ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دوولسمه لارښوونه: په کورونو کې ټولنيزو کارونو ته پاملرنه کوئ
په کور کې د کورنيو امورو په اړه د بحث او خبرو د پاره غونډې برابرې کړئ.
الله تعالی فرمايي: (وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ) (سورة شورا : ۳۸)
ژباړه:او خپل منځي کارونه يې په مشهوره وي.
هر کله چي د کورنۍ د افرادو د پاره مناسب فرصت برابر سي، ترڅو يو له بل سره کښيني او د کورنۍ د داخلي او خارجي امورو په اړه بحث او خبره وکړي ، دا کار د کورنۍ د افرادو د يو بل سره د تړاو او د هڅو د شريکولو نښانه ده.
څرګنده خبره ده، چې کوم کس چي د کورنۍ سرپرست وي، هماغه کس مسول او د فيصلو څښتن حسابيږي ، خو نورو ته فرصت ورکول، په ځانګړې توګه هغه مهال چي د کور ماشومان غټيږي، ترڅو د هغوی د پاره د روزنې يوه طريقه سي او هغوی د مسؤليت قبلولو د پاره آماده کړي، پردې برسيره د کورنۍ د افرادو د پاره دا احساس را ژوندی کوي چي که دوی سره په يوه موضوع کي مشوره وسي او دوی نظر ورکړي، دا معنی ورکوي چي د دوی نظر ته قدر او ارزښت ورکول کيږي.
د مثال په ډول په لاندينيو مسائلو کې مشر کولایسي چي د کورنۍ د افرادو سره بحث وکړي.
د حج، عمرې، د رخصتۍ ورځې څنګه تيرې کړل سي، مباح کارونو کې، د خپلوانو زيارت او د احوالو پوښتنه کول او د واده د امور منظم کول، د واده د خوارک تنظيمول، د نوي پيداسوي ماشوم عقيقه، له يوه کور نه بل ته نقليدل، نيک پروګرامونه، د نيستمنو سره د کومک موضوع، اړو خلکو ته د خواړو ليږل، د کورنۍ د اوضاعو په اړه خبرې کول، د خپلوانو مشکلات او د هغو په مشکلاتو کې د برخې اخيستلو لارې او نور....
بله مهمه موضوع چي په داسې غونډو کې د يادونې وړ ده، هغه د والدينو او اولاد ترمنځ د څرګندو او صريحو نظرياتو تبادله ده، ځکه ځينې ستونزې داسې دي چي د بالغو ماشومانو له پلوه پيښيږي، او له انفرادي غونډو پرته نه حل کيږي.
په داسې حالاتو کې بايد پلار په ځان ته ځای کي د خپل اولاد سره کښیني او له دوی سره بايد د هغو مسائلو په اړه بحث وکړي چي د ځوانانو سره تړلي او يا د مراهقت سره رامنځ ته کيږي، همدارنګه مور به د خپلې لور سره ځان ته سي او هغه شرعي احکام چي ورته ضرورت لري هغه دې ورته وروښايي او د هغوستونزو د حل کولو په اړه به ورسره کومک کوي چي په همدې عمر کې انجونو ته پيښيږي.
که چيرې مور او پلارخپلې خبرې په داسې جملو لکه: (کله چي زه ستا په عمر وم) پيل کړي د اولاد په قبلولو کې به ډيره اغيزتيا ولري.
په کور کې د دا ډول څرګندو او صريحو غونډو ناموجوديت ددې سبب ګرځي چي ځينې هلکان يا انجونې دې د بدو ملګرو غوره کولو ته راکاږي او طبيعي خبره ده چي دا به له ځان نه وروسته ډيربد نتایج ولري.