تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 31, 2023
  0

ليکوال:   نجيب جلواح حفظه الله ورعاه
ژباړن او ترتيبوونکی: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د صالحي کورنۍ جوړولو لاري چاري
(دوهمه برخه) 


درېيم: کورنۍ ته زياته توجه او اهتمام: داچي کورنۍ د اسلامي ټولني اساس دی، نو زياته توجه ورته پکار ده؛ ځکه د کورنۍ اصلاح د‌ ټولني د اصلاح سبب کيږي. صالحه ټولنه د الهي احکامو په ذريعه د دښمن په مخکي د غشي او ډال غوندي قوي کېدلای سي، چي هر خير به جذبولای سي او د‌ هر شر به دفاع کولای سي.


د کورنۍ او ټولني د اصلاح اساسي ارکان د سترو داعيانو، طالب العلمانو، تربيه کوونکو ميندو او نورو مصلحينو څخه عبارت دي.


 د کورنۍ د اصلاح اساسي وسائل او سببونه دوه دي، يو د مصالحو او ګټو جذب او حصول دی، چي هغه پر امر بالمعروف ولاړ دی او بله وسيله او سبب د د مفاسدو او تاوانونو څخه دفاع ده، چي هغه د منکر ليري کول او پرېښوول دي. دغه وسائل په دغو نقطو کي خلاصه کيدلای سي:


۱-   د کورنۍ د اصلاح د اساسي وسيله او سبب د ښکلې او صالحي مېرمني غوره کول دي: پر هر مسلمان باندي واجبه او لازمه ده، چي د خپلو اولادونو لپاره داسي مسلمانه مور غوره او انتخاب کړي، چي هغه د خپل رب عزوجل حقوق پيژني، د خپل خاوند حقوق پيژني، د خپلو اولادونو حقوق پيژني او هغه پر خپل دين او د خپل رسول پر سنتو باندي غيرت کوي. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لِيَتَّخِذْ أَحَدُكُمْ قَلْبًا شَاكِرًا، وَلِسَانًا ذَاكِرًا، وَزَوْجَةً مُؤْمِنَةً تُعِينُهُ عَلَى أَمْرِ الآخِرَةِ» رواه أحمد والترمذي وابن ماجه عن ثوبان.

 
ژباړه: تاسو دي شاکر زړه، ذاکره ژبه او داسي مېرمنه ولرئ، چي د‌آخرت په چارو کي مرسته درسره وکړي. 


او په بل روايت کي راځي وفي رواية: «وَزَوْجَةً صَالِحَةً تُعِينُكَ عَلَى أَمْرِ دُنْيَاكَ وَدِينِكَ، خَيْر مَا اكْتَنَزَ النَّاسُ» رواه البيهقي في «شعب الإيمان» عن أبي أمامة.


 ژباړه: صالحه ښځه د‌ دنيا او دين په چارو کي ستاسو سره مرسته کوونکې ده او تر هغو خزانو بهتره ده، چي خلک ئې زېرمه‌کوي.
او مور هغه لومړنۍ مدرسه ده، چي د نسلونو روزنه او پالنه کوي. که مور صالحه وي، نو اولادونو ته د صلاح او تقوا شيدې ورکوي، يو شاعر څومره ښه ويلي دي:


مور هغه ښوونځی ده، که يې ښه وروزې، يو ښه اقوام لرونکی ملت دي وروزئ؛


مور هغه باغ دی، که يې حيا په ښه حالت کي تربيه وکړي، نو ډير ښه حصول ورکوي؛


مور د هغه مخکنيو ښوونکو ښوونکې ده، چي د هغوی ښېګڼي او اغيزې د اسمان تر څنډو رسېدلي دي(الأُمُّ مَـدْرَسَــةٌ إِذَا أَعْـدَدْتَهَـا أعْدَدْتَ شَعْبًا طَيِّبَ الأَعْرَاقِ).


او که مور طالحه وه، نو د خپلو اولادنو د صلاح هيله مه کوه، شاعر پدې اړه څونه ښه ويلي دي:


په باغ کي را شين کېدونکی بوټی، د هغه بوټي غوندي نه وي چي په دښت کي را شين سوی وي؛


(همدا راز) د هغو ماشومانو څخه د کمال تمه نه کيږي، چي د ناقصو ميندو له سينو يې شيدې رودلي وي(وَلَيْسَ النَّبْتُ يَنْبُتُ فِي جِنَـانٍ كمـثل النَّـبْتِ يَنْبُتُ فِي الفَلاَةِ).


نو دغه ارزښت ته په کتو پکار ده، چي د مرکې او خطاب پر وخت د تبصر او دقت څخه په استفاده د يوې مسلماني ميرمني تلاښ وسي او د خاطب صلاح هم په نظر کي ونيول سي. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: 


إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلاَّ تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ» رواه التِّرمذي عن أبي هريرة.


که تاسو ته داسي څوک مرکه وکړي، چي تاسو د هغه د دين او اخلاقو څخه راضي او مطمئن اوسئ، نو د هغه سره نکاح وکړئ او که داسي ونکړئ، نو په مځکه کي به د فتنې او پراخ فساد خپرولو باعث سئ.


دغه شرعي حکم ښځو او د هغو اولياوو ته متوجه دی، چي هغه مرکه بايد جواب نکړي، چي ديندار او حسنه اخلاقو لرونکی شخص ئې وکړي؛ ځکه صالح نارينه او صالحه ميرمن صالح کور ابادوي، د صالحي کورنۍ لپاره دغه قراني شاهد کفايت کوي:


وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ ﴿الأعراف: ٥٨﴾.


او پاکه خاوره د خپل رب جل جلاله په اجازه او حکم سره (مطلوب او مفيد) نبات شين کوي او خبيثه خاوره ناچيزه او بي ګټي واښه شنه کوي، موږ همداسي اياتونه هغ قوم ته بيانوو، چي شکر ادا کوي.


نوټ: دغه مبارک ايت شريف مختلف تفسيرونه سوي دي، ځيني مفسرينو رحمهم الله تعالی د البلد الطيب څخه د مسلمانانو زړونه مراد کړي دي او د البلد الخبيث څخه ئې د کفارو زړونه مراد کړي دي. ځيني مفسرينو په کورني نظام تفسير کړي دي، چي طيبي ميرمني طيب اولادونه زيږوي او خبيثي ميرمني خبيث اولادونه زيږوي.


۲ـ د کورنۍ د اصلاح د اساسي وسائلو او سببونو دوهمه نقطه: د ميرمني اصلاح:


پدي کي شک نسته، چي هر مسلمان پدې پوهيږي، چي لومړی: بيله شکه هدايت د الله تعالی له طرفه دی، الله تعالی د نفسونو اصلاح کولای سي، هغه جل جلاله فرمايي:


وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لاَ تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِين - فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ....﴿الأنبياء: ۹۰-۸۹﴾


او زکريا عليه السلام چي کله خپل رب جل جلاله ته ږغ کړه او وئي ويل، اې زما ربه! ما يوازي مه پريږده، ته د وارثينو خير يې، موږ ئې دعاء قبوله کړه، او ده ته مو يحيی عليه السلام هبه کړ او موږ د ده ميرمن اصلاح کړه.


د آيت پدغه برخه ﴿وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ﴾ کي اکثره مفسرين وايي، چي د زکريا عليه السلام ميرمن شنډه وه، ذوالجلال والاکرام هغه اولاد زيږوونکې کړه، چي دا د زوجې اصلاح بلل کيږي. ځيني مفسرين وايي، چي الله تعالی د زکريا عليه السلام د ميرمني اخلاق اصلاح کړه. که متوجه سو، نو دا دواړه يو دبل مانع هم ندي، ممکن شنډه به وه، الله تعالی اولاد زيږوونکې کړه او اخلاق ئې هم ور اصلاح کړه(فتح القدير للشَّوكاني (۳/۴۲۵).


د ميرمني د اصلاح وسائل او اسباب زيات دي، ځيني ئې دادي:


د الله تعالی عبادت ته ئې پام کول، د خالق تعالی سره پر اړيکو ئې ټينګار او هڅي کول، د شپې لمانځه، نفلي روژو، خيراتونو، د قران کريم تلاوت، د اذکارو حفظ ته ئې هڅول او تشويقول. دينداري ملګري (ديني خويندي) ورته غوره کول او د بدو او بيکاره ملګرو څخه ئې منع کول او ساتل.


۳ ـ د کورنۍ د اصلاح د اساسي وسائلو او سببونو درېيمه نقطه: د کورنۍ غړو ته شرعي تعليم ورکول:


د شرعي علومو زده کړه فرض ده، نو د هري کورنۍ پر مشر باندي، لازمه ده، چي خپله کورنۍ په شرعي علومو وروزي، هغوی په معروف سره امر کړي او د منکراتو څخه ئې منع کړي؛ ځکه د شرعي علومو پرته د کورنۍ اصلاح نسي کيدلای، نو دا به غوره وي، چي پدې برخه کي د شرعي علومو بېلابېل علوم، لکه تفسیر، حدیث او فقه شامل وي او د تعليم او تربيې یوه معتدله او اغيزمنه طریقه او ميتود پکار واچول سي.

 

نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته