تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د علي بن ابي طالب رضی الله عنه سَرِيه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دوهم: د علي بن ابي طالب  رضی الله عنه  سَرِيه

همدارنګه د هجرت د شپږم کال د شَعبان په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت علي رضی الله عنه  و بني سعد بن بکر ته چي په (فَدَک) کي اوسېدل د (200) نفرو سره ور ولېږى، چي د دغي ټولۍ د لېږلو سبب دا ؤ: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېدى چي بني سعد بن بکر غواړي چي د خيبر د يهودو سره د مسلمانانو په مقابل کي کومک وکړي، نو يې حضرت علي رضی الله عنه  د دوو سوو نفرو سره ور ولېږى، علي رضی الله عنه  به د شپې تګ کاوه او د ورځي به يې کمين نيوى، علي رضی الله عنه  په لار کي د بني سعد يو جاسوس ونيوى هغه هم اقرار وکړی چي هو:

 

بني سعد د خيبر و يهودو ته و لېږلم چي موږ بني سعد د مسلمانانو پر ضد ستاسي مرسته کوو په دې شرط چي د خيبر خرماوي يا کجور به موږ ته را کوى او دغه جاسوس د بني سعد د حيوانانو هغه ځاى هم ور وښاوه چي دوى هلته خپل حيوانات پټ کړي او يو ځاى کړي وه، نو علي رضی الله عنه  پر بني سعد حمله وکړه چي په هغه حمله کي يې (500) اوښان او (2000) پسونه په غنيمت ځني راوستل او بنو سعد په خپله وتښتېدل، د بني سعد رئيس وَبَر بن عليم ؤ. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته