تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د فيل کال او د اصحابُ الفيل قصه(۲۰)
  تعليم الاسلام راډيو
  May 3, 2018
  0

نبوي سیرت (۲۰ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اوس نو ابرهه د کعبې شريفي د نړولو دپاره د يوه لوى لښکر د جوړولو امر وکړى وايي غواړم چي کعبه ونړوم، لښکر تيار او آماده سو ابرهه د لښکره سره د يمن څخه د مکې مکرمې پر طرف رهي سو او خپل زوى يې پر خپل ځاى د يمن حاکم پرېښاوه او په لښکر کي يې پر نورو فيلانو سر بېره يو بل ډير لوى فيل هم را رهي کړى چي پر دغه فيل يې د محمود نوم ايښى ؤ او دا يې إراده وه چي په دغه فيل سره به کعبه نړوم، په لار کي د عربو قبيلې د ابرهه و مخ ته را و وتلې غواړي چي دئ د دغه کاره څخه منعه کړي ځکه د عربو قبيلې د ده تر حکم نه وې لاندي.

 

د عربو د مشرانو څخه يو مشر چي نوم يې ذُونَفر ؤ يو لښکر جوړ کړى او د جنګ دپاره د ابرهه مخ ته ور و وتى خو د ذونفر لښکر دومره نه ؤ چي د ابرهه سره وجنګيږي نو خود د ذو نفر قبيلې ماته وخوړل او په خپله ذونفر اسير ونيول سو، ابرهه دئ هم د خپله لښکره سره را رهي کړى، بيا په لار کي د خُثعُم قبيلې ته دا خبر ورسېدى چي ابرهه غواړي کعبه شريفه ونړوي، دوى هم لښکر جوړ کړى چي مشر يې نُفَيل ابن حبيب ؤ خو تر لږ جنګ وروسته دې قبيلې هم ماته وخوړل او نفيل هم اسير ونيول سو خير ابرهه طائف ته ورسيدى، اهلِ طائف چي د ثقيف قبيله وه د ابرهه څخه وبېرېدل چي خلک به مو و وژل سي او طائف به په خرابه بدل کړل سي،

 

 نو يې ابرهه ته نفر ور ولېږل چي موږ په دې موضوع کي هيڅ دخل نه لرو که ته کعبه نړوې ويې نړوه او د دې دپاره چي دا درته ثابته سي چي موږ بې طرفه يو او ستا په کار کار نه لرو يو نفر به هم در سره ملګرى کړو چي تا ته لار در ښيي او کعبې ته دي ورسوي، د طائف د خلکو څخه يو نفر چي نوم يې ذُو رُغال ؤ په خپله خوښه د ابرهه ملګرى سو چي لار ور وښيي، نور عرب کله په دې راضي وه او هيڅوک داسي نه وه چي لار دي ور وښيي خو دا يو لوى خيانت ؤ چي ذو رغال وکړى، ذو رغال د ابرهه سره ملګرى سو او د مکې مکرمې لار ور ښيي کوم وخت چي دوی مکې مکرمې ته نژدې سوه ذو رُغال په لار کي مړ سو او هلته د مکې مکرمې او طائف په منځ کي ښخ کړل سو  او د ده قبر د عربو دپاره د ډبرو ويشتلو ځاى وګرځېدى يعني: هر وخت چي به عرب دلته تېرېدل د ده قبر به يې په ډبرو  ويشتى او ويل به يې:

 

 (دا د خپل قوم خائن دى) حتّْی که عرب تر اوسه پوري د يوه خائن دپاره مثال را وړي نو وايي: فلانئ ذو رغال دى چي خپل قوم ته يې خيانت وکړى او د ښمن ته يې لار ور ښوول. 

 

زه نه پوهېږم چي نن ورځ به هم په موږ مسلمانانو کي د ذُورُغال پر قسم داسي خائنان خلك موجود وي چي د یو څو پیسو په مقابل کي دي دښمن ته د مسلمانانو د وژلو او نيولو لاري چاري ور ښيي که يا؟ د دغي پوښتني جواب به تاسي ته پرېږدم. 

ابرهه د مکې مکرمې و اطرافو ته ورسېدى او هلته د مکې مکرمې ساربانانو د قريشو اوښان پېول، د ابرهه لښکر دغه اوښان واخستل او خپل د لښکر ځاى ته يې بوتله، په دې اوښانو کي (٢٠٠) اوښان د عبدالمطلب وه چي دغه عبدالمطلب زموږ د پيغمبرحضرت محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  نيکه دى او په دغه وخت کي عبدالمطلب د مکې مکرمې عمومي مشر او رئيس ؤ. 

 

دغه اخبار و مکې مکرمې ته ورسېدل چي ابرهه راغلى دى غواړي چي کعبه شريفه ونړوي او د قريشو اوښان يې هم بوتله، عبدالمطلب ورغلى غواړي چي د ابرهه سره و ويني خو ابرهه انکار وکړى ويل: نه غواړم چي په عربو کي د هيچا سره و وينم، عبدالمطلب و هغه ذو نفر ته ورغلى چي د ابرهه سره بندي ؤ او ويل: کومه داسي لار او طريقه نسته چي زه د دغه پاچا سره و وينم؟ ذو نفر و ويل: لکه څرنګه چي ته مي وينې زه بندي يم خو بيا هم (اُنَيس) چي د دغه محمود نومي فيل فيلوان او تربيه کونکى دى او ابرهه ته نژدې دى د هغه سره پيژنم.   
   
هغه وخت فيلوانانو د پاچهانو په حضور دومره قدر او عزت درلود لکه نن ورځ چي د جنګي طيارو  د ښه او تکړه پيلوټ قدر سته.

نو ذونفر و ويل: زما او د دغه (اُنَيس) فيلوان په لار کي يو څه تعلق او شناخت پيدا سوى دى که دي خوښه وي زه به دغه انيس ته و وايم چي ابرهه ته دي ور ولي، د عبدالمطلب خوښه سوه او ويل: ښه دى ته ورته و وايه، ذو نفر و اُنيس ته و ويل: دغه عبدالمطلب د قريشو د قبيلې لوى سردار او رئيس دى که دي د ابرهه سره مخامخ او مقابل کړى احسان به دي وي، اُنيس يې واسطه سو او ابرهه هم عبدالمطلب ته د ملاقات اجازه ورکړه، عبدالمطلب چي ډير ښايسته او د دبدبې خاوند ؤ هيبت يې درلود هر چا چي به وليدى بېله اختياره د ده عزت ځني کېدى، کوم وخت چي دئ د ابرهه و مجلس ته ور داخل سو د اولو ليدلو سره د ابرهه په زړه کي د عبدالمطلب عزت او هيبت پيدا سو، لوړ او عزتمن شخص ورته معلوم سو، ابرهه پر يوه خاص او مخصوص تخت کښېنستى، کوم وخت چي يې عبدالمطلب وليدى زړه يې ورته و ويل چي عبدالمطلب هم پر دغه تخت ور سره کښېنوي، خو د نورو حبشيانو څخه وشرمېدى نو ابرهه د خپل تخت څخه را کښته سو او د عبدالمطلب د عزت دپاره د ده سره پر مځکه کښېنستى او پوښتنه يې ځني وکړه چي څنګه او څه لره راغلى يې؟

 

عبدالمطلب و ويل: ستا عسکرو زموږ اوښان بېولي دي او په هغه جمله کي زما هم (٢٠٠) اوښان سته زه راغلم چي دغه زموږ حيوانات بيرته و موږ ته راکړې، د دې خبري په اورېدلو سره ابرهه ته ډير قهر ورغلى او ويل:کوم وخت چي ما ته وليدې ته مي تر دې لوى او لوړ وبللې، ستا عزت مي وکړى حتّْی ستا د عزت دپاره پر مځکه در سره کښېنستم خو تا چي خبري شروع کړې فقط اوښان غواړې، ما دا فکرکاوه چي ته به د کعبې په باره کي زما سره خبري وکړې، هغه کعبه چي ته او ستا قوم يې عبادت کوى او معززه يې بولى د الله جل جلاله  کور يې بولى، ما فکر کاوه چي ته به و وايې: دغه کعبه مه نړوه مګر ته وايې زموږ اوښان راکړه، عبدالمطلب ورته و ويل: يا ابرهه! زه د اوښانو خاوند يم دغه د دنيا مال دى چي زه حکم پر لرم او تصرف پکښي کوم مګر کعبه! هغه خپل ځان ته مالک لري او خپل مالک يې ساتي، د کعبې په باره کي ته پوه سه اوکار دي که دا د الله جل جلاله   کور ؤ هغه الله جل جلاله  يې ساتي، ابرهه ته دا خبره عجبه ښکاره سوه او امر يې وکړى چي د قريشو اوښان بيرته ورکړى، بيا يې عبدالمطلب ته و ويل: موږ د دې دپاره نه يو راغلي چي تا او ستا قوم ته آزار در و رسوو زموږکار د دغه خوني سره دى غواړو چي دغه خونه و نړوو که ته د ځان او ستا د قوم دپاره نجات غواړې نو تاسي د دغه ښار څخه ووزى چي زموږ د آزار څخه وساتل سى، کوم وخت چي موږ دغه خونه ونړول بيا تاسي بير ته مکې ته راسى.

 

خير عبدالمطلب د ابرهه څخه رهي سو او مکې مکرمې ته ولاړى، د مکې مکرمې خلک يې امر کړل چي د مکې څخه ووزي، د مکې مکرمې خلك هم د ښار څخه و وتل او پر هغه نژدې غرو ورته کښېنستل د هغه ځای څخه ورته ګوري چي څه پيښيږي، د مکې مکرمې ښار د خلكو څخه خالي پاته سو.

 

په هغه معينه ورځ چي ابرهه ټاکلې وه د ابرهه په امر د حبشیانو لښکر سره د فيله د کعبې شريفي پر طرف حرکت وکړى غواړي چي کعبه شريفه ونړوي، فيل سره د لښکره د کعبې شريفي طرف ته رهي دي او د مکې مکرمې خلك د غرو څخه ورته ګوري، کوم وخت چي فيل او لښکر تر مزدلفې تيرسوه دلته يوه شېله ده چي (وادي محسِّر) ورته ويل کيږي او تر دغه شېلې وروسته منْى شروع کيږي، يعني: دغه شېله د منْى او مزدلفې په منځ کي واقع ده، فيل او لښکر چي و دغي شېلې ته ورسيدل په دغه وخت کي هغه نُفَيل ابن حبيب چي د ابرهه سره بندي ؤ ځان خلاص کړى او په ځغستا د فيل و طرف ته ورغلى د فيل په غوږ وځړېدى او پر ناري يې کړه:

 

پرېوزه محموده! پرېوزه، دا د الله جل جلاله  کور دى، فيل هم زنګون کت کړى او پرېوتى، دلته نو د ابرهه نفر راغله چي فيل ولاړ کي خو فيل چي هر څه ولاړوي نه ولاړيږي، کشوي يې، وهي يې فيل حرکت نه کوي، څو هغه اُنيس فيلوان راغلى د فيل مخ يې بل طرف ته واړاوه فيل ولاړ سو او ځي، فيل چپه او  راسته طرف ته، د شا پرطرف، هر طرف ته چي دوى وغواړي ځي، خو مخ پر کعبه شريفه هيڅ حرکت نه کوي، خلك په تعجب کي دي دوى په فيل مشغوله  دي مخ يې يوه طرف او بل طرف ته اړوي چي هلته ليري په آسمان کي د مرغانو سِېلونه را ښکاره سول چي د آسمان مخ يې ټول نيولى دى، خلك په تعجب کي سوه چي دا څه شي دي؟ کوم وخت چي را نژدې سوه معلوم سول چي دا کوچني کوچني مرغان دي، د غه مرغان دومره کوچني وه لکه چوغکي، لوى او غټ مرغان نه دي او د هر مرغه سره درې د خټو څخه جوړي سوي ډبري ور سره دي، دغه ډبري دومره کوچنۍ کوچنۍ وې لکه د نخودو يا ماشو دانې، هر مرغه يوه ډبره په مشوکه کي نيولې ده او دوې ډبري يې په پښو کي نيولي دي، کوم وخت چي دغه مرغان د ابرهه و لښکر ته را ورسېدل نو يې د ډبرو په ويشتلو شروع وکړه، د دغه لښکر څخه چي و هر يوه ته ډبره ور ورسيږي سبحان الله! لکه يو ميکروبي مرض چي يې و بدن ته داخل سي غوښي يې توييږي، ويليږي او  لويږي ترڅو چي مړ به سو، د ابرهه د لښکر افراد يو په بل  پسي وژل کېده، ابرهه چي دا حال وليدى په ځغستا سو غواړي چي وتښتي مګر د الْهي لښکر څخه خلاصيدل نسته الله جل جلاله  پر ده يو مرض مسلطه کړى چي د هغه په واسطه يې د لاس ګوتي و لوېدې او ډنګرېدى، و يمن ته په داسي حال کي ورسېدى چي دومره سوى ؤ لکه يو چيچئ او هلته مړ او هلاک سو.

 

دغه واقعه د محرم په مياشت کي پيښه سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر مبارک ميلاد پنځوس ورځي د مخه وه، دغه د فيل او ابابيل واقعه الله جل جلاله  په قرآن کريم کي موږ ته بيان کړې ده او په سورة الفيل کي فرمايي:  


أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (۱) أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (۲) وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ (۳) تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ (۴) فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ (۵)

دغه واقعه د الله جل جلاله  د قدرت معجزه وه، د دې واقعې خبر د هغه وخت په متمدينو او لويو مملکتو کي لکه فارس او روم نشر سو ځکه ابرهه د نجاشي د طرفه په يمن کي والي او نائب ؤ او حبشې بيا د روم د حکومت سره ټينګ او نژدې تعلقات درلودل، نو روم د حبشې د لاري په دغه واقعه خبر سو او فارس چي هميشه به يې د روم او د هغه د حلفاوو يا متعاهدينو خبرونه د جاسوسۍ د لاري لاس ته را وړل او و هغو ته به هميشه په خزه کي ناست وه دا خبر ور و رسېدى او  د هغه وخت د مځکي د مخ هغه لوى او پر مخ تللي مملکتونه هم دغه دوه وه، نو دغه واقعې ټول عالَم و ځان ته متوجه کړى او  عالَم يې د بيت الله په شرف پوه او خبرکړى، عالَم ته دا معلومه سوه چي الله جل جلاله  دغه ځاى مقدس کړى دى لکه دا چي د دغه ځاى څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د راتګ مقدمه وه او عالَم ته يې دا ور ښکاره کړه که د دغه ځاى د اَهله څخه يو څوک د نبوت دعوه وکړي دا به عيناً هغه شئ وي چي د دغي واقعې تقاضاء او غوښتنه ده او د دغه ځاى څخه به د نبي را وتل د دغه پټ حِکمت تفسير او بيان وي چي الله جل جلاله  ولي د مکې مکرمې مشرکان د هغه وخت پر اهل ايمان چي نصارا وه په داسي طريقه سره کاميابه کړل چي د اسبابو تر قدرت لوړه خبره وه


نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته