ژباړه: سعيدالرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(( الله ته خوښ کلام ))
• د نن ورځې ګټې
۱. په ټوليز ډول غوره انسان.
(( تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن پخپله زده کړي، او نور ته يې ور وښايي)).
شايد د دې راز هم په دې وينا کې وي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : (( چا ته چې چا د الله د کتاب يو ايت زده کړلو، تر کومه چې دا ايت خلک لولي تر هغې به دې ته ثواب ورکول کيږي)).
۲. حقيقي عزت : (( زما د امت عزتمند خلک هغه د قرآن والا، او د تهجدو والا دي)).
۳. حسد کوونکي: ((حسد [غبطه (پسخيدنه)] په دوه قسمه خلکو سره پکار ده چې وکړی شي، يو هغه تن دی چې الله ورته د قرآن کريم پوهه ورکړې وي، د ورځي او د شپې د هغې حق اداء کوي، بل هغه تن دی چې الله مال ورکړی وي، او شپه ورځ يې د الله په لاره کې خرچ کوي)).
۴. د قرآن پريښودنه د زړه د خرابۍ دليل دی: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: (( د چا په زړه کې چې د قرآن څه حصه نه وي، د وران کنډر په څير دی)). وران کنډر کې ګټه نه وي، خلک ورته نه ګوري، او څارنه يې نه کوي.
۵. دوه سفارشيان: (( روژه او قرآن به د بنده لپاره د قيامت په ورځ سپارښت کوي، روژه به وايې: اې ربه ! ما دا انسان له خوراک څښاک او شهوت نه منع کړی و، زما سپارښت د ده په اړه منظور کړه، قرآن به ووايې: ما دا انسان د شپې د خوب نه منع کړی و، زما سپارښت د ده په اړه منظور کړه. رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: چې د دواړو [قرآن او روژې] سپارښتنه به قبوله سي)).
۶. د الله ځانګړي خلک: (( د قرآن څښتنان د الله اهل او ځانګړي شخصيتونه دي)).
• قرآني وړانګې
الله تعالی فرمايلي دي: ((كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الأَلْبَابِ)) [ص: ۲۹]
دا قرآن چې موږ نازل کړی دی د برکت والا کتاب دی، د دې لپاره چې د دې په ايآتونو کې بنده ګان فکر وکړي او عقلمند ترې نصيحت واخلي.
[کتاب انزلناه اليک مبارک] سعدي رحمه الله د دې په تفسير کې وايې: په دې کې ډير او خورا زيات پوهه ده.
[ليدبرو ءآيته] دا يې د نازلولو حکمت دی، چې خلک د دې په آياتونو کې فکر وکړي، د هغې نه علم راوباسي، او د هغې په حکمتونو او رازونو کې سوچ وکړي.
دا شيان هله ترلاسه کيږي چې په ايت او د هغې په مانا کې سوچ وکړې، بار بار په فکر کولو سره به ته د دې خير او برکت ومومې، دا خبره هم په قرآن کې په فکر کولو باندې هڅونه ده، او دا د غوره کارونو نه دی.
له دې امله عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايلي دي:
(( قرآن د بې کاره کجورو په څير مه غورځوئ، د شعر د ټوټو په شان يې مه ټوټه کوئ، د حيرانتا په ځاي کې دمه وکړئ، زړونه په ځوښت راولئ، د سورة د ختمولو په فکر کې مه کيږي)).
په مسند د امام احمد کې د عائشې رضي الله عنها روايت دی:
(( چا عائشې رضی الله عنها ته وويل څه خلک دي ټول قرآن په يوه يا دوه شپو کې وايې ، عائشې رضي الله عنها وفرمايل: دغو خلکو به لوستلی وي؛ خو هيڅ يې هم نه دي لوستي، زه به د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره ټوله شپه په عبادت کې ودريدم، هغه مبارک به سورة بقرة، ال عمران او نساء به يې ولوستل، د ويرې په ايت به چې تېريدو د الله نه به يې دعا او پناهي غوښته، او چې د خوښۍ په آيت په تيريدو د الله نه به يې دعا غوښته او د هغې په لورې به يې خپله مينه ښکاره کوله)).
• پيغمبر صلی الله علیه وسلم زموږ لارښود دی
عقبه بن عامر رضی الله عنه وايې : موږ په صفه کې ناست و چې رسول الله صلی عليه وسلم راباندې راغی، ويې فرمايل: تاسو کې څوک خوښوي چې هغه سهار دې بطحان یا عقيق نومې ځای ته لاړ شي، او د ځان سره دې دوه داسې څربې اوښې راولي چې نه يې غلا کړي وي او نه يې خپلولي پريکړي وي؟ اصحابو وويل : اې د الله پيغمبره! دا خو موږ ټول خوښوو. بيا يې وفرمايل: (( که يو تن ستاسې سهار د وخته جومات ته لاړ شي، د الله عزوجل د کتاب دوه آيتونه ياد يا تلاوت کړي دا ورله د دوه اوښو نه غوره ده، درې د دريو نه، څلور د څلورو نه او د دې په شمير اوښان)) [ مسلم، ابودادو]
۲. د احد د جنګ نه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د شهيدانو صحابود دفن لپاره راغلی، په يو قبر کې به يې دوه يا درې تنه کيښودل.. چې شهید به راوړل شو، پوښتنه به يې وکړه: چا په کې قرآن ډير زده دی؟ کومه به چې ورته په نښه شو هغه به يې په قبر او لحد کې مخکې کيښودو)).
• زرينې ويناوې
۱. ابن مسعود رضي الله عنه فرمايلي دي: (( د خپل ځان په باره کي د نفس نه نه بلکې د قرآن نه تپوس وکړئ، که قرآن ورته خوند ورکوي، او مېنه ورسره لري، نو دا الله او د هغه د رسول سره هم مېنه لري، او که چېرته قران سره يې کينه وي؛ نو بيا د الله د هغه د رسول سره هم کينه لري.))
۲. ابو هريره رضي الله عنه وايې: هغه کور چې قرآن ورکې لوستل کيږي، په اوسيدونکو به پراخه وي، خیر به يې ډير وي، ملائک به يې کور ته راځي او شيطان به ترې نه کډه کوي، او کوم کور کې چې قرآن نه لوستل کيږي، په اوسيدونکو باندې راتنګ وي، خير يې لږ وي، له کوره يې ملائک ځې او شيطان په کې استوګنه غوره کوي.
۳. انس بن مالک رضی الله عنه وايې: ډير ځل به يو سړی قرآن لولي؛ خو قرآن به ورباندې لعنت وايې.
۴. ابو حامد غزالي ويلي دي: تا ته حيا نه درځي کله چې تا ته د خپلو وروڼو له لورې په لاره کې يو خط راشي؛ نو د لارې نه څنګ ته شې، کښينې حرف حرف يې لولې او سوچ کوې چې هيڅ هم درنه د لوستلو نه پاتې نه شي، دا د الله کتاب دی چې ستا د هدايت د پاره يې راليږلي دی...
ګوره څومره په تفصيل سره يې درته خبره کړې ده...
څومره تکرار يې کړی دی چې ته ورکې سوچ او فکر وکړې ؛ بيا هم ته د دې سره ترې مخ ګرځوي!!
آيا الله تا ته د خپلو وروڼو نه هم کم دی؟
ورور چې دې ملاقات ته راشي، مخ ترې نه اړوې، خبره يې د زړه په غوږونو اورې، که په دغه پېر کې څوک خبرې يا يو کار کوي، ته ورته د نه کولو په پار اشاره کوې، الله عزوجل چې تا ته متوجه دی، خبرې درته کوي بيا هم ته ورته شا اړوي مخ ترې ګرځوې او ځان ترې مصروفوې...
• په زړه پورې کيسې
۱. د دنيا او اخرت سرلوړي:
نافع بن عبدالحارث د مکي والي د عمر رضي الله عنه سره مخامخ شو، ورته يې وويل: په علاقه دې څوک مشر کړی دی؟ نافع ورته وويل: ابن ابزی مې مشر ټاکلی دی؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: ابن ابزی څوک دی؟ هغه ورته وويل: زموږ له مريانو څه يو مری دی؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: ايا تا ورباندې مری مشر ټاکلی دی!! نافع ورته وويل: هغه د الله د کتاب لوستونکی دی، په ميراث باندې ښه پوهيږي. عمر رضي الله عنه ورته وويل: زموږ ستاسو نبي داسې ويلي دي: (( بيشکه الله تعالی په دې کتاب[قرآن] باندې ځينې قومونو ته سرلوړي ورکوي او ځينې نور بيا په دې سره خوار او ذليله کوي)).
• قرآن په روژه کې
روژه هغه مياشت ده چې د قرآن کريم نازليدل ورکي پيل شوي، بلکې ټول اسماني کتابونه دې مياشت کې نازل شوي دی، پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلی دي: ((په ابراهیم علیه السلام باندی صحیفي د رمضان په اوله شپه نازل شوې او تورات په شپږمه د رمضان باندي نازل شوی دی ، او انجیل د رمضان په دیارلسم باندي نازل شوی دی او قرآن د رمضان په څلور ویشتم نازل شوی دی (أخرجه أحمد فى مسنده))
بلا مخالفته دا د قرآن مياشت ده، جبريل عليه السلام به د روژې په هره شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته قرآن اورولو، او يو بل ته به يې قرآن اورولو، په دې مياشت کې خلک قرآن لولي، غوږ ورته نیسي، په جوماتونو کې يې لولي.
• دعاء
اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ، وَابْنُ عَبْدِكَ، وَابْنُ أَمَتِكَ، نَاصِيَتِي بِيَدِكَ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ، سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ، أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ، أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي، وَنُورَ بَصَرِي، وَجِلاءَ حُزْنِي، وَذَهَابَ هَمِّي.