تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه په مطالعه روږد سو؟
  تلعیم الاسلام ویب پاڼه
  May 7, 2020
  0

څنګه په مطالعه روږ سوو؟
ژباړه: علی الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ځني کسان له دې څخه سر ټکوي، چي مطالعه نه سم کولای یا مي کتاب خسته کوي او یا هم لیوالتیا نه لرم. کله کله و دوی ته دا پوښتني هم پیدا کیږي: څه وخت مطالعه وکړم؟ څنګه مطالعه وکړم؟ څه شي مطالعه کړم؟  په لوړ ږغ مطالعه وکړم او که پټ مطالعه وکړم؟ او ...
دا پوښتني ددې لامل ګرځي، چي نور مو هم له مطالعې څخه واچوي.

 

دغه اسانه لاري تعقیب کړی، ډېر ژر به په مطالعه روږد سی: 
یو.
وخت وټاکه: د ورځي په اوږدو کي لس-لس دقیقې وختونه د مطالعې لپاره وټاکه؛ سهار، څاښت، غرمه، ماپښین، مازیګر او ماښام کي لس-لس دقیقې وخت وټاکه. ټوله ورځ کي به دي تر یو ساعت زیاته مطالعه کړې وي. 
دوه. خاموشه ځای پیدا کړه: که لږ و خاموشی ته سې، نو به له مطالعې څخه بلا خوند واخلې. 
درې. د تلویزیونه او انټرنیټ وخت دي مطالعې ته ورکړه.
څلور. کتابخانې ته ولاړ سه: هلته چي نور خلک ووینې، نو ستا به هم پر مطالعه شوق راسي.
پنځه. شروع د خپل مسلک په مطالعه وکړه: که اداري کارکونکی یې، نو د وخت ارزښت، اداري مهارتونو او ورته کتابونو په مطالعه شروع وکړه.
شپږ. له مطالعه کونکو ملګرو سره شناخت ډېر کړه: هغوی خامخا پر تا اغېز کوي. 
اووه. د ځان سره کتاب ولره: په ورځ کي خامخا داسي وخت راځي، چي موږ یو ځای انتظار کوو، نو که کتاب درسره وي، د مطالعې څخه به خوند واخلې او د انتظار شېبې به دي هم لنډي سي. 
اته. د مطالعې اړوند وږغېږه: څه چي دي مطالعه کړي دي، د هغه اړوند خلکو ته معلومات ورکړه. له مطالعې سره به نور هم عادت سې. 
نهه. یاداښت واخله: په مطالعه کي چي کوم څه ښه درته ښکاري، هغه یاداښت کړه. وروسته خپل یاداښتونه ولوله، خوند به درکړي.
لس. په لوړ ږغ یې ولوله: په خاموشي کي که په لوړ ږغ مطالعه وکړې، په مطالعه به روږد سې. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته