تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د اولاد پیدايښت بندول څنګه دي؟
 
  February 16, 2012
  0

 سوال : ايا د اولاد پيداکولو څخه پرهېز کول صحيح دي اوکه نه؟ 


د سوال کونکي نوم : نسيم . 

جواب : د موقت وخت له پاره د اولاد د زېږدوني مخنيوى کول جايز دي، دا که د عزل په ډول وي او که د دواء او ګولۍ اويا هم بلي معالجې په ډول وي. که څه هم د نکاح اساسي موخه د اولاد زېږول دي ځکه د مځکي پر مخ د انساني نسل د پاته کېدلو همدا يوازنۍ لاره ده او په ځانګړي ډول مسلمانان پاک رسول صلی الله عليه وسلم دې ته هڅولي دي چي د اولاد زېږوني د لاري د مسلمانانو شمېر زيات کړي او وايي چي زه پر نورو امتونو باندي ستاسو په ډېرښت وياړم خو که کله د اولاد د سالمي تربيې او پالني يا نورو مشروع مصلحتونو لکبله مور او پلار  مناسبه وګڼي چي د اولاد په زېږد کي څه وقفه او ځنډ راولي يعني د ورپسې لنګون تر منځ يې مده اوږده سي نو بيا دوئ کولاى سي، چي په لنډ مهاله ډول د اولاد د زېږد مخه ونيسي .

د هدايې په شرح فتح القدير کي وايي : العزل جائز عند عامة العلماء وكرهه قوم من الصحابة وغيرهم لما في مسلم من حديث عائشة رضى الله عنها عن جدامة بنت وهب أخت عكاشة قالت حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم في أناس فسألوه عن العزل قال ذاك الوأد الخفي وكذا ...... والصحيح الجواز ففي الصحيحين عن جابر كنا نعزل والقرآن ينزل وفي مسلم عنه كنا نعزل على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فبلغ ذلك النبي صلى الله عليه وسلم فلم ينهنا وفي السنن عن أبي سعيد الخدري أن رجلا قال يا رسول الله إن لي جارية وأنا أعزل عنها وأنا أكره أن تحمل وأنا أريد ما يريد الرجال وإن اليهود تحدث أن العزل هو الموءودة الصغرى قال كذبت يهود لو أراد الله أن يخلقه ما استطعت أن تصرفه.

په ردالمحتار کي د بېلابيلو کتابونو څخه د عزل د مسئلې تر بحث وروسته وايي : [ تَنْبِيهٌ ] أُخِذَ فِي النَّهْرِ مِنْ هَذَا وَمِمَّا قَدَّمَهُ الشَّارِحُ عَنْ الْخَانِيَّةِ وَالْكَمَالِ أَنَّهُ يَجُوزُ لَهَا سَدُّ فَمِ رَحِمِهَا كَمَا تَفْعَلُهُ النِّسَاءُ ( ردالمحتار )

اګاهي : په نهر کي د همدې او هم د هغه څخه چي شارح د قاضي خان او ابن الهمام څخه وړاندي کړل دا مسئله اخيستله سوې ده، چي ښځي لره دا جايز ده چي د اولاد د زېږوني د مخنيوي له پاره د رحم يعني د اولاد د زېږدوني د ځاى خوله بنده کړي لکه څه ډول چي يې ښځي کوي .

د يادوني وړ ده چي د اولاد د زېږوني د مخنيوي دا ډول علاج کول چي د ښځي د لنګون وړتيا د تل له پاره له منځه يوسي او بيا يې هيڅکله 

هم اولاد نسي پيدا کېدلاى جواز نه لري بلکي حرام کار دئ ددې ډول معالجې ته تعقيم يا اعقام وايي، تعقيم د ځينو سختو حالاتو او طبي ضرورتونو څخه ماسېوا جواز نه لري مثلا که ښځه د داسي ناروغۍ سره مخامخ سي چي ژوند ته يې جدي خطر وي او د تعقيم څخه پرته په بل هيڅ علاج يې درملنه نه کېدله د داسي خطرناکو حالاتو څخه ماسېوا په نورو حالاتو کي تعقيم جواز نلري . (و الله اعلم) 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله ۹ ګڼه، د دارالافتاء څانګه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته