د حضرت عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
په دې امت کي به هم د مځکي ښويدل، د شکلونو مسخه کېدل او د ډبرو د باران اورېدل واقع کيږي. د مسلمانانو څخه یوه شخص وویل چي یا رسول الله! دا به څه وخت کیږي؟ ويې فرمایل: کله چي د سندرو ویونکي ښځي او موسیقي عامه سي او په کثرت سره شراب چیښل کیږي. رواه الترمذي (وسکت عنه حافظ منذري في الترغیب)