تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیکولر فکر لرونکو کسانو ډولونه
  تعلیم الاسلام
  February 15, 2017
  0

 ژباړه او اوډونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د سيکولر فکر لرونکو کسانو اقسام او انواع
 
د سيکولريزم څخه متاثر افراد کولای سو درو ټوليو ته تقسيم کړو:
 
۱- دا هغه کافران او بې دينه کسان دي، چي صراحتا او په ډاګه د دينه دبې زاری اعلان کوي او د دين څخه انکار کوي، که دا کس مسلمان وي او دغسي خبره وکړي، مرتد بلل کيږي.
 
۲- دا هغه منافق کسان دي، چي په نامه مسلمانان وي او په ظاهره ئې اسلام قبول کړی وي، خو په زړه کي کافران وي، د زړه ميلان او اراده ئې د اسلام څخه نه يوازي دا جي مخالفه وي، بلکي د اسلام سره د دښمنۍ پر طرف وي، اوس مهال داسي کسان په اسلامي معاشره کي په کثرت سره ژوند کوي، ددوی د پيژندلو لپاره څو نښي په لاندي ډول بيانېږي:
 
خپل ځان درته د ملت خيرغوښتونکی، اسلامي مفکر او د پرمختګ ټېکه دار معرفي کوي، حال داچي په اصل کي به دی د اسلام او د اسلام د اساساتو د نړولو په کوښښ کي وي، غوښتني، خبري او ظاهري حالات به ئې د اسلامي تعليماتو بالکل برعکس وي، همداسي کسان داسلام او مسلمانانو لپاره زيات تاواني ثابت سوي دي.
 
داسي آوازې اچوي او خلکو ته دا په ذهن کي ورکوي، چي اسلامي تعليمات په نني عصر کي دپلي کېدو وړنه دي (العياذبالله) ځکه چي زاړه دي او د اعتبار وړ نه دي، لهذا بايد نړيوال قانون ته مسلمان غاړه کښېږدي، ځکه چي هغه د مسلمانانو د اسلامي شريعت په مقابل کي ډېر مفيد او ګټور دی.
 
دوی هر وخت د نفسي غوښتنو ښکار وي، د حلالو د حرامولو او د حرامو د حلالولو په کوښښ کي وي او په دې کار سره د خپلي ګناه د دروند والي هيڅ احساس هم نه کوي.
 
مؤمنانو او هغه کسانو ته چي پر دين ئې منګولي ښخي کړي وي، په حقارت سره ګوري، پر ديني شعايرو، لکه: ږيره، لنګوټه او نورو باندي پسخند او مسخري کوي او هغوی بې عقلان او وروسته پاته بولي.
 
همېشه په فکري تزلزل کي وي، راجح سمت نه سي تعينولای، هر لور ته چي ئې مخ سو، هماغه لوري ته منډي وهي، د حالاتو تابع وي، مثلا: کله چي د روسانو دغلبې وخت وو، د کمونيزم حمايت ئې کاوه او اوس چي د امريکا غلبې ته ګوري، نو د سرمايه دارانه نظام (کپتاليزم) او ډیموکراسۍ مينان ګرځېدلي دي.
 
۳- درېيم قسم د هغه مسلمانانو دی، چي د سيکولريزم او جمهوريت، بشري حقوقو، د ښخو آزادي، د بيان آزادي او دين او سياست ترمنځ بيلتون په څېر اصطلاحاتو څخه متأثره سوي دي او اوس ورته غرب زده مسلمانان ويل کېږي، دوی که څه هم دين مني او د هغه حقيقت ته هم قايل دي، مګر د ديني علم څخه د ليري والي يا کمي په وجه له دغو غولوونکو اصطلاحاتو څخه متأثره سوي دي. (۱)
 
علمانیت ، سیکولرزم او ډیموکراسي
 
 
(۱) وستانوی، (مولانا) حذيفه، سيکولرزم کی تباہ کارياں اوراس سی بچنی کی تدابير، ما هنامه دارالعلوم ، شماره: 4 ، جلد: 94 ، ربيع الثانى – جمادى الاول 1431 هـ مطابق اپريل 2010 ء
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته