رالېږونکی: احسان ربي انفال/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-02-09
الحمدلله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام علی محمد و آله و اصحابه اجمعين.
الله جل جلاله اسلام زموږ له پاره ددين په توګه غوره کړی دئ او له اسلام څخه پرته الله جل جلاله ته بل دين د قبول وړ نه دئ. لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي:
"وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآَخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ" (سورة آل عمران(۸۵ - آيت)
ژباړه: او هر څوک چي پرته له اسلام څخه بل دين ولټوي، نو له ده څخه به هيڅکله ونه منل سي. او هغه به په اخرت کښي له تاوانيانو څخه وي.
او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي، چي د امت ځيني ډلي به ئې دالله جل جلاله ددښمنانو پيروي کوي او ځيني ديني مراسم او عنعنات به ئې لمانځي لکه څنګه چي د ابو سعيدالخدري(رض) په دې روايت سوي حديث کي راغلي دي:
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ عَنِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ «لَتَتْبَعُنَّ سَنَنَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ شِبْرًا شِبْرًا وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ ، حَتَّى لَوْ دَخَلُوا جُحْرَ ضَبٍّ تَبِعْتُمُوهُمْ» . قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى قَالَ «فَمَنْ» (رواه البخاري)
ژباړه: بې شکه چي تاسي به دهغو کسانو چي ستاسي تر مخه راغلي دي لوېشت په لوېشت او ګز په ګز پيروي وکړئ، تر داسي اندازې که هغوی د سمسارې وغار ته داخل سول، تاسي به هم ورپسې ياست. موږ وويل: يا د الله رسوله صلی الله علیه وسلم (مطلب دي) يهود او نصارا دي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمايل:"بل نو څوک؟"
پېغمبر صلی الله علیه وسلم چي څه ويلي وه هغه اوس په مسلمانو هېوادو کي پېښ او دخپرېدو په حال کي دي. ډېر مسلمانان دالله جل جلاله ددښمنانو پيروي کوي، د هغو دودونه عملي کوي، د هغو کړني سرته رسوي او حتی د هغو د ځينو ديني مراسمو تقليد کوي او د رخصتۍ ورځي ئې لمانځي. دخلکو ترمنځ دغه ګډ حالت او د مسلمانانو وهېوادو ته چي د کفارو دودونه په کومه په زړه پوري ږغيزه او انځوريزه طريقه د سټلايټ، ټلوېزيون او انټرنيټ له لاري راننوزي، خبره نوره هم خرابه کړې ده. ډېر مسلمانان ئې په ظاهري ښکلا او ځلا خطاوتلي دي.
په اوسنيو څو کلونو کي يوه نوې پېښه چي تر مخه په مسلمانو ځوانانو کي نه ليدل کېده تر سترګو کېږي، چي هغه د مسيحيانو تقليد (د عاشقانو د ورځي لمانځل) دي. علماء او داعيان دې ته مجبوره سوي دي چي په شريعت کي ددې ورځي اړوند احکام بيان کړي، تر څو مسلمانان ئې په اړه څرګند مفاهيم تر لاسه کړي او په دې کرغېړن عمل چي عقيدې ته ئې ضرر رسوي، اخته نه سي.
اوس ددې ورځي د اصليت، مقصد او پيل په اړه بحث او ددې ورځي په اړه د مسلمانانو کړنلاره وړاندي کوو:
د ميني جشن يا د عاشقانو ورځ (Festival of Love / Valentine’s Day):
اوولس پېړۍ تر مخه چي کله په روم کي شرک خپور وو، په هغه وخت کي د نورو جشنو پرڅنګ د روميانو يو بل جشن (فيسټيوال) هم وو، چي "دميني جشن" ئې بلئ. د روميانو د مشرکي عقيدې له مخي دا د "روحاني ميني" يوه اصطلاح وه. د روم د مشرکينو په دې جشن (فيسټيوال) پوري ځيني اسطورې هم تړلي وې. يوه له هغو څخه ئې د روميانو دا عقيده وه، چي د روم جوړونکي "رومولوس" په دغه ورځ د شرموښي شيدې ورودلې، چي ددغه شيدو په رودلو سره دی قوي او د پوهي خاوند سو. روميانو به دغه ورځ هر کال د فبروري د مياشتي په نيمايي کي د يو لوی جشن په توګه لمانځل. په دغه جشن کي ددوی دغه ديني دود وو، چي سپی او بزه به ئې قرباني کول، بيا به دوو(۲) قوي پهلوانانو ددغه قرباني سوي سپي او بزې په وينه خپل بدنونه لړل، او وروسته به په شيدو لمبېدل، تر څو دغه وينه ئې له بدنه پاکه سي. وروسته به يو لوی رسمي ګذشت جوړ سو، چي دغه دوه ځوانان به ئې په سر کي ول، او په کوڅو کي به تېرېدل. له دغه دوو ځوانانو سره به څرمني وې، چي کله به ئې په لاره کي څوک مخ ته راغلل په هغه څرمنه به ئې وهل. رومي ښځو به ددغه رسم ګذشت ښه راغلاست وايه، ځکه دوی په دې عقيده وې چي دغه کسان د شنډتوب مخنيوی او علاج کوي.
د سَينټ ولنټاين(۱) او د دې جشن تر منځ اړيکي:
سَينټ ولنټاين دهغه کس نوم دئ، چي ځان ئې د عيسايي کليسا له پاره قرباني کړ. داسي ويل کېږي، چي دغه کس په (296م) کال کي د يو ګوتيک قومندان له خوا دعذاب ورکولو په پايله کي مړ سو. په (۳۵۰م) کال کي پر هغه ځای يوه کليسا جوړه سوه او دده يادګار ئې راتازه او دايمي کړ. کله چي په روم کي عيسايت خپور سو، دوی د ميني په نوم د يوې مذهبي مېلې لمانځل شروع کړل. د شِرکي عقيدې د"روحاني ميني" بڼه په بله بڼه واوښته چي "دميني شهيدان" ورته وويل سول. دا د سينټ ولنټاين په ياد لمانځل کېږي، چي ددوی په ادعا دميني له پاره ئې کار کاوه او له کبله ئې قرباني سو. دا د مينانو مېله هم بلل کېده او سينټ ولنټاين دمينانو سپېڅلی راهب او حامي بلل کېدئ.
په دې جشن پوري اړوند ددوی يوه کړنه دا وه، چي د هغو انجونو نومونه چي د واده عمر ته به رسېدلي وې پر يوه ټوټه کاغذ ليکل او کت به ئې د مېز پر سر په يوه لوښي کي کښېښول. بيا به يو داسي ځوان چي غوښتل به ئې واده وکړي راوغوښتل سو او د کاغذ له ټوټو څخه به ئې يوه راپورته کړه. دا ځوان به د هغي انجلۍ په خدمت کي حاضر سو، چي په کاغذ کي به ئې نوم ليکلی وو. يو کال به ئې له يو بل سره تېر کړ او بيا به ئې واده سره وکړ. که به سره خوښ نه سول، په راتلونکي کال کي به ئې بيا پر همدې ترتيب داغه کار کاوه.
عيسايي روحانيونو ددې دود پر ضد غبرګون وښاوه. دوی داسي ګڼل چي دا د ځوانو هلکانو او انجونو پر اخلاقو بده اغېزه لري او په ايټاليا کي ئې (چي دغه دود ډېر په کښي عام سوی وو) له منځه يووړئ. دغه دود وروسته بيا په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کي راژوندی سو. په ځينو غربي هېوادو کي دوکانونه راووتل چي کوچني کتابونه ئې خرڅول او دا کتابونه ئې "دولنټاين کتابونه" (Valentin’s Books) بلل. په دې کتابو کي به د ميني شعرونه او د ميني دليک ليکلو طريقه او لارښووني ليکل سوي وې، چي بيا به هغه چا چي خپلي معشوقې ته به ئې ليک لېږئ، ددې کتاب څخه شعرونه انتخابول.
ددې ورځي د اصليت په اړه داسي هم ويل کېده، چي کله روميانو عيسايت قبول کړ، نو په روم کي عيسايت ډېر عام او خپور سو. د روم امپراتور دوهم کلاډيوس په درېيمه ميلادي پېړۍ کي دا حکم صادر کړ، چي فوځيان به واده نه کوي. ځکه د واده له کبله له جنګ څخه راګرځي. سينټ ولنټاين له دې حکم څخه سرغړونه وکړه او په پټه به ئې د فوځيانو ودونه ورکول. کله چي امپراتور په خبر سو، دی (ولنټاين) ئې په بند کي واچاوه او د اعدام په سزا ئې محکوم کړ. په بند کي د بنديوان پر لور مين سو، خو دغه مينتوب هم پټ پاته وو، ځکه چي د عيسايي قانون له مخي کشيش او راهب له ميني او واده کولو څخه منع ول، خو بيا هم تر اوسه پوري عيسايان پر عيسايت باندي دده (ولنټاين) د ټينګ پاته کېدو په خاطر دده ډېر احترام کوي. کله چي امپراتور ده ته په دې شرط د بخښني وړانديز وکړ، چي عيسايت پرېږدي او د رومي خدايانو عبادت وکړي، دی به امپراتور ته تر ټولو نزدې کس وي او خپل زوم به ئې کړي، مګر ولنټاين دا وړانديز ردکړ او پر عيسايت پاته سو. نو له دې اسيته ئې د (۲۷۰ز) کال د فبروري د مياشتي پر (۱۴) نېټه اعدام کړ. د فبروري د (۱۵) نېټې په ماښام د لوپرکالس جشن (Festival of Lupercalis) ونيول سو او دغه ورځ ددې راهب (ولنټاين) په نامه ونومول سوه.
په "د تمدن کيسه" نومي کتاب کي ليکل سوي دي، چي کليسا يوه داسي جنتري جوړه کړه، چي هره ورځ ئې د يوه راهب له پاره خاصه کړې وه. په لندن کي د ژمي اخيره وه چي دغه ورځ راورسېده. کله چي دا ورځ راغله، ددوی په اند په دغه ورځ په ځنګله کي مرغان يو له بل سره يو ځای سول. او په دغه ورځ به ځوانانو د هغو انجونو د کورو پر کړکيو ګلان ايښوول، چي دوی به مينه ورسره درلوده. (۲)
پاپ(۳) د سينټ ولنټاين ورځ د) ۲۷۰م (کال د فبروري د مياشتي (۱۴) نېټه د ميني جشن ته ځانګړې کړه. داچي ددې جشن په اړه پاپ ددوی مذهبي لارښووني کوي، موږ ته د الله جل جلاله دا آيت را يادوي:
اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ"( سورة التوبه ۳۱ - آيت)
ژباړه: دوی خپل عالمان او روحانيون له الله څخه ماسوا معبودان نيولي او همدارنګه مسيح د مريم زوی هم، او حال دا چي دوی ته حکم نه دی سوی پرته له دې څخه چي د يوازني الله عبادت وکړي (هغه ذات چي) له هغه څخه پرته بل معبود نسته. الله له هغه څه څخه چي دوی ئې ورسره شريکوي سپېڅلی دئ.
عدي بن حاتم(رض) وايي: "أتيت النبي صلى الله عليه و سلم وفي عنقي صليب من ذهب فقال يا عدي اطرح عنك هذا الوثن وسمعته يقرأ في سورة براءة {اتخذوا أحبارهم ورهبانهم أربابا من دون الله} قال أما إنهم لم يكونوا يعبدونهم ولكنهم كانوا إذا أحلوا لهم شيئا استحلوه وإذا حرموا عليهم شيئا حرموه"( سنن الترمذي)
ژباړه: زه ونبي صلی الله علیه وسلم ته راغلم او صليب مي په غاړه وو، پېغمبر صلی الله علیه وسلم راته وويل اې عدي دغه بت وغورځوه او ما دا هم ځني واورېدل چي د سورة براءة دغه آيت ئې تلاوت کاوه "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ" بيا ئې وويل: دوی ددغه احبارو او راهبانو عبادت نه کاوه، بلکي کله چي به هغو کوم شی ورته حلال کړ، دوی به حلال ګڼئ او که به هغو ورته حرام کړ، دوی به حرام ګڼئ.
ددې ورځي اړوند ځيني کړني:
1. دوی د نورو لويو فيسټيوالونو او جشنونو په څېر په دې ورځ جشن نيسي او خوشالي کوي.
2. يوبل ته د ګلاب سره ګلونه ورکوي، چي د مشرکينو د "روحاني ميني" او د عيسايانو د ميني سمبول دئ.
3. يو بل ته کاټونه لېږي، چي پر دې کاټو د "کوپيد" عکسونه هم وي، چي يو کوچنی هلک دئ، دوه وزرونه لري، غشی او لينده ورسره وي. چي دا د رومي مشرکينو د ميني خدای وو. الله جل جلاله دي موږ له شرک څخه وساتي.
4. په دغه کاټو کي چي دوی ئې يو او بل ته لېږي، په لنډو جملو، بيتو او نثري ټوټو سره يو او بل ته د ميني څرګندونه کوي. پر دغو کاټو باندي ځيني ټوکيز او خندونـکي عـکسونه او الـفاظ هم وي. او ډېر کله (Be my Valentine)( ) جمله هم پر ليکل سوې وي. دا وروسته له هغه چي د مشرکينو له عقېدې څخه واخيستل سوه، ددغه جشن عيسايي عقيده څرګندوي.
5. په دغه ورځ په ډېرو غربي هېوادو کي د ورځي له خوا مېلمستياوي نيول کېږي او ماښام چي نارينه او ښځي ټول سره ګډ او يو ځای وي نڅا کوي. ډېر کسان خپلو مېرمنو، ملګرو او هغه چاته چي دوی ورسره مينه لري، د ګلاب ګلونه او چاکلېټ په تحفه کي ورکوي.
د مشرکينو د جشن اړوند پورته ذکر سوو نقطو ته چي ګورو،
لاندي نتيجې ته رسېږو
1. ددې جشن ريښه د روم د مشرکينو وعقيدې ته رسېږي، چي د هغو بتانو د روحاني ميني اصطلاح وه، چي دوی به د الله جل جلاله پر ځای د هغو عبادت کاوه. څوک چي دا ورځ لمانځي، داسي ده لکه د شرک يو عمل چي سرته رسوي. الله جل جلاله فرمايي:
"لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ ُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ"( سورة المائده 72 - آيت)
ژباړه: هغه کسان په يقيني توګه کافران سول چي هغوی ويل همدا مسيح د مريم زوی، الله دئ. حال داچي عيسی وويل: اې بني اسرائيلو (يوازي) د هغه الله عبادت وکړئ، چي زما او ستاسي رب دئ. حقيقت دا دئ چي که چا له الله سره شريک ونيوی نو بې شکه چي الله پر هغه باندي جنت حرام کړی دئ او د هغه ځای دوږخ دئ او د ظالمانو مرستندوی نسته.
2. په روميانو کي دا جشن په وهمي کيسو (اسطورو) او افسانو پوري تړلی وو، چي هيڅ سالم عقل ئې نه سي منلای. د مسلمان عقل خو پرېږده، چي پر يوه الله جل جلاله او پېغمبرانو(عليهم السلام) ايمان لري. آيا د غير مسلمان روغ او سالم عقل دا منلای سي چي د روم د ښار يو جوړونکي (مؤسس) دي د شرموښي شيدې رودلي وي او بيا دي ده په هغه سره پياوړتيا او هوښتيا تر لاسه کړې وي؟! پر دې سربېره دا اوهام د مسلمان له عقېدې سره په ټکر کي دي، ځکه څوک چي پوهه او پياوړتيا بخښي هغه الله جل جلاله دئ، نه د شرمښي شيدې! دا کټ مټ له هم هغه کيسو څخه ده چي ويل به ئې: د دوی بتان دوی له شر او رمې ئې له شرمښانو څخه ساتي.
3. د روميانو د کرغېړنو مذهبي دودونو څخه يو دود دا وو، چي په دغه ورځ به ئې يو سپی او يوه بوزه قرباني کول، بيا به دوو ځوانانو په دغه وينه خپل بدنونه لړل او بيرته به په شيدو لمبېدل. دا هغه څه دي چي د هر انسان په سالم فطرت کي تغير راولي او روغ عقل ته د منلو وړ نه دي.
4. ددې جشن او د ولنټاين تر منځ د اړيکو په هکله د ډېرو منابعو له خوا پوښتني راولاړي سوي دي، او دا ئې له واقعيت څخه ليري ګڼلې ده. د عيسايانو له پاره به هم دا ښه وي چي د مشرکينو له دې جشن څخه لاس واخلي، چي دوی ئې تقليد کوي. نو موږ مسلمانان خو بيا بيخي بايد ځان ځيني راټول کړو.
5. په ايټاليا کي عيسايي روحانيونو دا جشن له منځه يووړی، ځکه چي بد اخلاقي ئې خپرول او د ځوانو هلکانو او انجونو پر فکرنو ئې خراب تاثير کاوه. نو مسلمانانو ته خو بېخي لازمه ده، چي هم خپله ډډه ورڅخه وکړي او هم نور ورڅخه راوګرځوي، تر څو د امربالمعروف او نهي عن المنکر مسؤليت ئې تر يو حده سرته رسولی وي.
د حرمت دلیل
کېدای سي يو څوک دا پوښتنه وکړي، چي ددې جشن د لمانځلو د رد له پاره څه دليل سته؟ او يا ددې لمانځل زموږ و عقيدې ته څه زيان رسوي؟
ددې سوال له پاره کېدای سي څو جوابه ولرو:
1. په اسلام کي جشن او ورځي ئې ښکاره او عامي دي، چي هيڅ لږوالی او ډېروالی نه مني. د هغو ورځو لمانځل زموږ د عباداتو مهمي برخي دي، چي په اړه ئې هيڅ اجتهاد او شخصي نظر ته اړتيا نسته. دا ټول الله جل جلاله او پېغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته بيان کړي دي. علامه ابن تيميه رحمه الله وايي: جشنونه، دديني مراسمواو قوانينو برخه ده، چي الله جل جلاله ئې په اړه فرمايي:
2.
"وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آَتَاكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ"( سورة المائده: ۴۸ - آيت)
ژباړه: او تاته مو کتاب په حقه نازل کړی دئ دا کتاب د (هر) هغه کتاب تصديق کوونکی دئ، چي له دې څخه مخکښي وو او د هغه ساتونکی دئ. نو د دوی تر منځ په هغه څه چي الله نازل کړي دي، حکم وکړه او د هغه رښتينو حکمونو په بدل کښي چي تاته راغلي دي د دوی د (نفساني) غوښتنو پيروي مه کوه. ستاسي د هري ډلي له پاره مو يو شريعت او يوه روښانه لار وټاکله. که الله اراده کړې وای، نو هرو مرو به ئې تاسي يو امت ګرځولي وای. خو (الله غواړي) چي تاسي په هغه شي کښي چي تاسي ته ئې درکړی دئ وازمويي. نو ښېګڼو ته په بېړه وردرومئ. ستاسي د ټولو ورتګ د الله په لور دئ. بيا به تاسي په هغه څه کي چي اختلاف مو پرې کاوه خبر کړي.
په قرآن کريم کي راځي:
لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ" ( سورة الحج (۶۷ - آيت)
ژباړه: موږ د هر امت له پاره د عبادت يوه کړنلاره ټاکلې ده چي هغوی ئې پيروي کوي.
دا له هم هغه اصولو څخه دي لکه د لمانځه په وخت کي مخ پر قبله درېدل، لمونځ او روژه. د کفارو په جشنو کي د برخي اخيستلو او په نورو مذهبي مراسمو کي ئې د ګډون کولو هيڅ فرق نسته. ددوی د ټولو جشنو سره موافقه داسي ده لکه د کفر سره موافقه. د کفارو له ځينو کوچنيو موضوعاتو سره موافقه داسي ده لکه د کفر د ځينو برخو سره موافقه. جشنونه د هغو مشخصو شيانو څخه شمېرل کېږي، چي يو دين په پېژندل کېږي. نو څوک چي ددوی جشنونه لمانځي داسي ده لکه دکفر د يو مشخص ديني دود سره چي موافقه ښيي. په دې کي شک نسته چي ددوی سره په جشنو کي برخه اخيستل څوک وکفر ته رهنمايي کوي. په دې مراسمو کي ډېره لږ برخه هم يوه ګناه ده. پېغمبر صلی الله علیه وسلم ودې حقيقت ته چي هر ملت خپل جشنونه لري اشاره کړې ده لکه څنګه چي فرمايي:
"إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا ، وَهَذا عِيدُنَا" (البخاري و المسلم)
ژباړه: بې شکه چي هر قوم لره اختر دئ او زموږ اختر دغه دئ.
دا چي د ولنټاين ورځ (د عاشقانو ورځ) روميانو ته ورګرځي، نه ومسلمانانو ته، نو ددې مطلب دادئ چي دا خاص په عيسايانو پوري اړه لري، نه په اسلام پوري؛ نه مسلمانان په دې شريک دي او نه برخه په کښي لري. که هر ملت خپل اختر لري لکه څنګه چي پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
" إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا ..."(بخاري او مسلم)،
نو بيا ددې معنا داسوه چي هر ملت بايد ځان په خپلو جشنو له نورو څخه جلا کړي. که عيسايان ځان ته اختر لري او يهود ځانته، چي خاص په دوی پوري اړه لري، نو بيا هيڅ مسلمان لکه څنګه چي ددوی په دين او عباداتو کي برخه نه اخلي، داغسي بايد ددوی سره په دغه ورځو کي برخه وا نه خلي.
3. د عاشقانو ورځ (د ولنټاين ورځ) لمانځل د رومي مشرکينو تقليد او مشابهت دئ، تر هغه وروسته د عيسايانو سره ورته والی دئ، چي اهل کتاب دي، که څه هم دا ورځ ددوی د دين برخه نه ده، خو په لمانځلو کي ئې د روميانو تقليد کوي. دا چي موږ ته دا نه ده روا چي د عيسايانو ددين ځيني مراسم ولمانځو چي اهل کتاب دي، نو د هغه لمانځل به څنګه راته روا وي چي دوی د مشرکينو څخه اخيستي دي. د کفارو تقليد په عمومي توګه که مشرک دئ او که اهل کتاب حرام دئ. هغه که د دوی مذهبي او ديني مراسم دي او که دوديز او عنعنوي. ددې حراموالی په قرآن، سنت او اجماع سره ثابت دئ.
په قران کريم کي: الله جل جلاله فرمايي:
"وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ" ( سورة آل عمران: 105 - آيت)
ژباړه: او د هغو کسانو په څېر مه کېږئ، چي وروسته تر دې چي ښکاره نښانې ورته راغلې، سره خواره سول او شخړي ئې وکړې او د هم دوی له پاره لوی عذاب دئ.
په احاديثوکي: پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چي د کوم قوم مشابهت کوي له هغو څخه دئ.
"مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ" ( احمد او سنن ابو داود.)
علامه ابن تيميه رحمه الله وايي: "دغه حديث موږ ته دا راښيي، چي ددوی سره مشابهت حرام دئ. په داسي حال کي چي د حديث ښکاره معنا داسي ده چي څوک ددوی مشابهت کوي، هغه کافر دئ. (الاقتداء،( ۲/۷۲۲-۷۲۵).
لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي:
"يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ"( سورة المائده 51 - آيت)
ژباړه: اې مؤمنانو، يهودان او نصرانيان دوستان مه نيسئ. ددوی ځيني د ځينو نورو دوستان دي او هغه څوک له تاسي څخه چي (په دوستۍ سره) دوی ته مخ را واړوي، نو په رښتيا چي هغه د دوی څخه دئ. بې شکه چي الله ظالمانو لره لارښوونه نه کوي.
اجماع: علامه ابن تيميه رحمه الله وايي چي پر دې باندي د ټول امت اتفاق دئ، چي د ثبات په وخت کي د کفارو په جشنو کي له هغوی سره ګډون او تقليد حرام دئ. ابن قيم رحمه الله وايي چي پر دې باندي د ټولو علماؤ اتفاق دئ.( الاقتداء،( ۱/۴۵۴.احکام اهل الذمة، ۲/۷۲۲-۷۲۵ ).
نور بیا.....
ماخذ: د عاشقانو د ورځي لمانځل
ژباړه: احسان ربي انفال
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
--------------------------------------------
۱- Saint دپير او بزرګ په معنا دئ، دا چي د عيسايانو په اند ولنټاين پر عيسايت پاته سواو له دين څخه وانه وښت، نو ځکه ده ته سينټ ولنټاين (Saint Valentin) وايي.
۲ - پاپ لوی پادري يا د نړۍ والي کليسا لوی اسقف ته وايي.
۳ - يعني "زما ولنټاين سه"، چي دا خبره و سينټ ولنټاين ته منسوبوي.