسي د بازارونو له اوچتو آوازونو او شخړو څخه ځانونه وساتئ)، یعني: دا په مسجدونو کي مه کوئ، دا حدیث مسلم روایت کړی دی.
 
دوو سړیانو چي کله په مسجد کي آوازونه پورته کړل، نو عمر رضي الله عنه را وغوښتل، او ورته و یې ویل: «که چېري تاسي د همدې ځای اوسېدونکي وای، ما به ښه سزا درکړې وای، تاسي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کي آواز پورته کوی؟!!» دا حدیث بخاري روایت کړی دی.
 
مسجدونه د امن، امان او آرامتیا ځایونه دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (څوک چي زموږ په مسجدونو او بازارونو کي له خپلي وسلې او غشو سره تېرېږي، نو د هغه تېره ځایونه دي ونیسي، داسي نه چي یو مسلمان زخمي کړي.) متفق علیه.
 
د عبادت کونکي د احترام په خاطر هغه ته هیڅ ضرر باید ونه رسول سي، که څه هم د هغه په لمسولو سره وي، د جمعې په ورځ یو سړی مسجد ته راغلی، چي د خلګو پر اوږو یې پښې اړولې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (کښېنه، نورو ته دي ضرر او زیان ورسوی) ابو داود روایت کړی دی.
 
همدارنګه په مسجد کي به بل مسلمان ته د بد بويي ضرر نه رسوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته مسجد ته د نه راتللو سزا ورکړې ده، چي بد بوی ور څخه ځي، هغه فرمايي: (چا چي اوږه یا پیاز وخوړل، هغه دي موږ او زموږ مسجدونو ته نه رازي، په خپل کور کي دي کښېني.) متفق علیه.
 
ابن الاثیر رحمه الله وايي: «دا مسجد ته د نه راتللو عذر نه دی، بلکي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د سزا ورکولو په خاطر له مسجد څخه منع کړ».
 
مسجدونه د آخرت د یادولو، له الله تعالی سره د اړیکي ساتلو، او له دنیا څخه د لیري والي ځایونه دي؛ نو ځکه په مسجدونو کي له رانیولو او خرڅولو څخه منع سوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (کله چي تاسي یو څوک ووینی، چي په مسجد کي خرڅول یا رانیول کي، نو ورته ووایاست: الله تعالی ستا په تجارت کي ګټه نه اچوي) ترمذي دا حدیث روایت کړی دی.
 
بلکي په مسجد کي خلګ په دنیايي پرېشانیو له اخته کېدلو څخه منع سوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (چا چي یو څوک ولیدی، چي په مسجد کي د ورکي اعلان کوي، ورته ودي وايي: الله تعالی دې نه درته پیدا کوي؛ ځکه مسجدونه د دې کار لپاره نه دي جوړ سوي.) مسلم روایت کړی دی.
 
او دا چي مسجد د سعادت او توفیق موندلو ځایونه دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چي به کله له سفر څخه راغلی، اول به مسجد ته ولاړی، او هلته به یې لمونځ وکړ، دا حدیث بخاري روایت کړی دی.
 
پر انسان تر ټولو لومړی فرض دا دی، چي خپل دین یوازي د الله تعالی لپاره خاص کړي، او په مسجدونو او نورو ځایونو کي د الله تعالی ماسوا بل چا ته د مرستي آواز ونکړي، الله تعالی فرمایي:
 
 (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) [الجن: ۱۸] 
ژباړه: او مسجدونه یوازي د الله تعالی (د عبادت او توحید ځایونه) دي، نو تاسي له الله تعالی سره بل چا ته (د مرستي او مدد) ږغ مه کوئ.
 
او مسجدونه د ژوندیو مسلمانانو د ګټي لپاره دي، نه د دې لپاره، چي د مړو قبرونه پکښي جوړ سي، او دا کار د غیر الله د عبادت وسیله هم ګرځي.
 
ګناهونه، لکه: غیبت، په موبایلونو کي حرامو ته کتل او د موسیقي اورېدل په هر وخت او هر ځای کي بد او ناوړه کارونه دي، خو د الله تعالی په کورونو کي یې بدي نوره هم زیاتېږي.
 
مساجد د کومو اهدافو لپاره جوړیږي؟
 
د مسجدونو په جوړولو کي د شریعت یو مقصد او هدف دا دی، چي دا مسجدونه د خلګو تر مینځ د اتفاق او یو موټي کېدلو سبب وګرځي، په همدې وجه له مسجدونو څخه د مسلمانانو تر مینځ د بې اتفاقۍ او اختلافاتو را مینځته کولو کار اخیستل روا نه دي، الله تعالی فرمايي: (وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى) [التوبة: ۱۰۷] 
 
ژباړه: او چا چي د کفر (د مرستي)، د مومنانو تر مینځ د تفرقې او اختلاف پیدا کولو او د هغه چا (د راتللو) په انتظارمسجد جوړ کړی، کوم چي مخکي یې له الله تعالی او د هغه له رسول سره جګړه کول، دوی به هرو مرو قسم واخلي، چي موږ (د دې مسجد په جوړولو کي) یوازي ښه او نېکه اراده لرو.
 
او څوک چي د مسجدونو په څېر د عبادت په نیت  زیارتونه او نور جوړوي، نو دا د مسجد ضرار په څېر بلکي تر هغه هم سخته ګناه ده، د اسلامي دین یو لوی اصل او اساس دا دی، چي باید د مسجدونو ماسوا بل ځای د عبادت کولو لپاره ځانګړی او خاص نسي، او مسجدونه ټول په عبادتونو کي سره مساوي دي، مګر یوازي مسجد حرام له نورو څخه په طواف کولو سره خاص او ځانګړی دی.
 
او تر دې وروسته، اې مسلمانانو!
مسجدونه د مسلمانانو عزت، شرف او د دوی د دین لویه نښه ده، څوک چي یې په لمانځه او ذکر آبادوي، الله تعالی به یې اوچت او خوشحاله کړي، هدایت به ورته وکړي، د الله تعالی له لوري د مسجدونو د جوړولو د امر تقاضا او غوښتنه دا ده، چي خلګو ته پکښي قرآن او سنت ور وښودل سي، په دې سره به د پیغمبرانو سنت راژوندی سي، په وخت او عمل کي به برکت پیدا سي، ځانونه او اولادونه به مو اصلاح سي، او څوک چي په مسجدونو کي له دې خیر څخه بې برخي سي، یا یې بل څوک منع کړي، نو په حقیقت کي هغه ډېر لوی فضیلت او غوره والۍ له لاسه ورکړ.
 
أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم: (قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ) [الأعراف: ۲۹] 
 
ژباړه: (اې رسوله!) دوی ته ووایه: زما رب د عدل کولو او د دې امر کړی، چي د هر لمانځه او سجدې پر وخت د هغه (کعبې) ته مخونه واړوئ، او یوازي هغه ته آواز وکړئ، او د دین (ټول عبادتونه) هغه ته خاص او ځانګړي کړئ، څنګه چي یې (له عدم او هیڅ څخه) پیدا کړلاست، همداسي به بېرته (په آخرت کي هم) را پورته کېږی.
 
     الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له هري ګناه څخه د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.
 
د حرم شریف نوري تازه خطبې دلته کلیک کړئ
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته