تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مېرمني د خاوند د ۳۰ کالو په معاش مسجد جوړ کړ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 18, 2020
  0

ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یوې مېرمني د خپل خاوند د ۳۰ کلونو د معاش په سپما مسجد جوړ کړ .


په اسلام کي سخاوت یوه دیني وجیبه ده، موږ د ډيرو داسي کسانو سره مخ کیږو چي وغریبو خلکو ته صدقه ورکوي او سره له دې زکات هم د اسلام له مهمو ارکانو څخه دی . د سخاوت په ترسره کولو کي اکثره وخت د نارینه وو واقعات اورېدل کيږي مګر نن به تاسي ته د یوې  میرمني قصه چي د هغې د قوي حوصلې او خاوند سره د رښتني میني اړونده ده وړاندي کړو .


دغه عربه میرمن د زحمت کښۍ او وفادارۍ یو مثال دی په دې چي هغې د خپل خاوند د تقاعدۍ معاش د ۳۰ کلونو په جریان کي سپماوه او بالاخره دده په نامه یې يو مسجد جوړ کړی.


ددې مېرمني قصه پر ټولنیزو رسنیو هغه وخت عامه سوه چي ددې زوی (محمد الحربي) پر ټويټر باندي په دې هکله لیکنه وکړه.  دغه لیکنه په پراخه کچه په خپرېدو سوه او په ډيرو ځایونو کي خپره سوه . ده په دغه لیکنه کي د همدې مسجد یو عکس خپور کړی.

 


 

ددې میرمني قصه وروسته ددې د زوی څخه ډير خلک متأثره کړل او الحربي د عکس سره لیکلي وه "ته څومره ښه یې ګراني مور".


زوی یې وویل: " هغې هیڅکله زما پلار د تقاعد په معاش کي خوند نه اخیسته . هغې دیرش کاله د یوه یوه ریال په اندازه سپما کول تردې چي زما د پلار په نامه یې یو مسجد جوړ کړی. الله جل جلاله دي اخروي هوساینه او جنت ورنصیب کړي . الله جل جلاله موږ پيدا کړي یو او بیرته به ورګرځول کيږو " .


زیاتره ښځي دا خوښوي چي ګران قیمته شیان رانیسي چي و نورو ښځو ته ځان ښوونه وکړي.


مګر دغه مېرمن د هغو ښځو لپاره یو مثال دی چي د خپلو خاوندانو پيسې پر ګران بیه کالیو، چپلکو او نورو بې ګټو شیانو مصرفوي. دې میرمني د خاوند او مېرمني ترمنځ د رښتني ميني يو مثال جوړ کړ او  دا قصه د ځواني طبقې ښځینه وو لپاره ستر عبرت دی.


اسلام موږ ته دا راښيي چي قرباني ورکړو، موږ په میلونونو داسي د طلاق پيښي لیدلي دي چي پکښي میرمني د خاوند څخه په دې شکایت کوي چي ورته په کافي اندازه پيسې نه ورکوي .


اسلام هر وخت د قربانی توصیه کوي. تر هغو یو څوک ښه مسلمان نه سي جوړېدلای ترڅو مو قرباني نه وي ورکړې .
تاسو وګورئ، د څو ساعتونو په جریان کي ددې واقعې په پراخ ډول د خپرېدو سره په میلونونو مسلمانانو ته یو ښه پیغام ورسیدی او خلګو وستایه.  "الله  تعالی دي یې په اخروي ژوند کي سره یو ځای کړي. " د ټویټر یو کارونکي لیکلي وه .


یقینا چي دا د رښتيني ميني يو مثال دی چي یوې مېرمني ۳۰ کاله پيسې وسپمولې او د خاوند لپاره یې مسجد پرې جوړ کړ. خاوند باید خپلي مېرمني ته همداسي دیني جذبه ورکړي ترڅو په دنیا او اخرت کي همدغه مېرمن د ثواب او اجر ذریعه وګرځي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته