تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 16, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ماشوم د تربيې له پاره د مور بديل نسته:


الله جل جلاله ښځه داسي پيدا کړې ده چي د تعجب وړ ځانګړتياوي ئې هم ورسره يوځای کړي دي، د ښځې يو خاصيت دادی چي خپل کار په خپل وخت باندي و سرته رسوي، فکري عاطفه ئې دنده ده، يوه مور تل د خپلو ماشومانو فطري غوښتني پوره کوي، په مينه او لورينه سره ئې ښکلي کوي، د ماشومانو په روزنه کي له صبره څخه کار اخلي، د يوه ماشوم عواطف، فطري احساسات بېله موره په هيڅ ډول سره بشپړ کيدای نسي، د مور د شفقت په لمن کي بيا ماشوم له ټولو جسماني او ذهني تکليفونو څخه پاک وي، د مور په يوه ږغ سره د ماشوم ژړا په خندا سره بدله سي، چي مور هغه الهي تحفه ده چي بديل ئې نسته. 


پر ماشومانو باندي نړېواله پلټنه:


هغه ماشومان چي له پلار او مور څخه بېل دي، والدين ئې په دفترونو، پلورنځيو، کارخانو او نورو رسمي او غير رسمي ځايونو کي کار کوي او خپلو ماشومانو ته وخت نلري دا د انسانيت دښمنان دي، که دوی د ترقۍ په فکر کي دي و بل لور ته دوی د انساني کړۍ له دورانه څخه وځي، دا ماشومان په دې ناوړو کړونو کي شکيل سي:


۱: دا ماشومان له ترحم څخه خالي وي، هټلر دا پروژه پر مخ بوتله .


۲: د ټولنې د فساد سرچينه وګرځي لکه: غلاوي، قتلونه، او نور...


۳: هغه کسان چي سلنه ئې په نړېواله توګه سره زياته ده په محبسونو کي بنديان دي دا هغه کسان دي چي په وړکتوب کي له والدينو څخه محرومه وه.


۴: دا ماشومان چي غټ سي ځان وژنه داسي ورته عادي ښکاري لکه يو څوک چي ښه کار کوي.


۵: داسي کسان په ټولنه کي د هيچا احترام نه لري، حتی قانون ورته پر اوبو کرښې ښکاري.


۶: داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله لوړ تعليم نسي حاصلولای، نو ځکه ئې ژوند د مشکلاتو ښکار وي.


۷: د انسانانو سره ژوند ورته دروند ښکاري، دا ځکه چي په هره ټولنه کي اصول وي او داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله دا حوصله او زغم نلري.


۸: داسي کسان ډېر ژر د بل چا تر احساساتو لاندي راځي، داسي ډېره پېښه سوې ده چي یو انسان خپل غوښي خپله خوري  او يا يي بل ته ورکوي.


۹: و داسي کسانو ته نه نصيحت، نه وهل، نه ډبول او نه هم بد ويل ګټه لري.


۱۰: ټوله انسانان ورته نابلده او بېګانه ښکاري يواځي خپل کړه وړه ورته ښه ښکاري. 


د ماشوم عصبي کمزوري ولي صورت نيسي؟


د امريکا د ذهني ناروغيو څېړونکي په دې آند دي چي که کوچنی اولاد د حيوان وي او يا د انسان وي که چيري په عارضي ډول سره د مور څخه ليري سي هغه ته عصبي صدمه رسيږي، ددې کوچني انسان يا حيوان په دماغ کي چي کومې عصبي حجرې دي هغه په ۲۴ ساعتونو کي يا له منځه ځي او يا ئې فعاليت کميږي، ددې څېړنيز مرکز او بي بي سي په آند چي هغه موږکان چي ۲۴ ساعته مو له مور څخه ليري کړل د هغو ځينو عصبي حجرې له فعاليته لوېدلي وې، او فلج سوي وې، برعکس هغه واړه موږکان چي له خپل مور سره وه هغه بلکل درست وه او هيڅ عصبي مشکل ئې نه درلودی. 


نور بیا...

 

ماخذ: 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 1 (مغربي تمدن کي ايک جهلک، پاڼه: ۹۹- ۱۰۰/ ليکوال: علامه سيدمجتبي موسوي صاحب) (Dr. A. Lexis Carrel)
  2 (Dr. Lisa, Professor and specialist of Children Behavior/International Conference/ Mother should Care child
  (American Child Health Center)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته