تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیت او عمل
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

نیت او عمل

 

لیکنه: محمد ابدالي

 

د شرعي اعمالو په ترسره کولو کي د اخلاص نیت تر ټولو مهم شئ دئ.

د مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره او اړین کار د الله ﷻ رضا کول دي، کوم چا چي د الله ﷻ رضا ترلاسه کړه، په حقیقت کي هغه د دنیا او آخرت بریالیتوب او ټولي ښیګڼي ترلاسه کړې.

 

خپلي هڅي او ټوله توجه مو دې ته واړوئ چي څنګه د الله ﷻ رضا او د هغه د رسول ﷺ رضا حاصله کړئ، که څه هم ټول خلک درڅخه ناراضه او ناخوښه سي، مګر د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ د رضا خاصیت دا دئ چي ټول خلک به ستاسو سره مینه ولري او عزت به مو کوي.

د الله ﷻ عادت پر دې جاري دئ چي د محنت نتیجه راحت وي او د مشقت نتیجه سهولت وي، لکه څنګه چي الله ﷻ فرمایلي دي:{فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا}[سُوۡرَةُ الشَّرح: ۵]

ژباړه: نو حقيقت دا دی چي له تنګسې سره پراختيا هم سته.

 

همت مه بایلئ!

کوم کار چي ستاسي په آند ډیر ګران او مشکل وي، هغه الله ﷻ ته ډیر اسانه دئ، نو هیڅکله همت مه بایلئ، بلکي الله ﷻ ته متوجه اوسئ او لاس په کار سئ.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته