تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي مایوسه یې ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 26, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ولي مایوسه یې؟


مایوسی یو ډارونکی شیطان او په وجود کي مو د شیطان له خوا موږ ته راکول سوی انګار دئ چي دننه مو سوځوي, بعضئ انسانان موږ دی ته اړ باسي چي د ځان او کورنۍ پر وړاندي مایوسه سو تر څو خپل د مسولیتونو څخه بې پروا سو.

 
بعضئ انسانان زموږ روح او زموږ ژوند ته  صدمه رسوي زموږ څخه  مثبته انرژي اخلی او پر الله تعالی مو توکل ضعیفه کوي.


مایوسي هغه  اوښکي دي چي هیڅکله نه دي توی سوي.


 مایوسی په ستوني کې هغه  چيغي دي چي هيڅکله يې نه دي ژړلي.


مایوسي هغه یوازیتوب دئ چي هیڅکله یې احساس نه دئ سوی.


مایوسي هغه احساسات دئ چي انسان خپل تر ناوړه فشار لاندي راولي او د ژوند څخه یې خسته کوي.


او دا ټوله زموږ ګناه ده ځکه چي یا به مو ماحول د نا امیده انسانان څخه ډک وي یا به هم موږ په لاسي لاس خپل د ځان لپاره داسي بې لاري ملګري او دوستان ټاکلي وي.


د داسي انسانانو په شتون کي موږ هیڅکله دا نه سو زده کولای چي څنګه ویره، غوسه غم او مایوسي له ځانه لیري کړو, موږ یوازي د ځان ساتني هڅه کړې ده، خو هیڅکله مو خپل د روح د ازادی او سکون په اړه فکر نه دئ کړئ.


د داسي انسانانو په شتون کي موږ ته هیڅکله نه را ښودل کیږي، چي څنګه باید ژوند وکړو او د دې ټولو احساساتو د کنټرول په اړه څنګه اقدام وکړو.


زموږ انسانانو  څخه ځیني زموږ سره د ماشومانو په توګه  چلند کوي زموږ په افکارو، نظرونو یا باورونو ملنډي وهي. 


زموږ څخه ځیني د ځینو د احساساتو درلودلو یا ښودلو په وجه قضاوت یا مجازات سوي دي. 


زموږ څخه ځیني دومره بې پروا سوي دي چي موږ ته ځیني وختونه شک پیدا سي چي ایا موږ اصلا  شتون لرو که نه.


یو خوندی ( معنوي سکون ورکونکی) ځای او یو خوندي لارښود ( قرانکریم) ولټوئ. 


هلته په خوندي ځای کي موږ کولای سو د خپل پاک  وجود سره اړیکه ونیسو او ځان ته اجازه ورکړو چي فکر وکړو او پوه سو, موږ ټول آزاد یو چي د هر څه په اړه فکر وکړو.


موږ حق لرو منفي او تیاره فکرونه لیري کړو او باید د غوسې یا غم یا ویري په احساساتو سره مړه نه سو، موږ باید په هیڅ صورت کي خپل کنټرول له لاسه ورنکړو.


موږ پوهیږو چي زموږ احساسات پاک معصوم دي نو باید هیڅکله یې د غلطو انسانانو سره په ملګرتیا او بې ځایه احساساتو په ښکاره کولو زهرجن نه کړو.

 

موږ کولای سو خطرونه ومنو او مینه، ملګرتیا او ښې اړیکي ولرو، موږ دا حق لرو د خپل  وجود ژور حقیقتونه څرګند کړو, موږ حق لرو خپل  فکرونه ذهنونه او احساساتو ته ارزښت ورکړو؛ خو د په دا بې ځایه احساساتو باندي خپل افکار او احساسات مه بې ارزښته کوئ.

 

هدف دادئ چي انسانان به هر څه راسره وکړئ, مایوسه به مو کړي, درد به راکړي, شتون به مو په نشتون حساب کړي, بې ارزښته به مو کړي, حتا د ژوند حقوق به راڅخه واخلي خو موږ به نه مایوسه کیږو, ځکه داسي رب لرو چي نه چاته محتاج دئ نه هم هر څه هیروي.


د الله تعالی مهرباني تر حد زیاته ده نو ولي باید مایوسه سو. 


الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کي څو ځله ویلي دي چي د الله تعالی د رحمت څخه مه مایوسه کیږئ ځکه چي د الله تعالی د رحمت څخه صرف کافران مایوسه کیږي.

 

د دنیا د مشکلاتو او مشقتونو لپاره مه خفه کیږه زموږ اصلي ژوند خو په اخرت کي د حساب کتاب وروسته په جنت یا هم جهنم کي شروع کیږي, نو اوس هم د دې پر ځای چي د بل څه په باره کي فکر وکړې خپل پر اعمالو دي تمرکز وکړه تر څو د اخرت لپاره یو توښه برابره کړې.

 

دا فرصتونه چي نن لرې نو ممکن سبا یې ونه لرې نو د وخت قدر وکړه, د ژوند مشکلاتو ته مه تسلیمیږه, مبارزه وکړه او د الله تعالی سره رابیطه جوړه کړه چي د دارینو نیکمرغي دي نصیب سي، ان شاءالله.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته