تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشومانو د خوب اندازه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 3, 2019
  0

د کتنپلاوي لخوا

د ماشومانو منظم او پوره خوب د هغه د دماغ او وجود په جوړښت کي ډیر اساسي رول لري، کوم ماشومان چي منظم او پوره خوب نه کوي، د لاندي سختو امراضو او مشکلاتو سره مخ کیږي:


۱: پر پیچلو موضوعاتو باندي تمرکز نه سي کولای.
۲: د خفګان، ناجوړۍ او چاغښت سره مخ کیږي.
۳: د مغزو او د احساساتو او د سلوک د زیانمن کېدو سره مخ کیږي.
۴: د ماشوم پر زده کړه، توجه، پلان جوړولو او تمرکز بد اغېز کوي.
۵: دا ډول ماشومان به نسبت نورو ته په درسو کي شاته پاته وي.
۶: د ژوند په راتلونکو وختونو کي به د پرېشانیو سره مخ وي.
۷: لږ یا نیمګړی خوب د ماشوم عمومي روغتیا زیانمنوي.

(میډیکل ایکسپریس، ساینس ډېلي، ان ایچ ایس پاڼي)

 

د ماشومانو د خوب اندازه

ژباړه: مقصود جرئت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په ماشومانو کي د خوب کولو اندازه د هغوی په فردي او ځینو نورو عواملو لکه عمر پوري اړه لري، ځینې عمومي لارښووني په لاندي ډول دي:

د یوې اونۍ څخه تر څلورو اونیو پوري ماشومان: د ۱۵  څخه تر ۱۶  ساعته خوب ته ضرورت لري.

نوي زیږیدلی ماشومانو عموماً په ۲۴ ساعته کي  د ۱۵ څخه تر ۱۸ ساعته پوري خوب کوي، خو دغه دوره یې د ۲ څخه تر ۴ ساعته پوري وي، مګر هغه ماشومان چي د وخت څخه مخکي زیږیدلي وي د خوب مُده یې تر ذکر سوي مُدې یا زیاته او یا هم کمه وي.

دا چي دغه ډول ماشومان له بیولوژیکي لحاظه کوم ځانګړی وخت نلري، نو په همدې خاطر د دوی خوب او راویښدل په ورځ او شپه پوري اړه نلري، په حقیقت کي دوی د خوب او راویښېدلو لپاره کوم مشخص وخت او ترتیب نلري.

د یوه څخه تر ۴  میاشتو عمر لرونکی ماشومان: د ۱۴  څخه تر ۱۵  ساعته خوب

  د ۶ اونیو په بشپړېدو سره ستاسي ماشوم یو څه ځان عیاروي او تاسي شاید دوی په ډیر منظم خوب باندي ووینی، د دوی د خوب مُده د ۴  څخه تر ۶  ساعتونو پوري غځیږي او  د دوی خوب په شپه او ورځ پوري تړل کیږي.
 


د ۴  څخه تر ۱۲ میاشتو عمر لرونکی ماشومان: د ۱۴ څخه تر ۱۵  ساعته خوب ته ضرورت لري

لکه څنګه چي پدې مُده کي تر ۱۵ ساعته پوري خوب غوره دی، خو زیات ماشومان چي تر ۱۱ میاستو پوري رسیږي د خوب مُده یې فقط ۱۲ ساعته وي، د صحي نګاه څخه د ښه خوب عادت انتقالول پدې مُده کي د اولیه اهدافو څخه دي، ستاسي ماشوم اوس ډیر ټولنیز سوی دی او د خوب بڼه یې د ځوانانو په شکل ده.

ماشومان په شپږ میاشتني عمر کي عموماً د خوب لپاره درې یا دوه وختونه لري، پدې وخت کي دوی په جسماني لحاظ د شپې له طرفه خوب ته اماده وي، 

پدې مُده کي د ماشومانو د خوب وختونه په لاندي ډول وي:

۱ـ د څاښت خوب چي عموماً د ورځي د ۹ بجو څخه شروع کیږي او تقریباً تر یوه ساعت پوري دوام کوي.
۲-  غرمنی خوب چي عموماً د غرمې څخه بیا تر ۲ بجو پوري پیل کیږي او دا مُده د یوه څخه تر دوه ساعته پوري وي.
۳- ماپښینی خوب چي کیدای سي د ۳ څخه د ۵ بجو په شاوخوا کي راسي او د خوب مُده یې مختلفه وي ځیني لنډ خو ځیني بیا ډیر وخت وي.

د ۱  څخه تر ۳ کلنو عمر لرونکی ماشومان: د ۱۲ څخه تر ۱۴ پوري خوب

کله چي ستاسي ماشوم د یوه کلنۍ څخه تر یو نیم یا دوه کلنۍ پوري رسیږي د دوی د سهارني او ماښامني خوب عادت له منځه ځي او صرف یو ځل بیدیږي. که څه هم نوی پر پښو ولاړ سوی ماشومان د ورځي ۱۴ ساعته خوب ته اړتیا لري خو دوی صرف  ۱۰ ساعته بیدیږي.

زیاتره د ۲۱ میاشتو څخه تر ۳۶ میاشتو عمر لرونکي ماشومان بیا هم د ورځي یوه سترګه خوب ته ضرورت لري چي شاید یو دوه او یا بیخي نیم ساعت وي، د دوی د بیدېدو وخت د شپې د ۷ بجو څخه تر  ۹ بجو پوري وي او د سهار را کښېنستو وخت یې د ۶ څخه تر ۸ بجو پوري وي.

د ۳ څخه تر ۶ کلنو عمر لرونکی ماشومان: د ۱۰ څخه تر ۱۲ ساعته پوري

ماشومانو پدې مُده کي لکه مخکي د شپې د ۷ څخه تر ۹ بجو پوري د خوب بستري ته ځي او د سهار د ۶ بجو څخه تر ۸ بجو شاوخوا راویښیږي. په ۳ کلني عمر کي زیاتره ماشومان بیا هم د ورځي یوه سترګه خوب کوي خو په ۵ کلنۍ کي بیا دا عادت ورسره نه وي.

د ۷ څخه تر  ۱۲ کلنو عمر لرونکی ماشومان: د ۱۰ څخه تر ۱۱ ساعته پوري خوب
پدې عمر کي د ټولنیزو فعالیتونو لکه، مدرسې، مکتب او کورني کاروني باندي د مصروفیت له وجهي د ماشوم د خوب وخت کرار کرار ناوخته کیږي، په ۱۲ کلنۍ کي عموماً ماشوم د شپې ۷:۳۰ بجې، ۹ بجې حتی تر لسو بجو پوري ناوخته د خوب بسترې ته ځي او د خوب مُده یې د ۹ څخه تر ۱۲ ساعتونو پوري رسیږي. 

 د ۱۲ څخه تر ۱۸ عمر لرونکی ماشومان: د ۸ څخه تر ۹ ساعته پوري خوب

پدې مُده کي بیا هم لکه د مخکي په څیر خوب د صحت د پاره یو حیاتي شی دی، پدې مُده کي شاید ځیني ماشومان تر پخوا زیات خوب وکړي، په هر صورت پدې وخت کي د ټولنیزو فشارونو له وجهي په صحیح شکل خپل خوب نسي پوره کولای.   

د ویب ایم ډي پاڼي څخه


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته