یو څو اهم اسلامي آداب (۴)
څلورم ادب: وکور ته دننوتلو په وخت کې، په کور کې ددننه افرادو نه دجازت غوښتلو ادب
لیکنه: عبد الفتاح ابو غده
ژباړه: مفتي احسان اللّه / تعليم الاسلام ويب پاڼه
۴ - وکور ته دننوتلو په وخت کې، په کور کې د دننه افرادو نه د اجازت غوښتلو ادب
کله چې په کور کې یو څو نفره په جلا خونه کې اوسيږي، او ته هلته ورتلل غواړي، نو تر ورتللو وړاندي اجازت واخله، ددې لپاره چې ته دوی په یو داسي حال کې ونه ويني، چې ته دهغوی په داسي حال لیدل نه خوښه وي، که څه هم هغه ستا ښځه وي، یا بل یو له محارمو نه، لکه ستا مور، پلار، لوراني او زوی.
امام مالک رحمه اللّه تعالی په موطأ [کتاب الاستیذان] کې له عطا بن یسار رحمه اللّه نه مرسل روایت کوي، چې یو چا له رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم نه سوال وکړ، چې جناب! ایا زه له خپلي مور نه هم اجازت اخلم؟ ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: بلي!
دغه سړي بیا وویل: زه خو له خپلي مور سره په کور کې اوسیږم، ده صلی اللّه علیه وسلم وویل: اجازت اخله بیا ورځه، ایا ته دا خوښه وي، چې خپله مور په لوڅ حالت کې ووينې؟ هغه ورته وویل: نه، نو ده صلی اللّه علیه وسلم ارشاد وکړ: نو بیا اجازت اخله، او ورځه.
یو سړی حضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه ته راغلی، او څرنګه چې راغلی پوښتنه يې وکړه، ایا زه له خپلي مور نه هم اجازت اخلم؟ هغه ورته وویل: نو ته خو په هر حال کې د هغې لیدل نه خوښه وي، (نو ځکه اجازت اخله).
د حضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه ښځي حضرت زینب رضي اللّه عنهما وویل: حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه چې د یو کار نه واپس کورته راتلی، نو غاړي به يې تازه کولي، د دې لپاره چې ما په داسي حال کې ونه ويني، کوم چې دی يې نه خوښه وي.
د ابن ماجه د کتاب الطب په آخر کې یو روایت موجود دی، چې حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه به کله چې کور ته راتلی نو اول به يې غاړي تازه کولي او غږ به يې کاوه.
د حضرت حذیفه بن الیمان رضي اللّه نه یو چا پوښتنه وکړه، ایا زه به له خپلي مور نه هم اجازت غواړم؟ نو ده ورته وفرمایل: که ته اجازت وانه خلي، نو هغه به په داسي حال کې ووينې، کوم چې ته يې نه خوښه وي.
حضرت موسی تابعي د جلیل القدر صحابي حضرت طلحه بن عبید اللّه رضي اللّه عنه زوی وفرمایل: چې زه له خپل پلار سره خپلي مورته ورغلم، کله چې مي پلار محترم کور ته ننووت، زه هم دهغه له شا په سي ورننوتلم، نو پلار مي دونه په زور سره پر سینه ووهلم او ټيله يې کړم، چې زه پرځمکه وغورځيدم، او راته يې وویل: له اجازت نه پرته ننوځې!؟
حضرت نافع د حضرت عبد اللّه بن عمر رضي اللّه عنهما غلام فرمايې: چې د حضرت عبد اللّه بن عمر رضي اللّه عنهما دا عادت و، چې دهغه کوم یو زوی به بالغ شو، نو هغه به يې جلا کاوه. یعني هغه به يې له خپلي خوني جلا کاوه، او له دې وروسته به هغه له اجازت نه بغیر د هغه خوني ته نه سوای ورتلای.
ابن جریج رحمه اللّه له عطا بن رباح رحمه اللّه څخه نقل کوي، چې ما له حضرت عبد اللّه بن عباس رضي اللّه عنهما نه وپوښتل: ایا زه به له خپلو دوو خويندو نه هم اجازت اخلم؟
هغه وفرمایل: هو! ما ورته وویل: هغه خو زما په پالنه کې دي، یعني زما په کور کي را سره دي، او زما په سرپرستي کي دي، او زه یم چې د هغوی پرورش کوم، او پر هغوی مال مصرفه وم، ده ورته وفرمایل: ایا ته دا خوښه وي، چې هغوی په لوڅ حالت کې وګورې؟ بیا حضرت عبد اللّه رضي اللّه عنه دا آیت تلاوت کړ:
﴿وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [النور: 59].
ژباړه: او کله چې ورسږي هلکان له تاسو نه د عقل درجې ته نو هغوی به هم داسي اجازت اخلي لکه څنګه چې له دوی مخکني يې اخلي.
حضرت ابن عباس رضي اللّه عنه وفرمایل: پر ټولو خلکو اجازت اخیستل واجب دی.
حضرت عبد اللّه بن مسعود رضي اللّه عنه فرمایلي: هر سړي لره پکار دي، چې له خپل پلار، مور، ورور او خور نه اجازت اخلي.
حضرت جابر رضي اللّه عنه وویل: هر سړی باید له خپل زوی نه اجازت واخلي، له خپلي مور نه، که څه هم هغه سپین سرې وي، له خپل ورور نه، له خپلي خور نه او له خپل پلار نه.
اما بخاري رحمه اللّه دا روایات زیاتره په خپل کتاب الأدب المفرد کې ذکر کړی دی، او ځیني بیا امام ابن کثیر په خپل تفسیر کې ددغه آیت په ضمن کې راوړي دي.
--------------------------------