محب الله ذاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موږ د خپل ژوند د هري ورځي څلورویشت ساعته د بې منزله مسافر په توګه تېروو. چیري چي کومه مېله په نظر راسي، ورته ودریږو اوچکچکي ورته وهو. زموږ نه دتیر وخت په اړه څه احساس کوو، نه د راتلو نکي لپاره تګلاره ټاکو اونه دنن ورځې لپاره پر عزم او همت ولاړه برنامه لرو. په داسي یوه حالت کې موږ نه په انفرادي توګه کوم کار کولی سو، نه خپل ځان اوکورنۍ ته کومه ګټه رسولای سو اونه هم په اجتماعي توګه دخپل قوم اوهیواد لپاره کومه کار نامه تر سره کولای سو. په پایله کي نه سو کولای چي له خپلو شته وړتیاوو سره سم په ملکي اقتصادپر مختګ اوقومي تولید کې په زړه پوري ونډه واخلو او اضافه توب پکښي وکړو.
ماخذ: د ژوند پر لویه لاره دبریا سفر