تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا دوښمن څوک دي ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 7, 2021
  0

لیکنه علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا مو ډېر بد دښمن دئ، نه مو پرمختګ ته پرېږدي، نه کارو ته او نه هدف رسېدو ته. 


راسئ یو کیسه درته وکړم:


یوه ورځ چي کله د دفتر کارکونکي و دفتر ته راغلل، د مړي یو تابوت پروت او پر لیکلي وه: ”هغه کس مړ سو، چي تاسي به ئې له پرمختګ څخه را ګرځولاست او پر ۱۰ بجې ئې جنازه ده.“
په شروع کي ټول خوابدي سول، چي دا به څوک وي، خو وروسته ټول پوه سول، چي هیڅوک هم مړ نه دئ، ځکه د دفتر ټول کارکونکي راغلي وه. 


لسو بجو ته ټولو ځانونه د دفتر و لوی دهلیز ته ورسول، ټول حیران وه، چي په تابوت کي به د چا مړی وي، ځکه د دوی همکاران ټول ژوندي وه. ږغ وسو، چي د مړي د لیدو لپاره یو یو راسئ او تابوت کي مړی وګورئ. 


په تابوت کي هنداره پرته وه، هر کس چي به ورغلی، نو خپل تصویر به ئې ولیدی او د تصویر سره لیکلي وه: 


”یوازینی کس، چي تاسو له پرمختګ څخه را ګرځوي هغه تاسو یاست. تاسي خپله کولای سئ د بریا پر لور حرکت و کړی او پرمختګ وکړی. ژوند مو بدل کړی او منفي فکرونه لیري و غورځوی.“ 
بس، یوازینی کس چي تاسو له هرڅه څخه راګرځوي هغه تاسو خپله یاست. زما یو ملګری کیسه کوي، چي زه اطاق کي یوازي یم، د سهار لمانځه لپاره تلیفون زنک ووهي، خو زه ئې بند کړم؛ بیرته بیده سم. دی وایي، دا هرڅه زه خپله کوم. 


رښتیا هم له وخت څخه ګټه نه اخیستل، لټي، اصراف، غصه، خپګان، له پرمختګه بېرېدل، د نن کار سبا ته پرېښودل دا ټوله موږ خپله کوو، بل څوک ئې په موږ نه کوي. دا ناځوانه بل څوک نه، ته په خپله یې. ته په خپله د بېري، د وخت پالتو تېرولو او شلو نورو منفي کارو پلار یې.


راځه ځان سم کړو؛ وطن او جهان سم کړو.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته