تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله(ج) پر وعده ایمان درلودل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0

د الله(ج)  پر وعده ایمان درلودل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوم وخت چي فارسیانو چي مجوسیان وه و رومیانو ته چي مسیحیان وه په خپلو منځني جنګو کي سخته او شدیده ماته او شکست ورکړه د مکې مکرمې مشرکان په دې سبب چي دوی او فارسیان په دین کي سره نژدې وه ډیر خوشاله سوه، په دغه وخت کي د الله(ج)  دا قول نازل سو چي په سورة الرّوم کي فرمايي:


(الم ﴿١﴾ غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾ فِي بِضْعِ سِنِينَ ۗ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ ۚ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿٤﴾ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿٥﴾)


يعني: و عربو ته په نژدې مځکه کي (یا په کښته مځکه کي) روم مغلوبه سو او دغه روميان به د دوى تر دغه مغلوبيت وروسته په څو کلو کي بيرته پر فارسيانو غالبه سي، حکم او امر د مخه تر هغه چي فارس پر روم کامیابه سي او وروسته تر هغه چي روم پر فارس کامیابه سي خاص الله لره دی، او دغه د رومیانو د کامیابۍ په ورځ به مومنان د الله(ج)  په نصرت خوشاله سي، الله(ج)  د هغه چا سره مرسته او کومک کوي چي إراده یې وکړي او هم دغه الله(ج)  ښه غالبه او قوي دی او هم ډیر رحم کوونکی دی.  


د مبارکو آیاتو د ترجمې د پوره پوهېدلو دپاره به اول هغه قصه درته بيان کړم! کوم چي دغه آياتونه د هغې په باره کي نازل سوي دي نو بيا د آياتو په ترجمه په ډيره آساني سره پوهېدلاى سو، په دغو آياتو کي قرآن عظيم الشان يوه عجبه پېش ګويي کړې ده چي د قرآن مجيد پر صداقت او حقانيت لوى دليل دى، قصه داسي وه: 


د هغې زمانې د مځکي د مخ دوې لويي پاچهۍ چي فارس او روم وې د ډيرو کلو څخه په خپل منځ کي په شديدو جنګو سره اخته او مشغوله وې، 


په پخوا کي به هم اهل مکې يا مشرکانو ته د فارس او روم د جنګو خبرونه رسېدل، خو د نبوت او د اسلام د دعوت په وخت کي دغه د جنګو خَبَرُو د اهل مکې په زړو کي يو بل شکل او خاصه علاقه پيدا کړې وه، د فارس آتش پرستانو د دين د نژدې والي په سبب د مکې مکرمې بُت پرستان د ځان ډله بلل، او بالمقابل د روم نصاراوو بيا مسلمانان خپل بلل، ځکه چي دواړه اهل کتاب وه او د دواړو دين آسماني دين ؤ، نو کوم وخت چي به د فارسيانو د غالبه کېدلو خبر را و رسېدى د مکې مکرمې مشرکانو به خوشالي کول او ويل به يې: موږ به هم دغه رنګه پر تاسي غالبه سو، مسلمانان به هم په دغو خبرو او واقعو زهيرېدل او ويل به يې: نصارا چي اهل کتاب دي ولي د آتش پرستو مجوسيانو په مقابل کي شکست خوري؟ چي موږ ته دغه مشرکان پېغورونه را کوي خو په (614) عيسوي کال کي چي د رسول الله(ص)  د بعثت پنځه کاله تېر سوي وه فارسيانو و روميانو ته ډيره سخته ماته ورکړه او د روم د قيصر څخه يې ډير ځايونه ونيول حتّْی په خپله هرقل يا قيصر هم په قِسطِنطِينِيه کي چي اوس استنبول ورته ویل کیږي محاصره او قلا بند سو، د روميانو پايتخت تر خطر لاندي سو، ډير لوى لوى اُسقُفان يا و وژل سوه يا بندي ونيول سوه، د بيت المقدس څخه د نصاراوو ډير لوى او مقدس صليب د اېراني فاتحانو لاس ته ورغلى، د روم د قيصر عزت او اقتدار بالکل ختم او د منځه ولاړ، په ظاهره خو داسي هيڅ دليل او علامه نه وه موجود چي روميان دي بيا دومره قوت او طاقت پيدا کړي چي د فارسيانو په مقابل کي دي سر را پورته کړي، نو د دغو حالاتو او اخبارو په ليدلو او اورېدلو سره به د مکې مکرمې مشرکان ډير خوشاله کېدل، مسلمانانو ته به يې پېغورونه ورکول او زهېرول به يې، په دغه وخت کي قرآن مجيد د ظاهري اسبابو څخه مخالف يو داسي اعلان او بيان وکړی چي يوازي دا نه چي د منکرو مشرکانو هيڅ و زړه ته نه لوېدى بلكه عقلي دلایلو هم دا نه منل چي داسي دي پېښه سي لکه قرآن مجید چي وايي چي هغه دغه مبارك آياتونه دي چي موږ مخ کي د ترجمې سره تلاوت او بیان کړه:


نو ابوبكر الصّدِّیق(رض)  د دغو آیاتو تر اورېدلو وروسته د هغه خپل قوي ایمان او کاملي عقیدې په سبب چي د الله(ج)  پر وعده یې درلودل د مشرک قریشو په منځ کي ګرځېدی او هغو ته به یې ویل: تاسي مه خوشاله کېږی ځکه رومیان به بیرته پر فارسیانو کامیابه سي.


اُبی بن خلف چي مشرک ؤ او د رومیانو کامیابي یې هیڅ و زړه ته نه لوېدل ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته یې و ویل آیا پر دغه دعوه چي ته یې کوې شرط راسره تړې؟ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم په څو اوښانو شرط ور سره وتړی (البته په دغه وخت کي د شرط تړل یا شرط ایښوول نه وه حرام سوي) امیه بن خلف پوښتنه ځنی وکړه چي دغه د روم کامیابي به په څومره موده کي پېښه سي؟ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  درې کاله موده ور سره کښېښوول، ځکه په عربي کي د درو څخه نيولې بيا تر نهو پوري، بِضع ورته ويل کيږي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په اول کي د بضع سنين ترجمه د خپله فکره سره برابر په درو کلو کړې وه، نو يې خود د کفارو سره شرط هم په درو کلو کښېښاوه، مګر بيا یې د رسول الله(ص)  په لار ښوونه سره یې د بضع سنين ترجمه په نهو کلو سره وکړه، نو ابوبکرالصّدِّیق(رض)  بیرته و امیه بن خلف ته ورغلی، امیه چي ولیدی د لیري یې ورته و ویل: لکه چي پښېمانه سوی یې؟ ده (رض)  و ویل یا بلکه راغلی یم چي د شرط د اوښانو شمېر او د شرط موده زیاته کړم، نو د اوښانو شمېر یې سل اوښه کړی او موده یې نه کاله کړه.


کلونه تېرېدل څو د بدر د جنګ په وختو کي لکه څرنګه چي مسلمانان پر مشرکانو کامیابه سوه دغه رنګه رومیان پر فارسیانو کامیابه سوه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هغه د شرط سل اوښان د مکې مکرمې د مشرکانو څخه واخستل او د رسول الله(ص)  په امر سره يې ټول خيرات کړه.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته