تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نسب بدلولو ګناه او سزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2021
  0

د نسب بدلولو ګناه او سزا


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لَيْسَ مِنْ رَجُلٍ ادَّعَى لِغَيْرِ أَبِيهِ وَهْوَ يَعْلَمُهُ إِلاَّ كَفَرَ وَمَنِ ادَّعَى قَوْمًا لَيْسَ لَهُ فِيهِمْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار.[صحيح البخاري ۳۵۰۸ ]


 ژباړه: د ابوذر رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي، چي ده د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واورېدل، چي هغه وويل: نه دی هغه څوک چي بېله خپل پلاره بل چا ته د ځان نسبت وکړي پداسي حال کي چي دی هم پوهيږي ،(چي پلار يې څوک دي؟) مګر دا چي ده کفر وکړ، او هر څوک چي په یو قوم داسي دعوه وکړي چي دی یې په هغه قوم کي نه لري نو دي دي ځان ته په اور کي ځای وټاکي.


توضيح: ددې حديث په تشريح کي محدثينو ليکلي دي: د خپل نسب بدلول حرام او ناروا کار دي کوم څوک چي يې کوي او حلال يې بولي نو لکه په ظاهري حديث کي چي راغلي دي دا انسان پدي کار باندي کافر کيږي ځکه د حرام کار حلال ګڼل کفر دي، او کوم څوک چي خپل نسب بدلوي خو ځان ته يې حلال نه بولي هغه انسان کافر کيږي خو نه ولي د ډېري لويي ګناه مرتکب سو او د کفر کار ورڅخه وسو چي هغه د الله تعالی د نعمت کفران او ناشکري ده.


د همدې موضوع په اړه په ايقاظ المفهم کتاب کي ليکي:


څوک چي خپل نسب بدلوي د څو ګناهونو مرتکب ګرځي:


۱ – د لويي ګناه مرتکب ګرځي.


۲ – جنت ورباندي حراميږي.


۳ – الله، ملائکي او خلګ لعنت ورباندي وايي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته