شپاړلسمه لارښوونه: په کور کې ماشومانو ته پاملرنه وکړئ
ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ماشومانو ته پاملرنه کول مختلف اړخونه لري، چې ځيني يې دا دي:
اسلامي قیصې اورول
د قران او اسلامي قیصو ور يادول، له دې نه هيڅ يو حالت غوره نسته چي پلار خپل اولاد ګرد چاپيره راټول کړي او ترې غوښتنه وکړي چي قران تلاوت کړي، بيا يې تر يو څه حده پورې ورته شرح کړي، او د قران د یادولو د پاره، ورته جايزه وړاندې کړي.
په ځينې کورونو کې، وړو ماشومانو د جمعې په ورځ د پلار د ډير تکرار له کبله سورت کهف ياد کړی.
همدا ډول بايد شرعي اداب او اذکارو لکه د خوب د وخت اذکار، د پرنجي اداب، د سلام اداب، د اجازې غوښتلو اداب، او داسې نور اداب وروښايي، د ماشومانو په ذهن کي د اسلامي قیصو اوريدل ښه ځای نيسي.
ددې قیصو څخه ځينې په لاندې ډول دي:
د نوح عليه السلام او طوفان قیصه، د ابراهيم عليه السلام د بوت ماتونې او د هغه اور ته اچولو قیصه،
د موسی عليه السلام د نجات او د فرعون د هلاکت قیصه، د يونس عليه السلام قیصه په خيټه د ماهي کې، د يوسف عليه السلام لنډه قیصه ، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سيرت لکه د بعثت ، هجرت، څه اندازه د بدر د جنګ، او د خندق او نورو قیصې.
د پيغمبرصلی الله عليه وسلم قیصه د هغه کس سره چي اوښه يې ازاروله، د نيکانو قیصې لکه : د عمر صلی الله وسلم قیصه د يوې ښځې او د هغې د بچيانو سره په خيمه کې ، د اصحاب اخدود قیصه ، د اصحاب غار (کهف) قیصه ، همدا ډول نورې قیصې چي ډيرې خوندورې او ښائسته وي.
دا ډول قیصې او داسې نورې قیصې را لنډې کړئ او د ګټورو تعليقاتو او لنډو وقفو سره يې ماشومانو ته وړاندې کړئ، په دې سره به د هغو خرافاتي قیصو نه چي د اسلامي عقيدې نه مخالفې دي او ددې ويره سته چي د ماشوم واقعيت او حالت فاسد کړي، او په ذهن کي يې بزدلي او ويره واچوي ، بې پروا او مستغني سو.
د کور څخه دباندي حالت یې څارل
له کور نه بهر خپل اولاد د هر کس سړي او ناسړي سره ملګرتيا ته مه پريږدئ ځکه په داسې صورت کي چي کله خپل کور ته راسي، نامناسب الفاظ ، کلمات او بد اخلاق له خپل ځان سره راوړي .
خپلو ماشومانو ته د خپلو دوستانو او خپلوانو له اولاد نه ملګرتيا غوره کړئ او خپل کور ته يې را دعوت کړئ، ترڅو ستاسې د ماشومانو سره لوبې وکړي.
د ماشوم د لوبو وسائل
الف:- د خپل ماشوم د لوبو د وسائلو په اړه پاملرنه وکړئ، د لوبو وسائل يې هدفمند کړئ:
د خپل ماشوم د لوبې ځانګړی ځای په نظر کې ونيسئ، د لوبې وسائل يې هلته ورته مرتب کړئ، د لوبو هغه وسائل چي د شريعت مخالف دي لکه: د موسقۍ الات، نرد او صليب څخه اجتناب وکړئ.
غوره دا ده چي د ماشومانو د لوبو وسائل لکه د نجارۍ وسائل ، برقي وسائل او ځينې مباح کمپيوټري لوبې ورته برابرې کړئ.
د کمپیوټر په اړه یې څارنه
په همدې مناسبت غواړم چي تاسې د کمپيوټر د ځينې هغو بريښناليکونو د خطر نه خبر کړم چي د ښځو تصويرونه په انتهايي بد شکل سره د کمپيوټر په صحفه کي وړاندې کوي.
يو کس ويل : د لوبو د وسائلو څخه يوه وسيله هم په کمپيوټر باندې د قمار لوبه کول دي لوبې کوونکی د کمپيوټر په ښيښه باندې د څلورو ښځو نه د يوې ښځې تصويرغوره کوي کله چي په لوبه کي بريالی سي د يوې بربنډې ښځې تصوير د انعام په توګه ورته راسي.
د ماشوم د خوب حالت
ب:- د خوب په ځايونو کې د هلکانو او انجونو ترمنځ جدايي راولئ ، دا کار يو د هغو فرقونو څخه دی چي د يوې ديندارې کورنۍ د افرادو، او هغو کسانو ترمنځ وجود لري چي دې کارونو ته ارزښت نه ورکوي.
ج:- د خپل وماشومانو سره مزاح او نرمي کوئ:
پيغمبر صلی الله وسلم به د ماشومانو سره لوبې او نرمي کوله، په سر او مخ به يې ورته لاس تيروې، د فرياد او چيغو پر مهال به يې پرې مهرباني کوله، لومړنۍ ميوه به يې د ټولونه واړه ماشوم ته ورکوله، کله نا کله به ځينې ماشومان د هغه غاړي او شاه ته پورته کیدل.
د کورني جوړښت اړوند مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ:
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
www.taleemulislam.net