تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:د مجبورۍ لکبله په سودا کي درواغ ویل
 
  March 3, 2017
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۰۲)

نوم: بلال احمد

سوال : که يو کس په خپل کار وبار کي  درواغ وايي د مجبورى په وجه ، که دى درواغ ونه وايي د ماښام ډوډۍ نه سي پيدا کولاى نو په دغه ډول کار سره د ده ډوډۍ حرامه ده او که نه ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په معامله کي درواغ ويل جواز نه لري ، داسي فکر او عقيده درلودل چي بېله درواغو څوک رزق نه سي پيداکولاى منافقانه فکر او عقيده ده، او په درواغو د معاملې برکت له منځه ځي ، چي د دې برعکس د الله  رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : 
خرڅونکى او رانيونکى ، چي په بيع کي د شي عيبونه څرګند او په خپل منځ کي رښتيا ووايي ((بُورِكَ فِي بَيْعِهِمَا )) په بيع کي يې الله برکت پيدا کوي . 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِى بَيْعِهِمَا وَإِنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتِ الْبَرَكَةُ مِنْ بَيْعِهِمَا .(رواه البخاري) 
(٢): فقد ذکرالفقهاء ان الاصل فى الکذب انه حرام و هو من الکبائر  ان کان فى شهادة الزور.... الخ. کنوز رياض الصالحين :ج،٢:ص،٩ 
(٣): قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَلَّةٌ مِنْ نِفَاقٍ حَتَّى يَدَعَهَا إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ. ( متفق عليه )

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته