تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ویټامین B5 ګټي
 
  July 10, 2017
  0

 ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه



ويټامين B5 ياپانتوتينک اسيد (Pantothenic acid)

 په ابتدا کې د پانتوتينک اسيد (Fit trade factor) په نوم ياد شوى وه . ويټامين (B5) يوسريـښناکه اوزيړ رنګه تيل دي په مرطوب حرارت کې مقاوم اما په وچ حرارت کې له منځه ځي د تجارت په بازار کې د سوديم او کلسيم مالګو په شکل پيداکېږي دا ويټامين د ويښتانو د سپينيدو د ضد په نوم شهرت لري اګر چې ددې ويټامين تاثير تر اوسه پوره واضح نه دى فارمول يې په لاندي ډول دى:  

د ويټامين B5 منابع  Sources

ويټامين B5 ته ځکه Pantothenic acid  وايې چې په  طبيعت کې په پراخه ډول پيدا کېږي د انسان په کولمو کې د Escherichia coli    (  بکتريا) په واسطه ترکېبيږي او عضويت ته جزبيږي دغه ويټامين په خميرمايه ،غنم ، کچالو ، د چرگانو هگۍ د وريجو پوټکې سره ،غوښه، سابه ،لوبيا، نخود او داسي نورو کي.

 دا ويټامين د ويټامين B3  په نوم هم ياديږي ددې ويټامين د ورځني احتياج اندازه (mg٥-١٠) ملي گرام تثبيت شويده.

د ويټامينB5  د کمښت ستونزې :

د پانتوتينيک اسيد ويټامين په انسان کې مختلفې ناروغۍ منځته راوړي لکه جلدي ناروغۍ (Dermatitis) اسهالات (Diarrhea) او د اعصابو خرابوالى (Dormentia) دغه ناروغۍ د PP ويټامين لږ مقدار د توصيې په اثر درمان کېږي .

د ويټامين B5 کلينکې اعراض:

په عمومي ډول د ويټامين B5 د کمبود کلينکې اعراض په لاندې ډول ذکرکېږي:

١: عصبي تظاهرات : نارامي (Restlessness) د خوب د نظم تغير يا تشويش او زياته ستومانتيا په کم خفيف تمرين سره .

٢: د معدې عصايې تشخيص (Disorder)

٣: د پښو سوځونې (سوزش) سنډروم: دا سنډروم ممکن د Acetylation د تعامل د کمبود له امله وي . 

د نورو ویټامینو ګټوري لیکني دلته ولولی: ویټامینونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته