تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ذِي اَمَــر غــزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۸برخه)


 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د ذِي اَمَــر غــزاء

 

دغه غزاء هغه لویه عسکري حمله ده چي تر اُحُد د مخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قيادت سوې ده او د دغي غزاء د پېښېدلو سبب دا ؤ چي د مدينې منورې استخباراتو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر را وړى چي د بني ثعلبه او محارب قبيلو ډير زيات شمېر خلک سره يو ځاى کړي دي غواړي چي د  مدينې منورې پر اطرافو حمله وکړي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو لښکر جوړکړی چي د دغه لښکر د ټولو افرادو شمېر (450) نفره ؤ، دغه لښکر د هجرت د دوهم کال د محرمي په مياشت کي د دښمن پر طرف حرکت وکړی، مسلمانانو په لار کي يو سړئ ونيوى چي (جبار) نومېدى او د بني ثعلبه د قبيلې څخه ؤ دغه سړئ يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را وستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و اسلام ته دعوت کړی او هغه هم مسلمان سو، دا سړئ يې د حضرت بلال رضی الله عنه  ملګرى کړی چي اسلام ور  وښيي او سړئ په عين حال کي د مسلمانانو و لښکر ته لار هم ور ښيي چي د دښمن و مځکي ته بايد څنګه او پرکومه لار ورسي، هلته بيا وکفارو ته خبر ورسېدى چي د مدينې منورې لښکر را رهي دى، څرنګه چي کفارو د جنګ دپاره پوره تياري نه وه نيولې نو کفار د غرو و سرو ته وتښتېدل.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله لښکره سره د دوى د استوګني ځاى ته ورغلى او هلته يې د هغو اوبو سره واړول چي د(ذِي اَمر اوبه) ورته ويل  کېدې، نو د دې سببه و دغي غزاء ته د ذِي اَمر غزاء ويل کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو اوبو سره خېمې و درولې 

او د صفري مـياشت يې ټوله هلته تېره کړه، دا د دې دپاره چي د شا وخوا عرب د مسلمانانو په قوت او طاقت خبر سي او په زړو کي يې د مسلمانانو څخه بېره ځاى ونيسي او عرب په دې پوه سي چي د اسلام قوت د حجاز څخه و نجد ته ورسېدى، ځکه دغه قبيلې په غطفان کي وې او غطفان په نجدکي دى، په دغه غزاء کي جنګ يا يوه بله د يادولو وړ کومه لويه واقعه نه سوه پېښ، بېله يوې کوچنۍ او خطرناکه واقعې څخه، هغه دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا عادت ؤ چي ځيني وختونه به د خلکو څخه ګوښه کېدى هلته به يواځي ناست ؤ د الله جل جلاله  عبادت او د خپله ربه سره به يې مناجات کاوه. 

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله عادته سره سم پسله خېمو درولو څخه ولاړى هلته تر يوه ونه لاندي کښېنستى، د دغو قبيلو خلک چي د غرو  سرو ته ختلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې و پېژندى، ويل: والله بل وخت يې بيا دغسي په تنهايي کي نه سو پيدا کولاى څوک د ده د وژلو دپاره  ورځي؟ يو نفر چي دَعثور بن الحارث نومېدى هغه و ويل: زه يې وژنم، نو دغه دعثور په کراره کراره د غره څخه را کښته سو څو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ورسېدى او څوک نه دي په خبر، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه وخت کي تر ونه لاندي بيده ؤ، اوس نو دعثور د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و سر ته توره په لاس ولاړ دى، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ويښ سو او وې لیده چي دعثور ورته ولاړ دى او توره يې په لاس کي ده، غواړي چي رسول  الله صلی الله علیه وسلم  و وهي. 


دا داسي حالت دى چي هيچا د دې خيال او ګمان نه کاوه چي داسي دي پېښه سي خو اوس دعثور توره په لاس ولاړ دى او ويل: يا محمّد  صلی الله علیه وسلم اوس مي څوک ستا څخه منعه کوي؟ د ده په فکر کار خلاص دى فقط يو وارى غواړي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په يقيني او اعتمادي لهجه ورته و ويل: 

سبحان الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغي جملې د ويلو سره دعثور پر شا غځار سو او توره يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نژدې دلاسه ولوېدل، توره رسول الله صلی الله علیه وسلم  واخستل، اوس دعثور پروت دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره په لاس ورته ولاړ دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: زما څخه دي څوک منعه کوي؟ دعثور و ويل:

يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم الأمان ـ الأمان، په والله هيڅ وخت بيا جنګ نه در سره کوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرېښاوه، دعثور بيرته خپل قوم ته ولاړى، قوم ورته و ويل: ولي دي و نه واهه؟ دَعثور ويل: ما چي ورته و ويل: څوک مي ستا څخه منعه کوي؟ کوم وخت چي ده و ويل:، يوه سړي په دواړو لاسو پرځيګر و وهلم او زه پر شا غځار سوم.


دا جبريل عليه السلام  ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نجات او خلاصون دپاره د آسمانو څخه را کښته سو او دغه سړئ يې و واهه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته