تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: بې انزالېدو په روژه کي کوروالي کول
 
  July 15, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره: ۱۷۷
 
نوم : شير خان

سوال : که چیري په روژه کي د خپلي مېرمني سره نژدېکت وسي مطلب محضي سره نژدې سي پرته له دې چي کوروالي سره وکړي او خلاص سي. په دغه صورت کي قضاء ده او که کفاره؟
جواب : 

په روژه کي د خپلي ښځي سره بېله کوروالۍ یو ځای بدېدولو، مينه کولو او لاس وهولو سره نه قضاء سته او نه کفاره. البته که چیري پر ځان باندي د نه کوروالۍ کولو باور نه لري یعني د جماع کېدل ور څخه ممکن وي بیا نو دغه کارونه یواځي مکروه دي مګر مباشرت فاحشه یعني د دواړو لڅ لغړ سره یوځای کېدل او فرجونه سره مښلول مکروه دي که د جماع بېره وي او که نه وي. (۱)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
_______
(۱): مسائل رفعت قاسمي:  ج۴، ص۷۷،
بهشتي زېور: دریمه برخه، ص ۱۳۸،
فتاوی هندیه: ج ۱، ص ۲۰۰

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته