لیکنه: مولوي محمد نذير / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: امام بيهقي رحمة الله علیه روايت کوي، چي جندب بجلي رضی الله عنه ويلي دي: موږ نوي ځوانان وو او موږ د نبي صلی الله علیه وسلم سره وو، نو موږ ايمان زده کړ مخکي تر دې چي موږ قرآن زده کړو، وروسته مو بيا قرآن زده کړ، نو مو ايمان ښه ورباندي ډېر سو او تاسي اوس قرآن د ايمان تر مخه زده کوئ. (البیهقی: حدیث نمبر:۵۰)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم الْإِيْمَانُ بِضْعٌ وَّسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَّسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لآ إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيْقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِّنَ الْإِيمَانِ) (المسلم ج ۱: ص ۴۷ : باب عدد شعب الإيمان)
ژباړه: د ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ایمان څه د پاسه اویا (۷۰) برخي او ښاخونه لري او یاڅه د پاسه شپیته (۶۰) برخي او ښاخونه لري، نو تر ټولو ښه برخه ئې د (لا اله الا الله) وينا ده او د مرتبې د لحاظه، تر ټولو ټيټه برخه ئې د لاري څخه د تکليف رسوونکي شي لیري کول دي او حیا د ایمان یوه برخه ده.
د ایمان د برخو او ښاخو ژباړه او اجمالي بیان
علامه بدرالدین رحمة الله علیه په (عمدة القاري شرح صحیح البخاري ج: ۱، ص: ۱۲۸ او ۱۲۹) کښي لیکلي دي: پوره او کامل ایمان تصدیق، اقرار او عمل دئ. او دغه (د ايمان برخي) درې ډولونه لري:
اول- اعتقادیات: دا تر زړه پوري تعلق لري.
دوهم- اعمال اللسان دي، چي تعلق ئې د ژبي سره دئ.
درېیم- ډول ئې اعمال البدن دي، چي د بدن تر اندامونو پوري تعلق لري.
د ایمان هغه برخي کومي چي د زړه سره تعلق لري، د هغوی شمېر تر دېرشو پوري دئ، چي په لاندي ډول دي:
(۱) الْإِيْمَانُ بِاللهِ تَعَالَی : پر الله تعالی باندي ایمان (باور او یقین) درلودل. (و يدخل فيه الْإِيْمَانُ بذاته و صفاته و توحيده بان ليس کمثله شيئ،).
(۲) الْإِيْمَان بِمَلَائِکَتِهِ: پر ملائکو باندي ایمان درلودل.
(۳) الْإِيْمَانُ بِکُتُبِهِ : د الله تعالی پر کتابونو باندي ایمان درلودل.
(۴) الْإِيْمَانُ بِرُسُلِهِ: د الله تعالی پر ټولو رسولانو باندي ایمان درلودل.
(۵) اِعْتِقَادُ الْحُدُوْثِ مَاسِوَی اللهِ تَعَالَی: دا عقیده درلودل، چي د الله تعالی څخه پرته، نور هر څه حادث (نوی پیدا) او د الله تعالی مخلوقات دي. (او یوازي الله جل جلاله قدیم یعني ازلي دئ.)
(۶) الْإِيْمَانُ بِالْقَدْرِ خَیْرِهِ وَ شَرِّهِ: پر دغه ايمان درلودل چي تقدير د ښو او بدو د الله جل جلاله له طرفه دئ.
(۷) الْإِيْمَانُ بِالْیَوْمِ الْآخِرِ: د قیامت پر ورځ باندي ایمان درلودل. (و يدخل فيه السؤال بالقبر و عذابه و البعث و النشور و الحساب و الميزان و الصراط.)
(۸) اَلْوُثُوْقُ عَلَی وَعْدِ الْجَنَّةِ وَ الْخُلُوْدِ فِیْهَا: د جنت پر وعده او په هغه کي د تل پاته کېدو باور درلودل.
(۹) اَلْيَقِيْنُ بِوَعِيْدِ النَّارِ وَعَذَابِهَا وَ اَنَّهَا لَا تَفْنَی: د جهنم پر اخطار او د هغه پر عذابونو باور درلودل او (دا باور درلودل) چي دغه اور له منځه نه ځي.
(۱۰) مَحَبَّةُ اللهِ تَعَالَی: د الله تعالی سره محبت کول.
(۱۱) (اَلْحُبُّ فِي اللهِ وَ الْبُغْضُ فِي اللهِ) د الله په خاطر (د نورو سره) محبت او مینه کول او د هغه په خاطر (د نورو سره) نفرت کول. (ويدخل فيه حب الصحابة المهاجرين و الانصارو حب آل الرسول صلي الله عليه وسلم.)
(۱۲) (مَحَبَّةُ النَبِيِّ صلی الله عليه وسلم): د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره محبت کول. (لمونځ او د سنت اتباع هم پکښي داخليږي)
(۱۳) (اَلْاِخْلَاصُ) یعني اخلاص (ټوله دین يوازي د الله تعالی له پاره) کول. (د نفاق او ريا پرېښوول هم پکښي داخلېږي).
(۱۴) (اَلتَّوْبَةُ وَالنَّدَمُ): د ګناهونو څخه ځان راګرځول او د زړه څخه پر ګناهونو پښېمانه کېدل. (او په راتلونکي کي د نه کولو ټينګ عزم کول).
(۱۵) (اَلْخَوْفُ) : د الله جل جلاله څخه بېرېدل.
(۱۶) اَلرَّجَاءُ : د الله تعالی څخه د رحمت امید درلودل، او (تَرْکُ الْيَأْسِ وَ الْقُنُوْطِ) یعني د الله د رحمت څخه نه ناامیده کیدل.
فائده : (ترک الياس و القنوط) د (الرجاء) سره هم معنی دئ نو دواړه باید یوه برخه وبلله سي. حیاء مستقله او جلا برخه ده، چي په حدیث شریف کي ئې هم ذکر راغلی دئ (الحياء شعبة من الإِيمان)، نو دلته مو د (ترک الياس و القنوط) پر ځای باندي (الحیاء) جلا برخه ولیکل) لکه اشرف علي تهانوی رحمة الله علیه چي د (الرجا ء) د برخي څخه وروسته اووه لسمه (۱۷) برخه د (الحیا ء) لیکلې ده، (اردو درسي بهشتي زیور، ص: ۵۷۱، بيت العلم).
(۱۷) اَلْحَيَاءُ: شرم او حیا کول.
(۱۸) اَلشُّکْرُ: شکر ادا کول.
(۱۹) اَلْوَفَاءُ: د وعدې پوره کول.
(۲۰) اَلصَّبْرُ: صبر (زغم) کول.
(۲۱) اَلْتَوَاضُعُ: خاکساري کول (په زړه کښي خپل ځان تر نورو کم بلل، یوازي په ژبه باندي خپل ځان حقیر او ناچیز نه بلل).
(۲۲) اَلرَّحْمَةُ وَ الشَّفَقَةُ: رحمت او شفقت کول (د الله تعالی پر مخلوقاتو باندي شفقت کول).
(۲۳) اَلرِّضَاءُ بِالْقَضَاءِ: (د الله تعالی) په پرېکړه (او قسمت) راضي کېدل.
(۲۴) اَلتَّوَکُّلُ: توکل کول (پر الله جل جلاله ځان سپارل).
(۲۵) (تَرْکُ الْعُجْبِ وَ الزَّهْوِ) یعني خودبیني او خود ستايي (ځان ښه بلل او د ځان ستاینه) پریښودل.
(۲۶) تَرْکُ الْحَسَدِ: حسد او کینه پرېښودل.
(۲۷) تَرْکُ الْحِقْدِ وَالْضِّغْنِ: د مسلمان له پاره په زړه کي د انتقام ارزو نه ساتل.
(۲۸) تَرْکُ الْغَضَبِ: غصه نه کول.
(۲۹) تَرْکُ الْغِشِّ : چم نه کول.
(۳۰) تَرْکُ حُبِّ الدُّنْيَا: د زړه څخه د دنیا محبت ایستل.
نور بيا...
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه