د مصیبتونو فوائد
رالیږونکي :نوید احمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په تفسر القاسمي کښې د عزالدين بن عبد السلام رحمة الله په حواله د مصيبتونو څه فوائدليکلی شوي دي.
زه غواړم چې دلته یې څه اجمال وليکم، د تفصیل دپاره دې مینه وال هملته مراجعه وکړي. هغه فوائد دا دي.
د الله (جل جلاله) قهاریت پېژندل.
خپل ذلت او ناتواني پېژندل.
د الله (جل جلاله) سره اخلاص زياتېدل چې د خلاصون توان یې د بل چا سره نسته.
د الله (جل جلاله) ته توبه تائب گرځېدل.
الله (جل جلاله) ته سوال او تضرع کول چې دا هم لوی عبادت دی.
په بنده کښې حلم او حوصله پیدا کېدل.
د عفوې اجر موندل (که عفوه وکړي).
د صابرینو د ډلې څخه شمېرل کېدل (که صبر وکړي).
په هغه اجر باندې خوشاله کېدل چې صابرینو ته ورکول کېږي (که صبر يې په نصيب سي).
په مصیبت باندې شکر کول (که وتوانېږي).
د ګناهونو عفوه کېدل.
هغه رحمت موندل چې هغه د محنتونو خاوندانو ته په دنيا کښې ورکول کېږي.
د نعمتونو قدر پېژندل چې باید شکریه یې وکړي.
هغه درجات موندل چې هغه صابرینو ته په آخرت کښې ورکول کېږي.
هغه پټ خپرونه ترلاسه کول چې سړی پرې د شر ګومان کوي او هغه ډول خير او ښېگڼې وي.
د کبر او غرور ماتېدل او تواضع لاس ته راوستل.
د الله (جل جلاله) رضا گټل، ځکه چې مصیبتونه په هغو خلکو باندې ډېر واقع کېږي د چا څخه چې الله (جل جلاله) راضی وی.
ماخذ: عزیز التفاسیر:ج۱،ص۳۱۷
www.taleemulislam.net