تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حُدَيبِيې پېښـه او صلحه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حُدَيبِيې پېښـه او صلحه

 

لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: په جزيرة العرب کي حالات تر ډيري اندازې د مسلمانانو په ګټه مخ ته تله، د لويي فتحي علامې او د اسلامي دعوت کاميابي په کراره کراره د آسمان په اُفق کي معلومېدل او داسي مقدمې شروع سوې چي مشرکان په دې سره اعتراف وکړي چي د مسلمانانو دا حق دى چي خپل عبادت په مسجد الحرام کي وکړي، هغه مسجد الحرام چي د شپږو کلو را هيسي مشرکانو مسلمانان د هغه مسجد څخه منعه کړي وه.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي ؤ او دا يې په خوب وليدل چي دئ صلی الله علیه وسلم  او د ده اصحاب مسجد الحرام ته ور داخل سوه دکعبې شريفي کِلۍ يې واخستې، پرکعبه شريفه يې طواف او عمره وکړه، ځينو خپل سرونه وخرول او ځينو غچي کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه خوب اصحابو کرامو ته و وايه، هغه هم ډېر خوشاله سوه، د دوى دا خيال او ګمان سو چي په دغه کال  کي مکې مکرمې ته داخليږي. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپلو اصحابو كي دا إعلان وكړی چي زه د عمرې دپاره ځم او که د چا إراده وي چي زما سره عمرې ته ولاړ سي د سفر دپاره دي ځانونه تيار کړي، د مدينې منورې ټولو خلکو يعني: ټولو مهاجرينو او انصارو او د شا وخوا د صحرايي عربو څخه يو څو لږو نفرو د تګ دپاره آمادګي و نيول، مګر ډير صحرايي عرب نه ور سره و وتل، دغه نور قبيلوي مسلمانان ولي نه ور سره و وتل؟ ځکه د مسلمانانو او قريشو په منځ کي حالات خراب وه، تر اوسه جنګونه سته او قافلې اخستل کيږي، نو خلکو خاصتاً منافقانو او ضعيف الإيمانه مسلمانانو دا خيال او ګمان کاوه که مسلمانان مکې مکرمې ته ولاړ سي هلته جنګ پېښيږي او مسلمانان پکښي وژل کيږي، نو ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بېله مهاجرينو او انصارو او د ځينو قبيلو لږ افراد، نور څوک د جنګ د بيري نه و وتل. 

 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل کالي پرېوله او د هجرت په شپږم کال د ذوالقعدې په  مياشت کي د دوشنبې په ورځ پر خپله اوښه سپور سو د مدينې منورې څخه د مکې مکرمې پر طرف و وتى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په دې سفرکي ام المؤمنين اُم سَلَمه رضی الله عنها  ملګرې وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په دې سفر کي د ده اصحاب څوک وايي (1400) نفره وه، څوک وايي (1500) نفره وه، د دوى سره په دغه سفر کي بېله تورو نوره اسلحه نه وه ور سره. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه، كله چي و ذُو الحُلَيفه ته ورسېدل چي اوس آبار علي ورته وايي، دغه ځاى د مدينې منورې څخه اوه ميله ليري دى او د اهل مدينې دپاره ميقات دى هلته یې د عمرې په نيت احرام و تړى او خپلي هَديِ يې علامه داره کړې، دا د دې دپاره چي څوک دغه هَديِ او احرام و ويني هغه په دې پوهيږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ دپاره نه دى را وتلى،  بلکه ځي چي د کعبې شريفي عزت او احترام وکړي نو خلک د ده صلی الله علیه وسلم  د جنګ څخه په امان دي او څوک نه بيريږي.اوس نو هَديِ څه شي ده؟

 

هَديِ و هغو اوښانو ته ويل کيږي چي حرم شريف ته د حلالولو دپاره بېول کيږي او علامه داره يا نښاني سي، علامه داره کېدل يې په دې ډول سره دي: چي د اوښ بوک لږ ور زخمي کړي، نو دا د دې علامه ده چي دغه اوښ د الله جل جلاله  د رضاء دپاره په حرم کي حلاليږي، چي د دغي علامې په ليدلو سره پر دغه اوښ نه څوک سپرېدل او نه يې آزار ورکاوه، ځکه خلک پوهېدل چي دا د الله جل جلاله  د تقرب او رضاء دپاره په حرم کي حلاليږي، يا دغه اوښان داسي نښاني کېدل چي په غاړه به يې يو شئ وځړول سو، داسي شئ به وځړول سو چي د هغه څخه به دا معلومېدل چي دغه اوښ د الله جل جلاله  د رضاء دپاره حلاليږي.

 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  (70) اوښه د هَديي دپاره د ځان سره رهي کړل او د مکې مکرمې پر طرف رهي سو، په دغه سفرکي د منافقانو څخه هيڅوک نه ور سره و وتل بېله يوه نفره څخه چي نوم يې جَد بن قيس ؤ، نور منافقان نه و وتل ځکه هغو ويل: والله محمّد صلی الله علیه وسلم  او ملګري به يې د قريشو د طرفه حلال کړل سي، دئ مکې او خپلو دښمنانو ته ورځي؟ بېله جنګه او لښکره و هغو ته ځان تسليموي؟ په والله که يې بېله حلالولو پريږدي، دا د منافقانو خبري وې، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم احتياط وکړى ځکه د کفارو د غدره څخه نه ؤ په امان، نو يې څه وکړه؟

 

د احتياط دپاره يې اسلحه هم ور سره واخستل، مګر دغه اسلحه يې د اوښانو په بارو کي کښېښوول، په خپله دوى اسلحه نه وه ور سره اخستې، ځکه د اسلحې اخستل د احرام د حاله سره ضد او منافي دي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر خپل ځان د مخه د معلوماتو دپاره د خُزاعه د قبيلې څخه يو نفر و لېږى چي د قريشو حال ورته را وړي، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عسفان ته نژدې سو هغه د معلوماتو نفر ورته راغلى او ويل: کعب بن لُؤى (چي د قريشو قبيله ده) د حبشيانو قبيله او نور ډير خلک ستا د جنګ  دپاره را ټول کړي دي او غواړي چي تا د مکې مکرمې د ننوتلو څخه منعه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو سره مشوره وکړه او ويل:

 

نه مو ده  خوښه چي دغه خلک چي دا زموږ مخ ته را وتلي دي دوى دالته پرېږدو او  موږ د دوى پر کورو حمله وکړو؟ که دوى دالته زموږ په انتظار ناست وه نو به غمجن کښيني او که د خپلو کورنيو د خلاصولو دپاره راغله هلته به يې غاړي ور پرې کړو، او که غواړى چي د مکې مکرمې پر طرف ور رهي سو؟ که مو څوک په مخ کي و درېدل د هغو سره به جنګ وکو، دغه دوې لاري دي کومه يوه مو خوښه ده؟ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: الله او رسول الله ښه پوهيږي مګر موږ د عمرې دپاره راغلي يو نه د چا د جنګ دپاره، که چيري زموږ او د کعبې شريفي په منځ کي څوک و دريږي د هغه سره به جنګ کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نو د الله په نامه سره درځى، مسلمانانو د دغه را وتلو خلکو کورونه پرېښوول او مخ پر مکه مکر مه رهي سوه. 


هلته چي قريشو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را وتلو خبر رسېدلی ؤ نو يې يو مشورتي مجلس جوړ کړی چي په هغه کي يې دا تصويب کړې وه چي په هره طريقه سره چي وي مسلمانان به نه پرېږدو چي مکې مکرمې ته داخل سي، نه د عمرې دپاره نه د بل مقصد دپاره، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې إراده وکړه او د هغه راوتلو خلکو د کورو څخه يې مخ واړاوه دلته بيا يو سړئ چي بِشر بن سفيان نومېدى او د بني کعب څخه ؤ ورته راغلى، ويل: قريشو په ذي طوْى کي درته اړولي دي او دوه سوه سپاره د خالد بن وليد په مشرۍ د مکې مکرمې پر عمومي لار ستا د منعه كولو دپاره درته ولاړ دي.


 قريشو د جنګ دپاره تياري او  آمادګي نيولې وه، پوره لښکر يې تر مکې مکرمې دباندي را ايستلى ؤ او د حرم پر حدودو يې اړولي وه. 


وروڼو! اوس به د مکې مکرمې د ښار او د حرم په باره کي يو څه معلومات درته بيان سي: د مکې مکرمې په ښار کي کعبه شريفه ده چي پر شا وخوا يې مسجد دى او دغه ځاى ته مسجد الحرام ويل کيږي او د مسجد الحرام پر شا وخوا بيا يوه ډيره پراخه منطقه ده چي و هغه ته حرم ويل کيږي، د حرم په مځکه او منطقه کي! د مکې مکرمې ټول ښار داخل دى بلکه تر ښار دباندي منطقې هم په حرم کي داخلي دي، حتّْی مِنْى هم په حرم کي داخله ده خو عرفات تر حرم دباندي دى.

 
مقصد دا چي د حرم منطقه ډيره پراخه منطقه ده او په دغه حرم کي جنګ او ښکار نه دي روا، حتّْی د وُنو او وښو پرېکول يې هم نه دي جايز، دا د أمن  منطقه ده او ټول قِسم تجاوزونه پکښي حرام دي حتّْی په جاهليت کي هم هلته جنګ کول حرام وه، بيا نو د حرم څخه دباندي يوه بله منطقه ده چي و هغه ته ميقاتونه ويل کيږي، ميقات يا ميقاتونه هغه ځايونه دي چي و هغه چا ته چي د حج يا عمرې نيت يې کړى وي تر دغه ميقات بېله احرامه تېرېدل نه دي روا، که څه هم دغه د احرام مسئله په مذاهبو کي اختلاف لري خو دلته زموږ مقصد قصه ده نه د احرام مسئله، چي هغه د إحرام احكام بيا د ځان دپاره مفصل بيان لري. 


څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمرې إراده درلوده نو يې د ميقاته څخه احرام و تړى او دغه ټوله لار چي پنځه سوه کيلو متره يا تر هغه هم زياته کيږي تر مکې مکرمې پوري راغلى، خو دلته بيا قريش تر هغه حرم دباندي ور وتلي دي چي په هغه کي نه جنګ جائز دى او نه ښکار. 


قريش ولي تر حرم دباندي ور و وتل؟ ځکه که رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حرم منطقې ته داخل سي بيا يې نو ايستل مشکل دي ځکه په حرم کي جنګ نه دى روا او که بيا په حرم کي جنګ ور سره وکړي دغه خبر په عربو کي نشريږي چي قريش په حرم کي خلک وژني او جنګ ور سره کوي، نو د حرم عزت او حرمت ماتيږي، چي دا کار په عربو کي ډير بد او ناروا کار دى، نو قريشو ډير کوښښ کاوه چي مسلمانان د حرم منطقې ته نه سي داخل ځکه که حرم ته ننوتل بيا يې دوى د عمرې کولو څخه نه سي منعه کولاى.


 اوس قريشو د مکې مکرمې او مدينې منورې پر هغه لویه او عمومي لار ترحرم دباندي واړول او د مسلمانانو د جنګ دپاره د تيارسى په حالت کي دي، د دغه لښکره سره د قريشو ځيني مشران هم موجود وه خو ټول مشران نه وه ور سره چي د هغې جملې څخه ابوسفيان چي په دغه وخت کي د مکې مکرمې عمومي مشر ؤ دننه په مکه مکرمه کي دی، د لښکره سره نه ؤ موجود او د قريشو لښکر قَسم کړى دى چي مسلمانان به و حرم ته دننه نه پرېږدو نه د عمرې دپاره نه د بل کار دپاره، قريشو د سپرو يوه ټولۍ هم جوړه کړې وه چي مشر يې خالد بن وليد ؤ او په دغه وخت کي پر هغه خپل دين يعني: شرک ؤ او دې ټولۍ به هم شا وخوا پيره او ګزمه کول. 


لکه د مخه چي مو درته و ويل: يو نفر چي نوم يې بشر بن سفيان الکعبي ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په لار کي خبر ور وړى چي قريش د جنګ دپاره را وتلي دي .


او د پړانګانو پوستونه يې اغوستي دي، د قريشو دا عادت ؤ چي د سخت جنګ إراده به يې وه نو به يې د پړانګانو پوستونه واغوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د قريشو پر حال دي افسوس وي، څه تاوان ور رسېدى که يې زه د خلکو سره پرې ايښى واى يعني: زما او د نورو خلکو په منځ کي نه را لوېدلاى، که زه پر خلکو کاميابه سوى واى دا د دوى کاميابي وه، زما شرف او عزت د دوى شرف او عزت دى او که بيا چيري زه وژل سوى واى دا هغه شئ ؤ چي دوى يې غواړي، قريش ولي دغه عناد او عداوت کوي؟ حتّْی غواړي چي د عمرې څخه مي منعه کړي، د قريشو د دغه موقف او دريزه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير خواشينى سو، قريش هيڅ نه نرميږي حتّْی نه غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د عمرې کولو اجازه ورکړي. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و اصحاب کرامو ته و ويل: په تاسي کي داسي څوک سته چي د قريشو د لښکر تر شا مي تېر کړي؟ يعني: د غير مشهوري لاري څخه و حرم ته داخل سو ځکه مکې مکرمې ته د داخلېدلو لاري معلومي او مشهوره وې، خو اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې څخه راغلى دى غواړي چي پر يوه نا بلده لار مکې مکرمې ته ننوزي او د قريشو د شره څخه خلاص سي، يوه د اصحاب کرامو څخه و ويل: يا رسولَ الله! زه دي پر نابلده لار حرم ته داخلوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

درځه، دغه سړي مسلمانان پر داسي لار رهي کړه چي هغه اصلاً لار نه وه، ډير تکليف، ستړيا او مشکلات پر تېر سوه (1400) نفره يې پر داسي لار رهي کړي دي چي هغه اصلاً لار نه وه، ډبري او زوزان، لوړي او کښته، غرونه او شېلې، ډير په تکليف او زحمت سره رهي دي، خو بيا هم لار صحي وه ځکه مسلمانان د کفارو د لښکر تر شا تېر سوه، کفار په هيڅ نه وه خبر دوى تر اوسه د مسلمانانو د را تګ په انتظار کي وه مګر مسلمانان تېر سوي وه او د کفارو د لښکر و شا ته وه، اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د حرم و منطقې ته ور نژدې کيږي او کفار لا هلته پر هغه خپل ځاى په انتظار کي دي، مسلمانان دومره مخ ته ولاړل چي د حرم و علامو ته ورسېدل. 


 وروڼو! په هغه وختو کي هم قريشو داسي خاصي علامې ايښوولې چي په هغه سره يې د حرم منطقه معلومول دا د دې دپاره چي د دغه ځايه څخه بايد د حرم احترام او عزت وساتل سي، لکه نن ورځ چي د حرم د منطقې د پېژندلو دپاره خاص څلي يا د دروازې د ششک پر قسم ډيري ښايسته علامې ايښوول سوي او جوړي سوي دي.


 نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان دغه د حرم و علامو ته دومره ور نژدې سوه چي د دوى او د حرم د علامو تر منځ فقط څو ګامه يا قدمه پاته دي، خو د مخه تر دې چي مسلمانان د حرم منطقې ته ور داخل سي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوښه بېله دې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې چوکه کړي په خپله إراده چوکه سوه (ځنګنونه يې کت کړه او پرې وتل) رسول الله صلی الله علیه وسلم  کوښښ وکړی چي ولاړه يې کي اوښه نه ولاړيږي، صحابۀ کرام راغله چي اوښه ولاړه کي، کشوي يې، وهي يې، پوري وهي يې خو اوښه هيڅ حرکت نه کوي، صحابۀ کرام وايي: يا رسولَ الله! اوښي ته شر پېښ سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! شر نه دى ورته پېښ بلکه دا هغه چا د تګ څخه منعه کړه کوم چي د أبرهه فيل يې د تګه څخه منعه کړى. 

 

وروڼو! د فيل قصه خو مخ کي درته بيان سوې ده: هغه د أبرهه فيل چي محمود نومېدى او أبرهه غوښته چي په ده سره کعبه شريفه ونړوي او فيل پرېوتى د کعبې شريفي پر طرف هيڅ نه ورتلى، هغه څوک ؤ چي دغه فيل يې د  تلو او دکعبې شريفي د نړولو څخه منعه کړی؟ هغه الله جل جلاله  ؤ، اوس هم هغه الله جل جلاله  دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوښه يې د يوه حکمت دپاره د دې څخه منعه کړه چي و حرم ته داخله سي، بيا يې اوښه ولاړه کړه بير ته يې د شا پر طرف بوتله، څو هلته يې د حديبيې په آخر کي واړول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دلې واړوى، مسلمانانو تر حرم دباندي په داسي ځاى کي واړول، چي دلته د جنګ څخه هم نه دي په امان او اوبه هم نسته.


امام بخاري د جابر رضی الله عنه  څخه روايت کوي: چي د حُديبيې په ورځ خلک ډېر تږي سوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره فقط يوه مشکوله اوبه ور سره وې چي په هغو اوبو يې اودس تازه کاوه، خلک په تلوار سره راغله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا را وګرځېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: څه در ته پېښه ده؟ دوى ويل:

 

يا رسولَ الله!موږ نه د څښلو دپاره او نه د اوداسه دپاره اوبه لرو په ټول لښکر کي فقط دغه اوبه موجودي دي چي دغه ستا سره دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل مبارک لاس دغه د اوبو په مشکوله کي کښېښاوه او د ده صلی الله علیه وسلم  د ګوتو څخه داسي اوبه را بهېدلې لکه چينې چي را بهيږي نو وايي موږ هم و څښلې او هم مو اودسونه په تازه کړه، يو چا د جابر رضی الله عنه  څخه پوښتنه وکړه چي تاسي څو نفره واست؟ جابر رضی الله عنه  و ويل: که موږ سل زره نفره هم واى دغه اوبه مو بسېدلې، خو موږ يو زر او پنځه سوه نفره ؤ. 


وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مبارکو ګوتو څخه د اوبو بهېدل دغه يو وار نه بلکه په مختلفو وختو او مختلفو ځايو کي څو واره تکراراً پېښ سوي دي. 


او بيا هلته په حديبيه کي د مسلمانانو د اړولو ځاى ته نژدې د اوبو يو حوض يا څا ؤ، په دغه حوض يا څا کي دومره لږ اوبه وې چي خلکو په لپه ځني را اخستلې او ډير ژر هغه اوبه خلاصي سوې، خلکو بيا د اوبو د نيستي والي او تندي څخه و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته شکايت وکړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو غشو د جعبې څخه يو غشى را وايستى او ويل: دغه غشى په دغه حوض کي و دروى، راوي د حديث وايي: په والله د دغه غشي د ځايه څخه تر هغو اوبه را وتلې يا بهېدلې چي موږ د دغه ځايه څخه بارېدلو چي دا هم دلته په حدیبیه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بله معجزه وه. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که قريشو زه و داسي لاري ته وبللم چي  په هغه کي صِلةُ الرِّحم ؤ، زه به د دوى سره هغه لار قبوله کړم، يعني: که قريشو نرمي را واخستل او د صلحي طلب يې کاوه زه به صلحه ور سره وکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صلحي او دوستۍ په نيت دلته واړول، ځکه الله جل جلاله  د يوه حکمت دپاره د مکې مکرمې د ننوتلو څخه منعه کړى. 


هلته قريشو ته حال ورغلى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى تر شا تېر سو او قريبه ده چي و حرم ته ننوزي، قريش وارخطا سوه ځکه که مسلمانان حرم ته داخل سي د دوى دپاره مشکلات جوړيږي، نو په ډير تلوار د مسلمانانو و طرف ته ورغله، وې لیده چي مسلمانانو تر حرم دباندي خېمې درولي دي قريش په تعجب کي سوه! ځکه د مسلمانانو په وسه پوره وه چي حرم ته داخل سي مګر نه دي داخل سوي مقصد يې څه دى؟ کفارو هم دالته واړول او ويل: موږ بايد پوه سو چي د مسلمانانو مقصد څه دى؟ که يې عمره مقصد واى خو حرم ته به داخل سوي واى بلکه د دوى مقصد جنګ دى نو ځکه تر حرم دباندي يې اړولي دي او اسلحه هم ور سره ده او په عين حال کي يې احرام هم تړلى دى؟ کفارو ته يقيني او ثابت حال نه معلوميږي چي مسلمانان د جنګ إراده لري؟ که د عمرې؟


 رشتيا هم د مسلمانانو حالت دواړه احتماله لري ځکه که يې د عمرې إراده واى خو دننه په حرم کي به يې اړولي واى، اوس مشرکان په تردد کي دي چي څه  وکړي؟ آيا دغه عمره کونکي د مکې مکرمې د ننوتلو څخه منعه کړي؟ او بيا دا خبره په نورو عربو کي نشر سي چي قريش خلک د عمرې څخه منعه کوي او هغه بيا پر قريشو بد و وايي، نو قريشو و ويل: معلومات به يې وکو او خبره به په يقيني ډول ځان ته معلومه کړو چي مسلمانان د جنګ دپاره راغلي دي که د عمرې دپاره؟ 


اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دلته واړول او مطمئنه سوه، نو بُديل بن ورقاء الخُزاعي چي د خُزاعه د قبيلې د مشرانو څخه ؤ او په دغه وخت کي په مکه مکرمه کي ؤ د څو نفرو سره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى. 


تاسي ته معلومه ده چي د خزاعه قبيله په عمومي ډول که مشرکان وه که  مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خير غوښتونکي وه او نه يې غوښتل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   او مسلمانانو سره دي جنګ وسي. 


نو دغه بُديل که څه هم د قريشو څخه نه ؤ خو په مکه مکرمه کي يې کور درلودى او هلته يې ژوند کاوه، نو بُديل چي په دغه وخت کي پر شرک ؤ او بيا په وروسته کي مسلمان سو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ورته وايي: کعب بن لُؤى (يعني قريشو) د لښکره سره په حديبيه کي اړولي دي چي ستا سره د جنګ کولو إراده لري او کعبې شريفي ته دي نه پرېږدي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: موږ د چا د جنګ دپاره نه يو راغلي بلکه موږ د عمرې د آداء کولو دپاره راغلي يو، قريش هم جنګ ستړي کړي دي او تاوانونه يې ور رسولي دي که د دوى خوښه وي زه به و دوى ته څه موده مهلت ورکم ما او خلک دي سره پريږدي که زه پرخلکو غالبه سوم، بيا نو د دوى خوښه ده که و هغه شي ته داخلېدل چي خلک پکښي داخليږي داخل دي سي (يعني: که اسلام ته داخلېدل داخل دي سي) او که نه هوسا خو به سي او که قريش بيله جنګه څخه بل شئ نه قبلوي نو زما دي قسم په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په قدرت کي دى چي دغه زما پر دين به تر هغو ور سره وجنګېږم چي يواځي غاړه مي پاته کيږي (يعني: تر څو چي يواځي زه پاته يم لابه هم پر دغه دین جنګېږم) .


بُديل و ويل: زه به و قريشو ته دغه ستا خبري ورسوم، نو بديل و قريشو ته ورغلى او ويل: زه اوس د دغه سړي د طرفه څخه راغلم (چي مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ) او ما د هغه څخه يو څه خبري واورېدې که مو خوښه وي هغه خبري به درته بيان کم، د قريشو ناپوهانو و ويل: موږ دې ته ضرورت نه لرو چي د هغه د طرفه يوه خبره هم را ته وکړې، مګر د قريشو د عقل خاوندانو و ويل: وايه څه دي ځني اورېدلي دي؟ بديل هغه خبري چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې اورېدلي وې ورته وکړې او بُديل و ويل: د مسلمانانو مقصد عمره ده پرې يې ږدى، قريشو ويل: يا والله هيڅکله به را څخه را نه سي، که څه هم د عمرې دپاره وي مګر زموږ په اجازه، ده به اول زموږ څخه اجازه اخستې واى او بل ته څه پوه سوې چي دئ صلی الله علیه وسلم  د عمرې دپاره راغلى دى؟ بُديل ويل: دغسي خبري مي ور سره وکړې، قريشو ويل: دا صرف د خولې خبري دي موږ يې څنګه و منو؟ 


قريشو د تاکيد او پوره معلومات دپاره يو بل مشر ور ولېږى چي نوم يې مَکرَز بن حفص ؤ، کوم وخت چي مَکرز ور رهي سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى نو يې و فرمايل: دا د غدر او خيانت سړئ دى، څرنګه چي دغه دوو لښکرو مخ په مخ سره اړولي وه، د دوى په منځ کي ډيره زياته او ليري مسافه نه وه موجوده، دغه نفر پر پښو تله او راتله. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه مَکرز وليدى وې فرمايل: دغه سړئ غادر او چمبازه دى، مکرز د مسلمانانو و لښکر ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه خبري ورته وکړې چي بُديل ته يې کړي وې خو مَکرز بېله دې څخه چي د چا سره نوري خبري وکړي په صحابۀ کرامو کي ګرځي دې خوا ها خوا ته ګوري ټول حالات يې تر نظر 
و ايستل او بيرته ولاړى، قريشو ورته ويل: يا مَکرَز! څه نظر دي دى؟ ده ويل: خبره نا معلومه ده ښايي د عمرې نيت يې وي ښايي د جنګ نيت يې وي، ځکه اسلحه ور سره ده، قريشو ورته و ويل:تا خبري ور سره وکړې؟

 

پوښتني دي ځني وکړې؟ ده ويل: يا، قريشو ويل: يا دا نه ده صحي، يو بل نفر به ور ولېږو چي پوره معلومات يې وکړي، نو يې د حبشيانو د قبيلې يو مشر چي حُلَيس بن علقمه نومېدى او په دغه وخت کي دالته په مکه مکرمه کي موجود ؤ ور ولېږى. 
وروڼو! د حبشيانو قبيله څنګه دلته په عربوکي په وجود راغله؟ 


هغه داسي: کوم مريان چي د پخوا څخه په جزيرة العرب کي موجود وه او بيا د وخت په تېرېدلو سره آزاد سوي وه، هغه په يوه منطقه کي سره يو ځاى کېدل او د ځان دپاره يې يوه قبيله په وجود راوړې وه چي د (احابيش قبيله) ورته ويل کېده او د وخت په تېرېدلو سره د دې قبيلې څخه يوه ډيره لويه او قوي قبيله جوړه سوه، دغه خلک اصلاً حبشيان او د حبشې وه، څرنګه چي ډير وخت يې په عربو کي تېرکړى ؤ نو يې ژبه هم عربي وه، لباس او عادات يې هم د عربو وه او مشرکان وه، مګر بيا هم د احابيش په نامه سره معروف او مشهور وه او د احابيش قبيله ورته ويل کېده (خو څوک وايي یا! دغه قبیله چي احابیش ورته ویل کیږي یوه عربي قبیله ده او د بني کنانه څخه دي ) نو حُلَيس بن علقمه د احابيش د قبيلې مشر په دغه وخت کي په مکه مکرمه کي موجود ؤ، قريشو ورته و ويل: يا حُليس! ته ورسه او معلومات يې وکه چي دغه خلک د څه شي دپاره راغلي دي؟ 


حُليس بن علقمه ور رهي سو (دغه د أحابیش قبیله هم لكه نور عرب مشرکان وه د بُتانو عبادت يې کاوه حج او عمره يې کول، ټول کارونه يې د مشرکانو وه) اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د حبشيانو رئيس حُليس بن علقمه وليدى وې فرمايل: دغه سړئ د هغو خلکو څخه دى چي د هَديِ عزت او احترام لري، هغه اوښان چي په حرم کي حلاليږي و ده  ته مشرف او محترم دي او هغه څوک چي و بيت الله ته هَديِ را ولي هغه هم و ده ته محترم او معززه وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:کوم وخت چي دغه د حبشيانو رئيس را نژدې سي دغه هَديِ د ده و مخ ته ور وباسى. 

 

كله چي حُليس بن علقمه را نژدې سو مسلمانانو هم هَديِ ورته را وايستلې او دوى تلبيه ويل، حُلَيس چي هَديِ و ليدلې او د دوى تلبيه يې واورېدل ويل:سبحان الله! قريشو ته دا نه ښايي چي دغه خلک د بيت الله څخه منعه کړي دغه هَديِ او تلبیه ویل په خپله يوه ښکاره علامه ده چي مسلمانان د عمرې إراده لري، نو حُليس بيرته و قريشو ته ورغلى او ويل سړئ د عمرې إراده لري، قريشو ويل:څه پوه سوې؟ حُليس ويل: هَديِ ور سره دي، قريشو و ده ته ډير سخت جواب ورکړی او ويل:

 

ته صحرايي يې په دې شيانو نه پوهېږې، حُليس ته قهر ورغلى ويل: يا قريش! موږ ستاسي سره پردې وعده نه ده کړې چي تاسي به د بيت الله څخه هغه کسان منعه کوى کوم چي د کعبې شريفي د تعظيم دپاره راځي، آيا هغه کسان د بيت الله څخه منعه کيږي چي د بيت الله د تعظيم دپاره راځي؟ هغه راغلي دي چي دکعبې تعظيم وکړي او هَديِ يې را وستلي دي او تاسي يې منعه کوى؟ که تاسي دوى پرې نږدى  د دوى او د کعبې په منځ کي و درېږى قسم په الله زه به د حبشيانو قبيله پر تاسي را پورته کړم او پر تاسي به حمله وکو، قريشو ويل: سړيه ته صبر وکه تلوار مه کوه پرېږده چي موږ خپل معلومات پوره وکو، په خبرو خبرو یې دئ  آرام کړى که نه د مسلمانانو د  عمرې په سبب به د حبشيانو او قريشو په منځ کي جنګ او شخړه پېښ سوي واى، بيا نو قريشو و ويل: چي يو بل نفر به ور ولېږو، اوس قريش داسي نفر ور لېږي چي هغه د دوى څخه نه وي او خپل نفر په دې سبب نه ور لېږي چي ښايي هغه صحي معلومات رانه وړي بلکه د تعصب څخه کار واخلي او جنګ شروع سي. 


نو يې عُروه بن مسعود الثقفي ور ولېږى، عُروه بن مسعود چي د طائف او بني ثقيف مشر او رئيس دى او په دغه وخت کي مشرک ؤ دئ هم په دغه وخت کي په مکه مکرمه کي ؤ، مګر عُروه بن مسعود و قريشو ته و ويل: زه داسي نه يم لکه هغه نور نفر، هر يو چي معلومات او خبر درته راوړي تاسي يې نه منى چا ته واياست درواغ وايې، چاته واياست چي ته صحرايي يې نه پوهېږې نو يې تر خپل تګ د مخه پر قريشو شرطونه کښېښوول او ويل: زه چي هر خبر درته را وړم هغه به منى، قريشو ويل: ته زموږ د مشرانو او اشرافو څخه يې ستا خبره منو ولاړ سه معلومات يې وکه.


 وروڼو! د دې دپاره چي په عربو کي د عُروه بن مسعود مقام او درجه در معلوم سي: دئ د هغو دوو نفرو څخه دى چي الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي دکفارو پر ژبه ذکر کړى دى چي کفارو به ويل:

 

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿الزخرف: ٣١﴾

يعني: کفارو به ويل: ولي دغه قرآن پر يوه نفر د دغو دوو قريو څخه نه نازلېدى، چي دغه دوې قريې مکه مکرمه او طائف دي چي دغه سړئ هم ډېر لوى دى. 


چي په مکه مکرمه کي يې وليد بن مغيره مقصد ؤ او په طائف کي يې دغه عروه بن مسعود مقصد ؤ، دکفارو د دې خبري څخه دا معلوميږي چي دغه دوه نفره په دوى کي ډېر معتبره وه، نو کفارو به ويل: که قرآن پر يوه د دغو دوو نفرو نازل سوى واى موږ به قبول کړى واى، دا په عربو کي د عُروه بن مسعود مقام او درجه وه، د ده د دغي لوړي درجې په سبب قريشو و ده  ته وعده ورکړه چي ستا خبره نه در رَدوو. 


عُروه د مسلمانانو پر طرف ور رهي سو، اوس عُروه غواړي چي و ځان ته يقيني معلومات حاصل کړي، هغه د مخه نفر به ولاړه چي بيرته به راغله صحي دلائل به نه وه ور سره چي مسلمانان د جنګ دپاره راغلي دي که د عمرې دپاره، صرف خپله رأيه او نظر به يې و وايه، څرنګه چي عروه هوښيار سړئ ؤ د ځان سره يې يو تدبير جوړ کړی چي د هغه په عملي کولو سره د مسلمانانو حقيقت معلوميږي، هغه داسي: چي د مسلمانانو سره بايد داسي خبري او حرکتونه وکړم چي هغو ته قهر او غضب ورسي، که د دغه قهر په حالت کي د مسلمانانو رَد او جواب سخت او شديد ؤ نو د جنګ دپاره راغلي دي او که مسلمانانو د نرمۍ او آرامۍ څخه کار اخستى نو د عمرې دپاره راغلي دي. 


اوس نو عُروه په دغه نيت ور رهي سو چي داسي کار او خبري بايد وکړي چي مسلمانان په قهرکړي، عُروه ورغلى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې د ملاقات غوښتنه وکړه او ور سره کښېنستى، صحابۀ کرام هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ناست دي، څرنګه چي عروه بن مسعود په اسلحه مسلح راغلى او اسلحه يې نه ايسته کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم هغه خپل خاص محافظ يا ساتونکى (چي اوس باډي ګارډ ورته وايي) مغيره بن شعبه رضی الله عنه  امرکړى چي خپل د جنګ لباس  دي واغوندي او مسلح دي دلته ولاړ وي (دا هم د احتياط دپاره) نو مغيره بن شعبه زغره واغوستل خول يې پر سر کړی، بېله سترګو بل ځاى يې نه معلومېدى او توره په لاس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر شا د دې دپاره ودرېدى: که چيري عروه بن مسعود د غدر حرکت وکړي په توره به يې وهي.

 


مُغيره بن شُعبه الثقفي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  محافظ د دغه عروه بن مسعود الثقفي وراره دى او عروه يې اکا دى مګر دغه خپل اکا نه  و پېژندى ځکه مغيره زغره او خول اغوستي دي او مخ يې نه ليدل کيږي، اوس چي عروه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته کښېنستى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وايي: يا محمّد! راغلى يې چي مکې ته په زور داخل سې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! زه اصلاً د عمرې دپاره راغلى يم او تقريباً هغه خبري يې ورته وکړې چي بُديل بن ورقاء ته يې کړي وې، بيا عُروه ورته وايي: يا محمّد! که ته د خپله قومه سره جنګ وکړې، آيا تر دغه د مخه تا په عربو کي اورېدلي دي چي يو چا دي پر خپل قوم حمله کړې وي بېله تا څخه؟ اوکه چيري ته جنګ هم ور سره وکړې په والله زه ستا پر شا وخوا داسي مخان وينم چي دوى به تښتي او تابه يواځي پريږدي، په دغه خبره ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته قهر ورغلى نور يې صبر نه سواى کولاى و عروه ته يې و ويل: ته دغه دلات تئ روه، آيا موږ تښتو او دئ صلی الله علیه وسلم  یواځي پرېږدو؟


 وروڼو! لات! د طائف د خلکو يا د ثقيف د قبيلې دپاره د ډبري يا لرګي يو بت ؤ، په ډبره کي شيدې دکومي خوا وي؟ او که هرڅوک د ډبري تئ روي هغه بيعقل دى او بېځايه اميدونه کوي، نو د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د خبري مقصد دا ؤ چي ته په دغه اميد چي موږ به دئ صلی الله علیه وسلم  پرېږدو داسي يې لکه د لات تئ چي روې، لات د طائف د خلکو بت ؤ او عروه هم د طائف دى چي په دغه خبره کي عُروه ته ډير اهانت او سپکاوى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته و ويل: پرې يې ږده يا ابا بکر! ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عروه په مقصد پوهېدى چي دئ غواړي مسلمانان په قهرکړي، عروه بن مسعود چي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ترخه خبره واورېده ويل: دا څوک دى؟ خلکو ويل ابوبکر، نو يې ابوبکر ته وکتل او ويل:که چيري زه ستا تر احسان نه واى لاندي مابه ستا د خبري جواب در کړى واى.


په پخوا کي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د عروه سره د يوه وژل سوي سړي په دِيت کي مالي مرسته کړې وه نو عروه ويل: د هغه احسان په سبب چي تا را سره کړى دى څه نه وايم، خير د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  او عروه په منځ کي خبره په آرامي سره پاى ته ورسېدل.

 

په هغه وختو کي د عربو دا عادت ؤ که به يو چا غوښته چي د ده په حضور هغه مقابل طرف په قهر کړي نو به يې د خبرو په جريان کي د هغه ږيره ونيول، اوس عروه غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته قهر ور ولي، نو يې لاس ور اوږد کړی غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ږيره ونيسي، اصلاً دغه کار د ادبه څخه ليري هم دى سپک کار دى بيا نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مقابل کي؟ خو عروه بن مسعود چي لاس ور اوږدکړی د مغيره بن شعبه  د توانه و  وتل توره يې واړول د توري په چپه طرف يې عروه بن مسعود پر لاس و واهه او هغه يې د دې څخه منعه کړی چي لاس يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ورسيږي او ويل: لاس دي د مخه تر دې چي در څخه پرې سي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ليري که، لاس دي در ټولوې که يې در پرې کړم؟  

 

عُروه و  بېرېدى ځکه د توري وارى ؤ، ويل دا قهرمن او بد طبيعته څوک دى؟ دا ولي داسي کوي؟ ما غوښتل چي خبري درسره وکم. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خندل ويل نه يې پيژنې؟ عروه ويل: يا. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا ستا وراره مُغيره بن شعبه دى، عروه بن مسعود ورته و ويل: اې غادره! اې خائنه! ما ستا بدۍ پرون در پرېولې، عروه  بن مسعود په دې خبره کي و يوې قصې ته چي د مخه پېښه سوې وه اشاره وکړه چي هغه قصه داسي وه: 


مغيره بن شعبه الثقفي چي اوس مسلمان او د مسلمانانو سره دى، دئ څنګه مسلمان سو؟ مغيره بن شعبه د بني مالک د خلکو د يوې ډلي سره د مصر پاچا مُقَوقِس ته ورغلى، د بني مالک خلک آرام پاسته او  أدبناكه خلک وه، مګر مغيره شوخ، قهرمن او بې پروا سړئ ؤ، نو مغيره د مقوقس سره په خبرو کي د ادب او احترام خيال او مراعت نه کاوه او هغه نورو په ډير احترام خبري کولې، كله چي دغه نفر د مصره څخه بيرته را رهي کېدل نو مقوقس پاچا امر وکړی چي و ټولو ته دي انعامونه او سوغاتونه ورکول سي بېله مغيره څخه ځکه هغه زما احترام نه کاوه، و مغيره ته يې شئ ورنه کړى، نو د بني مالک ټول نفر د مصره څخه د مالو، هِديو، انعامو او سوغاتو سره را و وتل بيله مغيره څخه، مغيره ته هم قهر ورغلى چي د ده سره ولي داسي معامله او وضعيت وسو؟ تر مصره پوري يې سفر وکړی او د ها خوا بېله سوغاته راځي؟ دا غير معقوله ده، اوس چي د ها خوا پرلاري را رهي دي د بني مالک نفر د شپې بيده سوه مغيره بن شعبه چي ويښ دى ور ولاړ سو او هغه نفر يې ټول و وژل، ټوله ديارلس نفره وه هغه يې ټول و وژل او هغه مالونه چي د هغو سره وه هغه مالونه مغيره واخستل. 

 

دا خبر و بني مالک ته ورسېدى چي مغيره د دوى نفر و وژل، نو د بني مالک ټوله قبيله را پورته سوه او د بني ثقيف څخه يې وغوښتل چي مغيره ور تسليم کړي، مګر مغيره د بني ثقيف د اشرافو څخه يو شريف دى، د هغو د مشرانو دکورنيه څخه دى او په عربو کي د قوميت مراعت ډير زيات کېدى او په دوى کي دا متل ؤ:


(اُنصُر اَخاکَ ظَالِماً اَو مَظلُوماً) یعني: د ورور مرسته دي کوه که ظالم وي که مظلوم. 
یعني: په حق پسي مه ګرځه قوم پرستي کوه، دا د جهالت د وختو متل دی.

 

اوس که څه هم مغيره د ديارلس نفرو قاتل ؤ خو قوم يې نه غوښتل چي دئ و بني مالک ته تسليم کړي، خبره تر داسي اندازې ورسېدل چي قريبه وه د بني مالک او ثقيف تر منځ لوى جنګ پېښ سي، دواړو قبيلو لښکري جوړي کړې او د جنګ ميدان ته هم سره را و وتل خو په دغه وخت کي د عربو يو هوښيار سړئ و عروه بن مسعود ته ورغلى ويل: يا عروه! ته يو سردار او د عربو د مشرانو څخه يې ته تر دې هوښيار يې چي جنګ دي وکړې، مه دي خپل قوم تباه کوه او مه بني مالک بربادوه، عروه ويل: څنګه وکم؟ هغه نفر و ويل: زما مشوره دا ده چي و بني مالک ته د دغو ديارلسو نفرو ديت ورکړې، عروه بن مسعود هم د دغه سړي خبره و منل او د وينو تويولو څخه يې ځان وساتى، بني مالک ته يې د ديارلسو نفرو ديت ورکړى، د بني مالک او بني ثقيف په منځ کي چي کومه شخړه وه هغه پاى ته ورسېدل. 


مګر مغيره چي بيا هغه ديارلس نفره و وژل او د هغو مالونه يې واخستل نو مدينې منورې ته ولاړى او مالونه يې هلته ور سره يُو وړل، په مدينه منوره کي يې خپل اسلام اعلان کړی او مسلمان سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: اِسلام دي هـو! صحي دى مګر غدر او خيانت دي يـا! نه يې قبلوو، مال بايد بيرته و بني مالک ته ورکول سي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر د مغيره رضی الله عنه  د لاسه څخه مال و وتى او دئ په مدينه منوره کي مسلمان پاته سو. 

  

( دا د مغيره بن شعبه رضی الله عنه  د اسلام قصه وه) اوس عُروه بن مسعود هغه خبره او هغه واقعه ور ياده کړه، ويل: ما ستا بدي پرون در پرېوله، يعني: ما خلاص کړې زه وم چي ته مي د دغه لوى مشکل څخه و ساتلې او ته مي اوس پر لاس په توره وهې؟ مغيره رضی الله عنه  د خپل اکا په جواب کي و ويل: هْذا رسولُ الله، يعني: هو! ستا ټول احسانونه پر ما سته هر څه چي وايې هغه صحي دي مګر دا رسول الله دى دلته به لاس نه اوږدوې.


 وروڼو! ښه متوجه سى: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر دفاع او ساتنه د اصحاب کرامو حرص ؤ چي خپل اکا يې هم و لږ بې ادبۍ ته نه پرېښاوه. 


په دغه وخت کي چي عروه بن مسعود ناست دى د لمانځه وخت سو بلال رضی الله عنه  ولاړ سو آذان يې وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوداسه تازه کولو دپاره ولاړ سو، عروه بن مسعود ناست دى او ورته ګوري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اودس تازه کوي اصحاب کرام پر راټول دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د اوداسه په تازه کولو کي هره عُضوه يا اندام مينځي، يعني: مخ، لاس، پښه، صحابۀ  کرام هغه اوبه په لاسو کي نيسي او بيا يې په خپلو ځانو پوري موږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوله پرېوله او هغه اوبه يې تُو کړې، صحابۀ کرامو هغه اوبه ونيولې او په ځانو پوري يې موږي. 
عروه په تعجب کي سو چي دا څومره عزت او محبت دى چي دغه خلک يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره لري؟

 

بيا يې د مسلمانانو لمونځ وليدى چي ټول په صفو کي منظم ولاړ دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه دى او ټول مسلمانان يې په يوه تکبير اطاعت کوي، عروه بن مسعود په دغومره کفايت وکړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو سره يې نور بحث او خبري و نه کړې بيرته قريشو ته ورغلى او د هغو د مشرانو سره کښېنستى. 


قريشو  ويل: وايه څه دي وليدل او څه خيال دي دى؟ عروه و ويل: د مخه تر دې چي خپله رأيه او نظر درته و وايم! زه وکسرْی ته د هغه په پاچهي کي ورغلى يم، قيصر او نجاشي ته د هغو په پاچهيو کي ورغلى يم په والله ما يو هم نه دى ليدلى چي په خپله پاچهي کي دي تر محمّد صلی الله علیه وسلم  په خپلو اصحابو کي معزز او محترم وي، والله ما هيڅ داسي پاچا نه دى ليدلى چي خلک دي داسي محبت او ادب، عزت او احترام ور سره کوي لکه د محمّد اصحاب چي يې د محمّد سره کوي، که به يې ناړي تو کړې هغه پر مځکه نه لوېدلې بلکه د ده د ملګرو څخه به بيا د يوه په اورغوي کي وې او هغه به يې په خپل مخ او پوست پوري مښلې، که به يې يو امر وکړی په ډيره چابکي سره يې هغه د ده امر پرځاى کاوه،که به يې اودس تازه کاوه قريبه وه چي دوى خپل ځانونه د ده د اوداسه پر اوبو و وژني، که به يې خبري کولې دوى به چپ وه او ده  ته يې د ده د عزت په سبب په تېز نظر سره نه کتل، دا څومره عزت او احترام دى؟ ما هيڅوک په دې شکل سره نه دى ليدلى. 

 


نو اوس که چيري تاسي جنګ ور سره وکړی هيڅ وخت يې و تاسي ته نه درتسليموي تر څو چي د دوى د شمېر پر اندازه نفر درپکښي و نه وژني، يعني: بېله وژلو د يو زر څلور سوه نفرو يې نه در تسليموي او که بيا دوى په تاسي کي دومره نفر  و وژني بيا نو ستاسي په ژوند كي څه خوند پاته کيږي؟ 


وروڼو! د دغي جملې په مقصد او معنْی پوه سواست؟ يعني: تر هغو يې نه در تسليموي چي تاسي د ده ټول ملګري و نه وژنى او چي تاسي د ده ټول ملګري وژنى نو د دوى لاسونه خو نه دي تړلي په تاسي کي هم پر دغه اندازه نفر وژني او کوم وخت چي په تاسي کي يو زر او څلور سوه نفره و وژل سي بيا نو ستاسي په ژوندکي څه خوند پاته کيږي؟


 قريشو ورته و ويل: ستا څه فکر دى؟ عروه بن مسعود و ويل: زما نظر دا دى چي صلحه ور سره وکړی او صلحه به پر دې وي چي سږ کال به عمره نه کوي ځکه تاسي نه غواړى چي مسلمانان سږکال مکې مکرمې ته داخل سي. 


اوس چي د قريشو بې پروا او ناپوهو ځوانانو وليدل چي د دوى مشران د صلحي خبري کوي او د صلحي و طرف ته يې ميل دى نو يې داسي يو عمل او کار وسنجاوه چي د صلحي خبري د بينه يوسي، دغو ځوانانو داسي فيصله وکړه چي د شپې به د مسلمانانو و لښکرته ور ننوزو او هلته به داسي کارونه کوو چي جنګ شروع سي، نو واقعاً هم دکفارو ځوانانو د دغي فيصلې پر عملي کولو اقدام وکړی  (70 يا 80) نفره مشرکان د شپې د جبل تنعيم د طرفه پر مسلمانانو را کښته سوه غواړي چي د مسلمانانو په لښکر ور ننوزي،

خو د مسلمانانو د پيره دارانو قومندان محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  ويښ او بيداره دى او دکفارو دغه حرکت ويني، نو يې د مسلمانانو يوه ډله امر کړه چي اسلحه واخلى او دغه نفر د شا د طرفه محاصره کړی او بله ډله د مخ د طرفه ورغله او پر دوى را وګرځېدل، دغه (70 ، 80) نفره يې ټول ونيول او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې را وستل، هلته قريشو ته خبر ورسېدى چي ستاسي نفر بنديان ونيول سوه، قريشو د خپلو نفرو د خلاصولو دپاره و جنګ ته ځانونه آماده کړه، مګر دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دغه نفر ايله کړی او وې فرمايل: موږ د عمرې دپاره راغلي يو نه د جنګ دپاره، پرېږدى  چي موږ خپله عمره وکو، دلته د قريشو قناعت حاصل سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ إراده نه لري، ځکه که يې جنګ مقصد واى دغه (70، 80) نفره چي د ده صلی الله علیه وسلم  په لاس کي وه وژلي به يې واى.

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته