رالېږونکی: نصیب الله ژمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د طول البلد ۶۰ درجو کرښه د هیواد د لویدیځ او د ۷۴ درجو کرښه د هیواد د ختیځ څخه تیریږي ۶۵۰۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري څلور خوا ي يي په لاندي ډول دي:
شمال : تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان.
شمال ختیځ: د چين ولسي جمهوریت.
جنوب: بلوچستان او سرحد ایالت.
ختیځ: سرحد ایالت ( ټوله کرښه د اټکل له مخي)
لویدیځ: د ایران اسلامي جمهوریت.
په پورتني حساب هیواد د ټولو پولو له مخي په وچه محاطه او اوبو ته لار نه لري او د جنوب لویدیځي پولي څخه د عمان خلیج پوري فاصله يي ۳۹۰ کیلو متره اټکل سوې ده.
افغانستان د خپل جغرافیوي موقیعت له مخي یو غرنی ستراتیژیک هیوا دی چي دریمه برخه ئې غرونو نیولې ده. چي ډیر يې په ختیځ ، مرکز او شمال لویدیځ کي پراته دي، چي د خپل شهرت او قدامت له پلوه د واورو او یخچالو په درلودلو سره د لویو او نامتو سیندو له پاره یوه ښه سرچینه بلل کیږي.
بله دا چي د غرونو په لمنو کی ډیري شنې درې رامنځته کړي چي د کرني بشري او اقتصادي فعالیتونو له پاره يي ډېر ښه شرایط برابر کړي دي.
یوه نقطه البته ډېر مهمه چي د چغرافیوي اوضاع په مطالعه کي د یو تاریخ لوستونکي پام باید ځان ته را وګرځوي، هغه دا چي تر دې مهاله د دې هیواد طبیعي زېرمي په خپل حال خوندي او محفوظي دي چي د سالم مراقبت او صحیح استخراج په صورت کي هیواد د اقتصاد په ډګر کي هم په پښو درولای سي.
جغرافیه پوهان په دې ګروهه دي چي افغانستان د نړۍ په دښتي کمربند کي واقع دی، که چیري د دې غرونه نه واي ، ټول افغانستان به یوې لويي دښتي نیولي وای او دلته به د بشري فعالیت له پاره ډېر محدود شرایط برابر وای.
دا هیواد د خپلي طبعي جوړښت له مخي په دریو حوزو وېشل کیږي:
ټیټي مځکي ۲۵۸ متره څخه تر ۵۰۰ متره پوري
منځني لوړي مځکي ۵۰۰ متره څخه – ۲۰۰۰ متره پوري.
غرنۍ لوړي مځکي ۲۰۰۰ متره څخه – ۷۵۰۰ متره پوري