رالېږونکی: نعمت الله شاکر
امام ابو داؤد السجستاني رحمة الله علیه ويلي دي :
خداى جل جلاله دي پر امام مالك رحمة الله علیه ورحميږي لوى امام وو .
خداى جل جلاله دي پر امام شافعي رحمة الله علیه ورحميږي لوى امام وو .
خداى جل جلاله دي پر امام اعظم رحمة الله علیه ورحميږي لوى امام وو . ( الانتقاء لابن عبد البر صــ ۳۲ )
عبدالله بن مبارك رحمة الله علیه وويل : هيڅ څوك د امام اعظم رحمة الله علیه په څير د پيروۍ وړ نه دى هغه لوى امام ، پرهيزګار ، له شبهاتو څخه ځان ساتونكى ، لوى عالم او په فقه پوه وو علم يې په ډيري ځيركتيا او بصيرت سره تشريح كړى دى . ( مناقب ابي حنيفه للكردري صـــ ۴۶)
مسعر بن كدام رحمة الله علیه وويل : كه څوك د ځان او خداى جل جلاله تر منځ امام اعظم رحمة الله علیه واسطه ( د ځان مقتدا ) كړي زه اُميد لرم چي هيڅكله به د خوف ( ويري ) سره مخ نه سي . ( تاريخ بغداد جــ ۱۳ صــ ۳۳۹)
يحيٰ بن معين رحمة الله علیه وويل : درواغ نه وايم ما د امام اعظم رحمة الله علیه تر رآ ى ښه رآ ى نده اوريدلي او دده په ډيرو قولونو مي عمل كړى دى .( تاريخ بغداد جــ ۱۳ صــ ۳۴۵)
يحيٰ بن معين رحمة الله علیه وويل : يحيٰ بن سعيد د كوفيانو په قول فتوٰى وركوله د كوفيانو په منځ كي يې د امام اعظم رحمة الله علیه قول غوره باله او د امام اعظم رحمة الله علیه پر قول يې فتوٰى وركوله . ( تاريخ بغداد جــ ۱۳ صــ ۴۷۰)
يحيٰ بن معين رحمة الله علیه وويل : د حمزه قرائت او د امام اعظم رحمة الله علیه فقه مي ډيره خوښه ده د نورو خلګو هم همداسي كول . (تاريخ بغداد جــ ۱۳ صــ ۳۴۱)
يحيٰ بن معين رحمة الله علیه وويل : تر وكيع مي لوى عالم ندى ليدلى مخ پر قبله به كيناستى حديثونه به يې يادول ، د شپې لمونځونه به يې كول او دوامداره روژې به يې نيولي د امام اعظم رحمة الله علیه څخه يې ډيري مسئلې اوريدلي وي فتوٰى يې د امام اعظم رحمة الله علیه پر قول ور كوله . (تاريخ بغداد جــ ۱۳ صــ ۳۷۰)
ماخذ: (د امام اعظم رحمة الله علیه) د کتاب څخه