تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هیڅکله شکایت مه کوئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 19, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


هیڅکله شکایت مه کوئ

 

شکایت کول د ژوند د ناکامۍ د پړاونو څخه یو پړاو دئ چي کله نا کله انسان ورسره مخامخ کیږي ځیني وخت انسان د ډیرو ناخوالو لیدلو وروسته نا امیده کیږي او په ذهن کي یې د منفي څیزونو د بیا بیا پیادولو لپاره یو دروازه خلاصیږي چي نه سي کولای مثبت یا هم اغیزمن فکر وکړي هر وخت یې افکار په منفي سوچونو مصروفه وي او بغیر ددې چي مقاومت وکړي نو شکایت او ګیلې شروع کوي خو دا هیڅکله معقولي اقدام نه سي کیدلای.

 

شکایت کول د الله تعالی د امر پر وړاندي ناراضي ښکاره کول دي چي دا کار هیڅ د یو مخلوق سره نه ښایي. په دا خبره ټوله پوهیږو چي ژوند د لوړو او ژورو مجموعه ده او دا هم ښکاره حقیقت دئ چي په انسان خود خواه موجود دئ او داسي ډیر کم خلګ به ومومې چي ستا په باره کي به فکر کوي او تا به د ناکامي او مایوسي د کندي څخه راباسي خو ډیر زیات انسانان د خپل ځان بغیر د بل چا ښیګنه نه غواړي نو ځکه ته به د داسي چلند سره مخامخ کیږې چي تا به یې تصور هم نه وي کړی خو هیڅ پروا نه کوي ځان دي دومره قوي کړه چي د دښمن ګوزار د یوې زرې په اندازه تاثیر هم درباندي ونه کړي.


دا خبره ومنه چي هیڅ څوک ستا لپاره ژوند نه کوي.


دنیا کي دوه ډوله انسانان سته


۱_ هغه چي د الله تعالی سره خاصه رابیطه لري, د اخرت فکر کوي, د خپلو اعمالو د اصلاح لپاره کوښښ کوي, د نورو لپاره نیک ملګری وي, خپل شاوخوا کي هر چاته نیکه لار ورښوي, د الله په اوامرو دي امر کوي او د خپل اخرت د سمولو سره سره ستا د اخرت د نیکمرغي فکر هم کوي او داسي لاري درښوي چي په خوشبخته سې.


ددې انسانانو قدر وکړه او هدف دي د دوی د هدف غوندي صرف د الله رضا او د اخرت خوشبختي وګرځوه.

 

۲_ هغه کسان چي د ستر خالق, خوږ پیغمبر او د پاک اسلام له لاري څخه غافله وي, همیشه خپل وخت په عبث او فالتو کارونو تیروي, هیڅ چاته یې بغیر د تاوان څخه هیڅ ګټه نه رسیږي, خپل د غفلت سره سره نورو انسانانو ته هم د غفلت لارښونه کوي او د ځان سره یې بدبخته کوي, ښه والی او انسانیت ته په سپکه سترګه کوري, ټولنیز اداب او نزاکتونه نه مراعت کوي او همېشه انسانانو ته د ضرر رسولو په فکرونو کي غرق وي.


داسي انسانان د اخرت د عذاب بغیر بل څه نه سي درته ډالۍ کولای نو چي هر څومره ورڅخه لیري اوسې نو خوشحاله به یې.


نو ولي شکایت کوې, هغه انسانان چي ستا خیرخواه دي هغه خو د دنیا سره ستا د اخرت فکر هم کوي, تا د شکایت د حد تر رسیدلو پوري نه پریږدي او هیڅکله د شکایت موقع نه درکوي نو د الله د نعمتونو او داسي لارښود درلودلو لپاره د الله شکر وباسئ.


او هغه انسان چي د کمراهۍ طرف ته دي بیایي نو هغوی د خپل غفلت او وجدان سره پریږدئ او د نیکو لارښونو بغیر نور د هیڅ شی رابیطه مه ورسره ساتئ.

 

هیڅکله چاته اجازه مه ورکوئ چي د ژوند په تعادل او په خوشحالیو کي مو خنډ جوړ سي, د هیڅ چا څخه شکایت مه کوئ, خپل شخصیت وساتئ او هر څه الله ته وسپارئ یقینا الله تعالی عدل کونکی ذات دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته