تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې ښایسته ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2020
  0

د مطالعي ښایستې ګټي

لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ځینو خلکو په اند مطالعه چندان ګټي نه لري، نو ځکه یې ځان ځني ګوښه کړی وي. تاسو راسئ دا لاندي ګټي ولولو. او د نورو هغو ملګرو سره یې هم شریکي کړی، چي مطالعه نه کوي. 


یو. ذهن او حافظه قوي کوي: د حافظي د قوت لپاره هیڅ داسي درمل نسته، که چیري درمل وای، نو اوس به ټول نابغه او د ټولګی اول نمره ګان وای. مطالعه کوای سي، ذهن مو قوي کړي او نوي څه در انتقال کړي.
دوه. د خلکو به مینه در سره پیدا سي: که تاسو مطالعه کوی، نو هوښیار، زیرک او زغم لرونکی به یاست. دا هغه څه دي چي خلک دې ته مجبوره وي، چي ستاسو سره یې مینه او محبت پیدا سي. 
درې. شتمن به سې: که ته په خپل مسلک کي مطالعه وکړې، نو تر نورو خلکو به مخکي سې، عزت به و مومې او پیسې به خپلي کړې.
څلور. نوښتګر به سې: ډیره مطالعه وکړه، تر څو هر  ډګر او مسلک په خپلو نوښتونو زرغون کړې.
له تېروتنو او غلطیو به خلاص سې: د مطالعې په مټ به د تېروتنو او غلطیو څخه وژغورل سې. 

پنځه. مطالعه ښه تفریح ده: دا هیواد ټول له غمونو او ستونزو ډک دی. ګېمونه، فلمونه، میله او میلمستیا مو فقط هغه ګړی خوښ ساتي، خو مطالعه مو همېشه خوښ ساتي. 
شپږ. مهارتونه مو زیاتوي: که مطالعه ولری، نو د ناخوالو، زیانونو او بحرانونو سره د مخ کېدو  پر وخت  به د خپلي مطالعې څخه ګټه اخلی. مشهور لیکوال بریان وایي: که غواړې چي د خپل مسلک ماهر سې، نو پنځه کاله په خپل مسلک کي سل کتابونه مطالعه که.
رواني حالت به دي سم سي: مطالعه ډاډ او سکون در کوي. 

اووه. الفاظ مو در ډېروي: د مطالعې په مټ به مو پر ذهن د لیکوال فکر هم در اضافه سي او د خبرو پر وخت به ښه، فصیح او روان ږغېږی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته