تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
(Infection) څه ته وايی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0
 
(Infection) څه ته وايی؟
 
لیکنه: / عبدالغفار جبیر  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
عفونت، دبدن په نسجونوکي دميکروبونوبريداوتکثرپه ځانګړي ډول که دميتابوليزم، زهرو، دباکترياګانودداخل الحجروي تکثرياانټی جن انټی باډی دځوابونوله امله دحجرودموضعې رنځ لامل وګرځي.
۱... اوسنی ساینس پوهان په دې انددي چي عسل دميکروب ضددرمل دی(Antimicrobial)، چي مطلب ئې دادی چي عسل هرډول ميکروب، جراثیم اونور۔۔۔۔۔ وژني، له همدې کبله دزخمونولپاره پوره کارکوي.
۲... عسل د(beewax) په نامه سره یوه ماده لري، چي دپوستکي دخرابولو، دچاودلو، دشونډانودچولواودټول بدن لپاره بهترېن کریم اولوشندی۔
۳... عسل په ځانګړي ډول سره دویني دپوره کولولپاره اوهمدارنګه دمعدې دناروغیولپاره ډېرښه دارودرمل دي۔
 
 په عسلو کي دوه ډوله انرژې شتون لري:
1 ګلوکوز(Glucose): چي دالنډمهالې انرژې ده، داانرژې ډېره ژرپه بدن کي خپریږي، اواغیزې ئې ډېرې ژرجوتېږي۔ 
2 فرکتوز(Fructose): چي دااوږدمهالې انرژې ده، ډېربتي ده اوترډېروخت پوري دوام لري، اواغیزې ئې ترډېروه مهاله پوري په بدن کي ځایلري۔ 
 
 
دعسلواستعمال ، ګټې، اغيزې، دنوروموادوسره: 
 
۱.      په مساوی اندازه سره عسل اود شونډ(چي په اردوکي ادرک اوپه انګلېسی کي ورته (Ginger) وایي ددې جوس ورسره ګډکي، چي دادټوخي، زکام، دستونی اودپزي دبهېدولپاره تجربه شوي درمل دي۔ 
 
 ۲.    نیم ګرام دتورومرچوپاوډر، دعسلواود شونډودجوسوسره ګډکي،چي دادسالنډۍ لپاره بهترینه درملنه ده۔
 
 ۳.    دخولې دهرډول ناروغۍ لپاره لکه دانې، سپین داغونه اویا (په خلې) اوداسی نوروناروغیولپاره ښه علاج دی۔ 
 
۴.    دزرهاووکلونوراهیسی عسل دزخمونولپاره استعمالیږي، چي تاریخ ئې دميلادڅخه دمخه ښودل شویدی، داځکه چي په عسلوکي هیڅ ميکروب اوجراثیم ژوند نه شي کولای۔ 
 
 ۵.   کله چي عسل دزردکودجوس سره یوځای استعمال شي، دسترګوددرد، سوروالی،دسترګود دانواودیدلپاره ډېره ښه غوره درملنه ده۔
 
۶.   عسل په بدن کي (غوړ) اوقبض په مکمل ډول سره پایته رسوي، کچيری عسل سهارپه نهاره باندي په یوه ګلاس ګرمو شیدوکي چي 6 څاڅکي دزیرې تېل هم ورواچوي نوغوره درملنه اوتجربه شوې دواده۔ 
 
 ۷.    په عام ډول سره دعسلوخوراک دانسان دبدن مقاومت دناروغیوپه مقابل کي زیاتوي۔
 
۸.   د وېښتیانودهرډول ناروغۍ لپاره مجرب دي، لکه رژېدل، ماتېدل، تویدل اونور۔۔۔۔۔۔۔۔ داپه هغه وخت کي ډېره فایده کوي چي عسل دهوږې سره ګډ سي۔ 
 
په پورتني ايات شريف كي دعسلوفايدې اووعسلوته د(شفاء)تورى استعمال شويدی اومطلب ئې دادى چي عسل دناروغيودارودرمل دي ساينس پوهانوپه دې وروستيوكي په عسلوكي لاندي موادپيداكړيدي
 
(دانګوروګلوكوز)قندي مواد، مېوه جات(فركتوز)، دني شكرقندي مواد(سكروز)، ديكسترين، پروتين، استروجن، حمض النمل، اوسپنه، پوتاشيم، سوديم، منګنيز، فاسفورس كلورائيډ، حبوب اللقاح، خوشبويه مواداوداسي نورډېرموادلري چي لاتراوسه نامعلوم دي. عموماًپه طب كي عسل دتسمم دناروغۍ، دينې اودمعدې داضطراباتولپاره ډېراستعماليږي، همدارنګه دمغزودكمزورتيا، دزړۀ دكمزورۍ، دمغزودارامولو، روماتيزم اواعصابولپاره ډېرګټوردي.
 
په مصركي دعسلوپر(۵۰)استفادو يوبين المللي كانفرنس دائرشوي ؤ اودلاندنيوپنځوقسموعسلوبيان ئې وكړ:
 
دپخته ګل عسل، دكېلې دګل عسل، دبرداقوش دګل عسل، دتوري دانې(دانه سياه)دګل عسل او دشړشمودګل عسل.
داعسل دلاندنيوناروغيولپاره ګټوردارودرمل دي:
 
خشكي، اسهال، اګزيما، دنس پاړسوب، دستوني خرابوالى، دكوچنيوچنجيانولپاره، دزيات كولسترول لپاره، دوسنستياديااو دوينې دكمښت لپاره دي.
 
عسل دپورتنيوناروغيولپاره د(۷-۱۲)كسانوباندي په لاندي ډول سره تجربه شويدي:
 
E دتوري دانې عسل داسهال دعلاج لپاره(۶)كسان ناروغان 100%ئې نتيجه مثبته وه.
 
۱..          دتوري دانې عسل(عسل دانه سياه)ددغوناروغيولپاره هم دارودرمل دي:
 
۲..       دكوچنيوچنجيانولپاره 70% سلنه مثبته نتيجه وركوي.
 
۳..       دكولسترول لپاره 66%سلنه  په شپږووروځوكي چي دوينې فشارهم څوبرابره كښته وي درمل دي.
 
۴..       ددوسنستاديالپاره 75%. سلنه
 
۵..     دزخمونولپاره 66% سلنه
 
۶..    دبرداقوش دګل عسل دمعدې دپاړسوب لپاره 100% سلنه مثبت شوېدي.
 
۷..    دكېلې دګل عسل100% سلنه دويني دكمښت لپاره ګټورثابت شويدي.
 
روغتياپال(ډاكټر) ابراهيم شامخ چي دجراحي متخصص اودعين الشمس دپوهنتون كي دجراحي اوزخمونوپه فاكولته كي استاذدى وائي:
 
 عسل د (۱۵۰)ناروغيولپاره ګټورثابت شويدي داپه داسي ډول سره چي هرسهاراوماښام يوه كاچوغه عسل يوكاچوغه دتوري دانې د پوډرورسره ګډشي.اوهمدارنګه عسل د۵۵۰ دپوستكي دناروغيولپاره ګټوردارودرمل ثابت شويدي.
 
دسترګوعلاج دعسلوپه مرسته
 
روغتياپال محمدعماره چي دمصردمنصوره په پوهنتون كي دسترګومتخصص دى وايي چي: زه دشلوكلونوراهيسي دسترګودعلاج لپاره عسل استعمالوم اونتيجه ئې 100% سلنه مثبته ده، اوهمدارنګه دبلجيمي كاتوليك دپوهنتون استادانودمكروبي اوويروسي سترګولپاره دشړشمودګل دعسلوڅخه دسترګوڅكك جوړكړيدي چي په ورځ كي ۵ځلی وسترګوته ورلويږي اونتيجه ئې په مكمل ډول سره ګټوره، اغېزمنه اومثبته ده. داروغتياپالان زياتوي چي: عسل په ځانګړي ډول سره دهغه وايروس لپاره دارودي چي دسترګوقرنيه ختموي چي داويروس د(هرپس) په نوم سره ياديږي، لنډه داچي عسل دسترګولپاره بهترين اوګټوردي.
 
عسل اودوينې فشار  Honey and Blood Pressureروغتياپال دسوقي چي دباطني ناروغيواوحساسيت استاذدي، دعسلوڅخه دفشارپه كمولوكي ډېره استفاده كوي. روغتياپال سيمون بايوف اوروغتياپال توكستياماتيسون چي دكولمبيادپوهنتون چي په نيويارك كي دى دواړه دسرطان څېړونكي دي وايي چي: عسل دسردرداوسرطان لپاره ډېرګټوردي. انجينيرعدنان محمددين ليكي:
 
چي په عسلوكي اوس يوه ماده كشف شوېده، چي د(پروپوليس) په نامه ياديږي اودلسوكيلوګرامه عسلوڅخه ۱۳۴\۱برخه ئې همدغه ماده ده، داماده مكروب وژونكې ماده ده،(Antimicrobial) كله چي دعسلومچۍ دعسلوچوكاټ جوړوي دغه ماده پكښې استعمالوي اوټول دېوالونه ئې په همدغه ماده وهي ترڅومكروب ورنشي اوخراب نشي اوپاته دي نه وي چي داماده دپاره دغاښونوددرد، دخولې دناروغيواودستوني دخرابوالي لپاره ګټوره ثابته شوېده.
 
انجينيرسيف الدين په دې انددى چي دغه ماده داثناعشره كلمودزخمونو، دمعدې دپړسوب اودبواسيرولپاره ډېرښه درمل دي. امريكائي پوهان په دې باوردي چي داماده دسرطان دانه په مكمل ډول سره ختموي اوهمدارنګه دانفلونزالپاره بهترين علاج دى. په بلغاريه كي عسل دډېرمهال راهيسي روغتياپالان دروماتيزم(دبندونودرد) لپاره په كاميابه توګه سره استعمالوي. ددې ټولوګټوسره- سره ساينس پوهان په دې انددي چي په عسلوكي ډېرنورشيان شتون لري چي لاتراوسه نه دي كشف شوي.
 
په بل ځای کي په قرانکريم کي راځی :
 
(وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى )
 
اودنګه عسلوویالې به بهیدونکي وی ۔(محمد 15)
 
نوالله جل جلاله چي په جنت کي دجنتیانولپاره عسل غوره کړیدی نوطبعی خبره ده چي عسل ډېربهترین نعمت دی، اوکه ئې دومره ارزښت نه درلودای نوبیاپه جنت کي الله جل جلاله دجنتیانولپاره نه خوښول، خودایومنلی حقیقت دی چي دجنت عسل به بېل وی، چي دهغوعسلوخوند، بڼه اوښه والی موږپه دې دنیاکي نشوتفسیرکولای؛ خوداهم یومنلی حقیقت دی چي عسلوته په قرانکریم کي لوی خدای تعالی جل جلاله شفاء ویلې ده، چي ددې څخه هیڅوک سترنشی پوټولای، چي په راتلونکوپاڼوکي به درته جوته شی چي عسل څومره غوره دوااوغذاده۔
 
دام المومنين حضرت عايشې رضی الله عنها څخه روایت دی ، داوایي چي دنبی کریم صلی الله علیه وسلم خوښ څښاک عسل وه۔ اوهرورځ به ئې سهارپه نهره باندي دعسلوشربت جوړول اوڅیښل به ئې، اوکله به ئې داشربت دمازیګردلمانځه څخه وروسته څیښل۔
 
په صحیحينوکي راځی ،یوحدیث شریف چي حضرت ابوسعيدخُدرې رضی الله عنه روايت کوي :
 
یوڅوک ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی اوورته ئې وویل چي زمادوروراسهال کيږی، فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي عسل ورکړی، هغه سړی بیاراغی چي  دعسلودخوړولوڅخه هغه نوراضافه شو، نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي عسل ورکړی،په همدې ترتیب هغه درې واره راغلی اوڅلورم وارنبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل عسل ورکي الله جل جلاله روښتیاویلی دی (چي عسل شفاء ده) اوستادورورنس درواغ وایی، کله چي هغه بیاعسل ورکړل نوهغه درست شو. (ترمذی 2: 29)
 
چي ددې حدیث مبارک څخه داپه لاس راځی چي عسل داسهال لپاره فوری درملنه ده، اوهغه مکروب چي دهغه سړی په نس کي ووهغه په یووارله مينځه نه ولاړی بلکه په څلورم ځل هغه له مينځه ولاړی اوهغه ددې ناورین څخه خلاصون پیداکړ.
 
حضرت خشرم رضی الله عنه دحسان ځوی،  هغه دعامرځوی اوهغه دمالک ځوی بیان کوي چي زه ناروغه شوم اوونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضرشوم اوورته مي وویل چي دوااودُعاغواړم نوحضرت محمدصلی الله علیه وسلم راته وویل چي عسل وخوره۔
 
حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه  به چي کله ناروغه اویاکوم زخم اویاهم به ئې پربدن باندي دانه وه نوددې ټولولپاره به ئې عسل استعمالول، یوه ورځ دده غلام حضرت نافع رضی الله عنه له ده څخه پوښتنه وکړل چي ته پردانوباندي هم عسل لګوی؟ نوده ورته وفرمایل چي الله تبارک وتعالی جل جلاله نه دی ویلی چي عسل شفاء ده۔
 
په بل حدیث شریف کي راځی چي فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
عليکم بالشفائين ، العسل والقران (ابن ماجه: 255)
ستاسولپاره ددووشیانوشفاء ډېره ضروری ده یوپه ټولوکتابوکي قران، اوپه خوراکي شیانوکي عسل۔
په ابن ماجه اوبیهقی کي یوحدیث مبارک د حضرت ابوهريرة رضی الله عنه  څخه روایت دی چي :
هرڅوک هره مياشت درې ورځی په نهاره باندي عسل وخوری نوداسړی به په غټه ناروغۍ اخته نشی۔
 
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي راځی چي عسل هم دواده اوهم غذا ده، اوداداسی دواده چي  دمرګ نه ماسوی بله هره ناروغې کنترولولای شی۔
 
دایقینی خبره ده چي عسل یوه داسی سپېڅلی غذاده چي دډېروخت راهیسی ورته انسانان تقدس لري، ورسره مينه لري اودپوره علاج لپاره ئې استعمالوی۔
 
دروغتيانړيوال سازمان هم دامنلی ده چي عسل هره ورځ خوړل دیوانسان لپاره یوه فریضه ده، دکوچنیانونړیوال سازمان داهم منلی ده چي عسل دماشومانودبدنی اوروحی ودې لپاره ډېرګټوراواړین دی۔
 
په عسلوکي 22 امينواسیدونه، 28 معدني اجزاء، 11 انزایمونه اوپه زیات شمېرکي کاربوهایدریتونه پکښي شتون لري۔
 
په 100 ګراموعسلوکي لاندی کيمياوی موادشته
رطوبت 0۔20 سلنه
پروټینونه 3۔0 سلنه
کانی مواد 2۔0 سلنه
کاربوهایدریتونه 5۔79 سلنه
کلسیم 5 ملی ګرامه
فاسفورس 16 ملی ګرامه
اوسپنه 9۔0 ملی ګرامه
ویټامن سی 4 ملی ګرامه
کالوریز 319 
Sugars:
1: Dextrose
2: Levulose
3: Sucrose
4: Maltose
Acids:
Citric Acid
Gluconic Acid
Succinic Acid
Pyroglutamic Acid
Mlaic Acid
Lactic Acid
Formic Acid
Butyric Acid
Amino Acid
Minerals:
Potassium
Sodium
Calcium
Magnessium
Chlorides
Phosphates
Proteins
هغه موادچي ډېرلږپه عسلوکي پیداکيږی هغه په لاندی ډول سره دی:
Pigments Chlorophyll Flavouring
Inhibine Enzyms Caratone
Xanthophyll Vitamins Sugar Alcohols
په 1943 ميلادی کال کي دامریکا دمني سوټادپوهنتون یوساینس پوه Haydek هېډک، ثابته کړل چي په عسلوکي لږترلږه داشپږویټامينونه شتون لري:
1: ويټامن B1
2: ويټامن C
3: رائبوفلاوين
4: پينتوتينټک اسيډ
 5: پائروډوکسين
 6: ناياسين
دابایدپه یادولروچي لکه څرنګه چي عسل مختلف ډولونه لري په همدغه اندازه سره ئې موادهم فرق لري، په ځینوعسلوکي یوشی شته اوپه نوروعسلوکي بل شی۔
 
عمومایوه خبره په عسلوکي یادساتل دی اوهغه داچي عسلوته بایدتودوخه ورنه کول شی، داځکه چي اصلیت ئې دلاسه ځی، اودډېروموادواغیزې ئۍ له خاوروسره خاورې کيږی۔
 
دامریکا د (Agriculture Department) زراعت دڅانګې یونامتوکيمياپوه ډاکټرسی اې براون په عسلوکي لاندی اجزاء ولاسته راوړی دی:
 
1: دميووشکره 40ـ 50 سلنه
 
2: دانګوروشکره 2۔ 34 سلنه
 
3: دګني شکره 9۔ 1 سلنه
 
4: اوبه 7۔ 17 سلنه
 
5: سریښناله مواد 5۔ 1 سلنه
 
6: معدنیات 18۔ 0 سلنه
 
په عسلوکي ددې موادوڅخه علاوه، اوسپنه، مس، منګنیز، کلسیوم، پوتاشیم، فاسفورس، تیزاب، المونیم، مګنیشیم اوداسی نورمعدني موادپکښې په پوره اندازه سره شتون لري۔
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته