نبوي سیرت (۱۵ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کوم وخت چي عمرو مړ سو د ربيع بن نصر د اولادې پر حکم او پاچهي اختلاف پيدا سو، د دغه اختلاف په سبب د يمن خلک پر ډلو و وېشل سوه او د اهلِ يمن په منځ کي جنګ او وژنه شروع سوه، په دغه سياسي بحران کي چي ټول يمن يې نيولى ؤ يو سړئ پيدا سو چي نوم يې (لِخُنَيعه) ؤ، دغه لِخُنَيعه لار نيونکى غل او مجرم ؤ د غلو ډله يې درلودل، د دغه سياسي بحران په حالت کي يې وکولاى سوای چي خپله ډله نوره هم ډېره کړي او ځان ته يې نور ملګري هم پيدا کړل تر داسي اندازې چي د هغو څخه يې پوره لښکر جوړکړى او د يمن پر پايتخت يې حمله وکړه د پاچا قصر يې ونيوى او د يمن حاکم وګرځېدى.
دغه لِخُنَيعه فاجر، خبيث او ظالم سړئ ؤ ټول خلک ځني خپه او ناراضه وه قصه يې اوږده ده خو په مختصر ډول سره د تبان اسعد د زامنو څخه يو نفر چي نوم يې ذونواس ؤ وکولاى سواى چي و لِخُنَيعه ته ځان ور ورسوي او په خنجر سره يې و وژني، څو د بل وار دپاره د تُبّع تبّان اسعد زوى پر يمن مسلط سو او د يمن پاچهي بيرته د تُبّع د اولادې په لاس ورغله، په دغه وختو کي چي ذو نواس د يمن پاچا ؤ په نجران کي يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه مګر دغه کوچنۍ واقعه د نورو ډيرو لويو واقعو سبب وګرځېدل چي په وروسته کي یې په جزيرة العرب کي پيښي کړې، هغه واقعه دا سي وه: يو نصراني سړئ چي د نصاراوو عابد او راهب ؤ، موحِّد او د خالص توحيد عقيده يې درلودل، تاسي پوهېږى؟ چي ترنن ورځي پوري په نصاراوو کي موحِّدين موجود دي او سته.
وروڼو! د نصارا وو په اقسامو کي يوه ډله ده چي موحِّدين دي، يعني: يواځي الله جل جلاله په اُلوهيت او ربوبيت سره مني او عيسْى علیه السلام د الله عزوجل رسول او پيغمبر بولي او دغي ډلي ته (يُونِيټَيرِيَنز) یعني: مُوحِّدین ويل کيږي او دغه ډله ترنن ورځي پوري سته مګر شمېر يې لږ دى، دغه نصراني چي موحِّد، راهب او عابد سړئ ؤ او نوم يې (فِيميُون) ؤ د شام څخه و افريقا ته د توحيد د دعوت دپاره تلى، پرلاري د غلو يوه ډله پر پېښه سوه فيميون يې بندي ونيوى او بيا يې د نجران پر يوه سړي خرڅ کړى، د نجران سړي فِيميُون د خپل ځان سره جزيرة العرب او نجران ته بوتلى، اوس نو فِيميُون د دغه نجراني سره مريئ دى د ورځي به يې د خپل بادار خدمت کاوه د شپې او په فارغه وختو کي به يې د خپل رب عبادت کاوه، همېشه به په عبادت مشغوله ؤ مقصد دا چي نصراني فِيميون ډير عابد او د کرامتو خاوند ؤ.
يوه شپه يې بادار د ده وکوټې ته ورغلى وې لیده چي د مريي پر شا وخوا يې نُور او روښنايي ده، پوښتنه يې ځني وکړه چي ته څوک يې او ستا دين څه شي دى؟ فيميون هم د نصرانيت دين ورته تشريح کړى، سړئ په شک او تردّد کي سو، د دين په باره کي بحث او نقاش ور سره کوي.
په دغه وختو کي د نجران خلکو د يوې درختي یا وُني عبادت کاوه دغه ونه يې د ځان اِلْه او رب بلل، دلته نو فيميون د بحث په جريان کي و خپل مالک ته و ويل: که زما رب! ستا رب هلاک کړي ته زما د رب عبادت کوې؟ نجراني و ويل: هو! والله
که داسي پيښه سي چي ستا رب! زما رب مغلوبه او هلاک کړي معلومه خبره ده چي زه هم ستا د رب عبادت کوم، فيميون و ويل: ته د نجران خلک را ټول کړه بیا به و وينې چي زما رب ستا په رب څه کوي، سړي هم د نجران ټول خلک په يوه معينه ورځ و وُني ته را وبلل، خلک هم په هغه ورځ د وُني سره راټول سوه، فيميون کښېنستى عبادت او دعاء کوي خپل رب عزوجل ته يې ډيره دعاء وکړه ترڅو چي الله جل جلاله د ده دعاء قبوله کړه او د آسمان څخه پر دغه ونه (تندره) ټکه يا (صاعقه) را ولوېدل او ونه ټوله وسوځل سوه، د نجران د خلکو رب او الْه نيست او نابود سو نو خود د نجران ټول خلک و نصرانيت ته داخل سوه.
دا هغه معلومات وه چي نصرانيت څنګه و جزيرةالعرب ته داخل سو.
په وروسته کي دغه د نجران د نصاراوو څخه يو نفر چي نوم يې عبدالله بن ثامر ؤ د خپلو څو نفرو ملګرو سره چي ځيني يې راهبان یا عابدان هم وه د نجران څخه و يمن ته هجرت وکړى، هلته په يمن کي اوسېدل او په پټه يې خپل عبادت کاوه، ځکه د يمن د خلكو څخه چي يهود وه بېرېدل.
نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند