تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شهرت طلبي او د هغې سزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شهرت طلبي او د هغې سزا 


قَالَ النَّبِيُّ صى الله عليه وسلم : مَنْ سَمَّعَ سَمَّعَ اللَّهُ بِهِ ، وَمَنْ يُرَائِي يُرَائِي اللَّهُ بِهِ.[صحیح البخاری ۶۴۹۹]


ژباړۀ: رسو الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هر څوک چي خپل نوم خلګو ته واوروي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ نوم په خلګو واوروي او څوک چي ځان خلګو ته ښکاره کړي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ خلګو ته ښکاره کړي.


توضيح: يعني څوک چي په خلګو کي د ځان مشهوره کول غواړي او خپل ږغ او نوم د شهرت لپاره په خلګو کي نشر کوي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ دی رسوا کړي او د ده نوم به د قيامت په ورځ خلګو ته واوروي؛ تر څو ټول خلګ په دې باندي پوه سي چي دغه سړی په دنيا کي شهرت طلب وو او څوک چي په دنيا کي خپل ځان او خپل اعمال په خلګو کي ښکاره کوي او د ريا لپاره کارونه کوي الله تعالی به يې د قيامت په ورځ خلګو ته ښکاره کړي او ټولو ته به دده ريا کاري معلومه سي.


د دې حديث په توضيح کي علامه خطابي رحمه الله ليکلي:من عمل عملًا على غير إخلاص وإنما يريد أن يراه الناس ويسمعوه جوزي على ذلك بأن يشهره الله ويفضحه ويظهر ما كان يبطنه. أهـ. 


يعني څوک چي بېله اخلاصه يو کار وکړي، د ده مقصد او اراده دا وي چي خلګ يې وويني او واوري نو الله تعالی به پر دې کار باندي د ته داسي جزاء ورکړي چي په آخرت کي به يې مشهوره او رسوا کړي او ټوله هغه شيان چي ده د خلګو څخه پټول هغه به ښکاره کړي.
الله پاک دي مو د شهرت طلبۍ او رياکارۍ څخه وساتي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته